دننګرهار پوهنتون مرکزي ليليه

د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

دننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

دوکتور مفتي عبدالوارث (بسام)

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

تازه خبرونهنور دلته

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د قرآن کریم اعجاز، تلپاتې عظمت او پیغام) تر سرلیک لاندې دیني او علمي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له خوا تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې سلګونو تنو لیلیه محصلینو ته ارایه شو.
د سيمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ترمیم چارې پیل شوې.

د دې ترمیماتي پروژې پر مهال به د پوهنتون مرکزي لیلیې د مسجد شریف سربېره د طب، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کرنې پوهنځیو او تدریسي روغتون اداري او تدريسي ودانۍ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۰۵ تنه محصلین د انګلیسي ژبې ګرامر روزنیز کورس څخه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۰۵ تنه محصلین د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا جوړ شوي د انګليسي ژبې ګرامر له څلوېښت ورځني کورس څخه فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.

د مسؤلینو. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د زراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون  رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې دننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاه د ضرورت وړ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتيا!

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د خپلو اړوند باغونو نارنجان د مزایدې د لارې خرڅ کړي، هرهغه څوک چې د باغونو نارنجان د داوطلبۍ او مزایدې په غونډه کې شرکت کول غواړي، خپل غوښتنليکونه دې له . . .

کارموندنه نور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۲
Background image

دطب پوهنځي د جلدی څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم لېکنې په موخه غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه ) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۴
Background image

دژبو او ادبياتو پوهنځي د دری ژبې او ادب څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم لېکنې په موخه غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه ) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۲
Background image

دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګې د کادربست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په مــــلي ژبه د نمرو اصل ترانسکرېپټ، او د لوړو زده کړو وزارت د ويب پاڼې . . .

User account menu