پوهنتون رئیس بیوګرافي

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال لنډه پېژندنه

image

پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ارواښاد وکيل امير محمد بهسودوال زوی په ١٣٤٢ لمريز کال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د تعميراتو کلي په يوه دينداره او مخوره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د جلال اباد ښار په تجربوي ښوونځي کې پيل کړې او په ١٣٥٨ لمريز کال د ننګرهار عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ شو.

د لېسې دورې له فراغت وروسته په ١٣٥٨ لمريز کال په ننګرهار طب پوهنځي کې شامل شو، چې د تحصيل پر مهال د يوه ممتاز محصل په توګه وځلېد او د ستاژ دوره يې د کابل طب پوهنځي په اړوندو روغتونونو کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې بشپړه کړه، چې په ياده دوره کې يې ګڼې تقديرنامې او ستاينليکونه هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي ته په ١٣٦٦ لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د اووه کلنې تحصيلي دورې او پراخه کريکولم د امتياز په اساس د ماسترۍ درجه ورکړل شوه.

ښاغلى بهسودوال په ١٣٦٧ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي پتالوژي څانګې په علمي کادر کې د نامزد پوهنيار په توګه شامل شو، چې د درې لسيزې تدريس او د بېلابېلو علمي او تخصصي اثارو له ليکلو وروسته د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو، مقرراتو او د علمي ترفيعاتو د ټولو شرايطو له پوره کولو وروسته په تدريجي توګه د پوهاند علمي رتبې ته رسېدلى دى.

پوهاند بهسودوال د استادۍ تر څنګ د پتالوژي ديپارتمنت د آمر، د طب پوهنځي رياست د مرستيال او د نوموړي پوهنځي د تضمين کيفيت کمېټې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي د درسي، علمي او اداري مکلفيت تر څنګ د ترکيې، امريکا متحده ايالتونو او المان هېوادونو ته علمي سفرونو کړي او د يادو هېوادونو د بېلابېلو پوهنتونونو څخه يې په علمي سيمينارونو او کنفرانسونو کې د ګډون سندونه هم ترلاسه کړي دي.

د پوهاند بهسودوال ليکلي اثار:

  1. په ختيز زون کې د حاد اپنديست اسباب او اناتوموپتالوژي څېړنه
  2. د کلوروکين د استعمال له کبله د زړه اختلاطات
  3. په مختلفو جنسونو کې د سګرټو استعمال له کبله د هضمي جهاز ناروغي
  4. د انسان هستولوژي- درسي کتاب (ژباړه)
  5. د کوما په ناروغانو کې د تشخيص معيارونه او اهميت
  6. د پيازو فارمکالوژيک تاثیرات
  7. هغه عوامل چې په جنين کې د تراتوجنزس سبب ګرځي
  8. د عصبي روحی فکتورونو اغیزی د همضمي جهاز په ناروغیو باندې
  9. د کانسرونو په تشخيص کې د کارسينو امبرينونيک انتي جن رول
  10. د شهدو د مچيو د زهرو التهابي ضد تاثيرات
  11. د چاغوالي او اوليګوسپرميا تر منځ اغېزې
  12. د مار چيچنه
  13. د عمومي پتالوژۍ درسي کتاب (تاليف)
  14. د سګرتو د کارونې اغیزی  د وینی په Lipidprofile باندی
  15. د Oral Glucose د درد ضد اغیزی په کوچنیانو کې
  16. د روژی د مبارکې میاشتی اغیزې دوینې په قند او لیپیدونو باندی
  17. د سیستمونو پتالوژی درسي کتاب تالیف
  18. د سيستمونو هستالوژي درسي کتاب (تاليف)
  19. د عمومي هستولوژي درسي کتاب (تاليف)
  20. هغه فکتورونه چی ځوانکۍ باندی اغیزه لری

پوهاند بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د (١٧٠- ٢٦/٤/١٣٩٨) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (١٢٤١- ٥/٥/١٣٩٨) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې: 

+93(0)789631828 / +93(0)799446734

chancellor@nu.edu.af

khalilahmadbehsoodwal@gmail.com