ننګرهار پوهنتون کې یوه حلقه ژوره څاه له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۴۹
image

 

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياده څاه د النور په نوم خيريه بنسټ د نږدې سل زره افغانیو په مالي مرسته د ساینس پوهنځي لپاره جوړه شوې ده.

د يادې څاه د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د ساینس او اقتصاد پوهنځیو رئیسانو او استادانو سربېره د النور خيريه بنسټ استازو برخه لرله.

د پرانيستې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنیار قاضي خالد صداقت د النور خيريه بنسټ د مشرتابه مننه وکړه، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي له څاه ګانو را وروسته دا درېیمه ژوره څاه ده، چې د یاد بنسټ له لوري په ننګرهار پوهنتون کې جوړېږي.

پوهنیار صداقت یاده چاره جاریه صدقه وبلله او مرسته کوونکو ته یې د الله تعالی له درباره د اجر او بریاوو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون او ساینس پوهنځي د رهبرۍ له لوري د النور خیریه بنسټ مشرتابه ته د تقدیر په موخه ستاینلیک هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu