قراردادي خبرتیا!

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۸
انځور

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د اړتیا وړ ۱۰ قلمه ای ټي (IT) لوازمو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلب شرکتونه دې د ټاکل شوې شرطپاڼې کاپي د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت څخه چې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، کابل – جلال اباد لویې لارې درونټې سیمه کې موقعیت لري ترلاسه کړي.

د داوطلبۍ غونډه کې ګډون کوونکي دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې خپل وړاندیز (آفر) د شرطپاڼې، تدارکاتو قانون او نافذو طرزالعملونو له شرایطو سره سم مهر او بند (سربسته) د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت ته وسپاري.

یادښت:

- د وړاندیزونو (آفرونو) د پرانیستې غونډه به د اعلان خپرېدو له نېټې وروسته په لسمه (۱۰مه) کاري ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې ترسره شي.

- هغه وړاندیزونه (آفرونه) چې له ټاکلې نېټې وروسته ورسېږي یا د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

قراردادي خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د اړتیا وړ ۱۰ قلمه ای ټي (IT) لوازمو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کاري حقونو او اصولو په اړه  معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د دې پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازي له خوا ارایه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیریت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د یادو. . .

BACK TO NEWS

User account menu