ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته (په عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړول) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۹:۱۵
picture

د مسؤلینو په وینا، له دې سيمینار څخه یې موخه د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند تیوریکي درسونو ته د عملي ساحې سره اړیکه ورکول دي.
یاد سيمینار د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند د کارکوونکو چارو عمومي مدیر ښاغلي خوشحال احرار رئیس خېل له لوري د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو لسګونه تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې په داسې حال کې وړاندې شو، چې د یاد پوهنځي د رئیس او استادانو سربېره په کې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل حافظ محمد جمال شینواري د یاد سيمینار په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او د دغه ډول سيمینارونو دایرول یې د محصلینو په عملي زده کړو او روزنه کې اغېزمن وبلل.
نوموړي د ښاغلي رئیس خېل څخه مننه وکړه او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار له موادو او مطالبو اعظمي استفاده وکړي.
د سيمینار په دویمه برخه کې ښاغلي احرار رئیس خېل د موضوع اړوند پرېزنټېشن ارایه کړ،چې په کې عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړولو او اداراتو ته لار پیدا کولو په اړه معلومات وړاندې شول او په یاده برخه کې نوموړي خپلې عملي تجربې د محصلینو سره شریکې کړې.
په پای کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد پوهنمل منصور فقيرزي د سيمینار ارزونه وکړه او هغه یې د محصلینو د ظرفیت لوړونې په اساس مثبت ارزیابي کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

BACK TO NEWS

User account menu