تاریخچه

د حقوقو او سياسی علومو پوهنځي لنډه تاریخچه

د پوهنځي شاليد(Historical background of faculty)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۷۲ لمريز کال کې د ننګرهار  پوهنتون  په چوکاټ کې د هېواد  او سيمې د اړتيا پر بنسټ تاسيس او رامنځ ته شو. د تاسيس له نېټې را په دې خوا د بېلابېلو  پړاوونو په وهلو سره یې تر دې مهاله پرمختګ کړی او د دې پرمختګ په ترڅ کې يي ۲۱ دورې مسلکي بېلابېل ځوان کادرونه خپلې ټولنې ته د ښه چوپړ په موخه وړاندې کړي دي.

نوموړی پوهنځی اوس مهال دوه اړونده څانګې لري، چې د اداري او ديپلوماسي او د قضاء او څارنوالۍ څخه  عبارت دي. په يادو دوو بېلابېلو څانګو کې نارينه او ښځينه مسلکي کادرونه روزي، چې په ۲۱ دورو کې يې تر دې مهاله ۲۰۱۹ په شمېر کې مسلکي نارینه او ښځینه کادرونه فارغ کړي دي.

څرنګه چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون يو ځوان او نوتاسیسه پوهنځی دی، نو په پيل کې د ننګرهار د څو تنو مسلکي استادانو په ملتیا د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په مرسته يې د تدريس چارې پر مخ وړل کېدې. په دې لړ کې د پوهنځي د اړتيا له مخې نور ځوان پوهنيز کادرونه د نوموړي پوهنځي د فارغانو څخه جذب او وټاکل شول.

له نېکه مرغه اوس مهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ماستر او لیسانس په کچه علمي کادرونه لري، چې د تدريس چارې د يادو کادرونو له خوا په ښه ډول پر مخ وړل کېږي. همدارنګه د پوهنځي د علمي کادرونو تر څنګ په اداري برخه کې د تجربه لرونکي اداري پرسونل په درلودلو سره د پوهنځي اداري چارې هم په ښه او اغېزمنه توګه پرمخ روانې دي.

پيليزهIntroduction

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د هېواد او سيمې د اړتيا له مخې د ننګرهار پوهنتون په اډانه کې په ۱۳۷۲ لمريز کال کې تاسيس شو، چې په هيواد کې د حقوقو ساتنې د ارګانونو لپاره مسلکي او ځوان متخصصين وروزي؛ همدارنګه د قانون حاکميت د پلي کېدا او ټينګښت له لارې زمونږ هېواد د پرمختګ په لور روان شي.

ددې لپاره چې ستراتېژيک نوښتونه په خپل وخت او مهال سره سرته رسېدلي وي، اړينه به وي چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لپاره يو پوهنيز او اکاډميک ستراتېژيک پلان د لاس لاندې ونيول شي، چې ددې پلان پر مټ وکولای شي، چې د نوموړي پوهنځي اوس مهاله او راتلونکې چارې لا پسې پياوړې او سمون ومومي. همدا راز د حقوقو  او سياسي علومو پوهنځی د نړیوالو منل شويو نورمونو او معيارونو په خپلولو سره پوهنيز کادرونه خپلې ټولنې ته د اغېزمن چوپړ په موخه د هېواد په عدلي، قضايي او د ملي اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د قانون د پلي کېدو له مخې د رغنده او مثبتې پرمختيا لامل شي.

د منظور شویو ډيپارټمنټونو شمېر:

نړيوالې اړيکې، حقوق عامه، حقوق خصوصي، حقوق جزاء او جنايي علوم.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د فراغت څانګې:

اداره او دیپلوماسي څانګه- لیسانس دوره

قضاء او څارنوالۍ څانګه- لیسانس دوره

قضاء او څارنوالۍ څانګه- ماسترۍ دوره

د پوهنځي ځانګړتياوې

پوهنځی: حقوق او سیاسي علوم

پته : درونټه/جلال اباد/ ننګرهار/ افغانستان

د اړیکو شمېره: 0786633888

برېښنالیک: rafi.ata@gmail.com

د پوهنځي د تاسیس نېټه: ۱۳۷۲ هـ ل

پوهنځي ته د لومړني ګروپ محصلینو د شمولیت نېټه: ۱۳۷۲ هـ ل

د پوهنځي له خوا د لومړني تحصیلي سند د ورکولو نېټه: ۱۳۷۷ هـ ل

تحصیلي سند  (BA)او Master of Laws)    )

د موسسې نوم: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

د فراغت څانګې: قضا او څارنوالۍ څانګه او د ادارې او دیپلوماسۍ څانګه.

ډیپارټمنټونه: خصوصي حقوق، عامه حقوق، جزا حقوق او جنایي علومو او نړیوالې اړیکې.

د لیسانس محصلینو شمېر: ۸۲۲ تنه نارینه او ۸۲ تنه ښځینه.

د ماسترۍ محصلینو شمېر: (۵۶) تنه نارینه او (۲) تنه ښځینه.

د فارغانو شمېر: د ۱۳۷۷ کال څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې:

۱- اداري او دیپلوماسي څانګه (۱۲۶۶)    ذکور: (۱۲۴۷ )  اناث: (۱۹ )

۲- قضا او څارنوالۍ څانګه ( ۱۲۴۸ )       ذکور: (۱۱۸۳)    اناث:( ۶۵ )

۳ - قضا او څارنوالۍ څانګه ماستري ( ۱۷۰)     ذکور: (۱۵۷)  اناث: (۱۳)

 د علمي کادر غړو شمېر

۱ـ د عامه حقوقو ديپارتمنت شمېر: (۵) تنه

۲- د خصوصي حقوقو دیپارتمنت شمېر: (۵) تنه

۳ـ د حقوق جزا او جنایي علومو دیپارتمنت شمېر: (۵) تنه

۴ـ د نړیوالو اړیکو دیپارتمنت شمېر: (۵) تنه

د پوهنځي د پرمختګ علتونه:

  • ټاکل شوی درسي نصاب په بشپړ ډول د منظم مهال وېش له مخې محصلينو ته تدريس کول.
  • په اړوندو څانګو کې محصلينو ته د حقوقي پوهنيزو زده کړو او سيمينارونو برابرول او د دولتي او غير دولتي ارګانونو سره د اغېزمنو اړيکو درلودل، لکه(A.A.2.J.UNDP/P.R.T.I.L.F-A,Global Rights) او ايشيا فونډيشن، ولايتي شورا، د بشر د حقوقو خپلواک کمېسون، امنيه قومانداني، محاکم، څارنوالي او داسې نور.
  • د تدريسي او اداري پرسونل له خوا د محصلينو سره په بې پرې توګه نېک چلند.

د پوهنځي فعاليتونه (Objectives)

  • د ټاکل شوي درسي نصاب بشپړول او په دې ډول د منظم مهال وېش له مخې محصلينو ته تدريسي چارې پر مخ وړل.
  • په بېلابېلو رشتو او څانګو کې محصلينو ته حقوقي او اداري  پوهنيزو زده کړو ورکول.
  • د لوړو زده کړو د قوانينو په رڼا کې د لیسانس او ماسترۍ تر کچې د حقوقو او سياسي علومو مسلکي کادرونو روزل.
  • د هېواد د بچيانو د علمي او پوهنيزې کچې لوړول.
  • د هېواد د بيارغونې او پرمختيا په برخه کې د ونډې اخيستلو په موخه د کادرونو روزل.
  • د محصلينو د عملي زده کړو په موخه د تمثیلي محکمې او د تمثيلي ديپلوماتيکو او اداري چارو زده کړو پروګرامونه.