All News
د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلینو ته ( د قرانکریم له نظره په چارو کې د پایلو سنجول) تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح له خوا د شرعیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د پوهندوی څخه پوهنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه وړاندې شو.. . .
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل، مونوګراف او تېزس لیکنې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو (۴۵) تنو محصلینو ته د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې. . .
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته ۳ ورځنی دیني او معلوماتي سيمینار دایر شو.
یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو، د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د مختلفو دیني او اصلاحي مسایلو. . .
د ننګرهار پوهنتون محصلینو (د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ګډون اړتیا، فرصتونو او اغېزو) په اړه خپل چمتو کړي سيمینارونه ارایه کړل.
یاد سيمینارونه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۱۵ تنو محصلینو له خوا د دې پوهنځي د استاد پوهنوال شمس الاسلام شمس صافي په لارښوونه د محصلینو تر منځ د جوړ شوي رقابتي کنفرانس په ترڅ کې. . .
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو سره غونډه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د ختیځ زون په امارتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد روانو چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو. . .
ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ درې اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې. . .
د ننګرهار پوهنتون محصلینو د (جامعة دارالعلوم الاسلامیه ننګرهار) دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په هدایت او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت مسؤلینو په هڅو د بېلابېلو پوهنځیو (۳۶) تنه محصلین په یو علمي سیر جامعه دارالعلوم الاسلامیه ننګرهار ته. . .
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو او محصلینو ته ( په طبابت کې د سونوګرافي اهمیت) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د طب پوهنځي د (۱۳۸۲) کال یو تن فارغ له خوا؛ چې اوس مهال نړیوال روزونکی دی او په پرمختللې التراسونوګرافي کې تخصص او ماستري لري، وړاندې شو.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال. . .
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د یاد روغتون د روانو چارو لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، محصلانو چارو ، اداري او مالي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو د تدریسي روغتون رهبرۍ، جراحي او یورولوژي څانګې استادانو سره د روغتون روانو چارو. . .