ننګرهار پوهنتون کې د ۱۱ کادري بستونو لپاره له ۸۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۹
Picture

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ سید جمال الدین افغاني، پروان او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو لپاره واخیستل شوه.

د ازموینې د اخیستلو په موخه د لوړو زده کړو وزارت څخه د تقرر او ترفیعاتو ریاست کارپوه نوید احمد احمدي، د یاد ریاست د تقرر او انفکاک آمر زمري خیشکي او د تقرر او ترفیعاتو کمېسون غړي او د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي په ګډون درې کسیز هیئت راغلی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د ممتحنه هیئت سره په ګډه یې د نوموړو پوهنتونونو د مسؤلینو په حضور کې یاده ازموینه واخیستله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې د اخیستلو پر مهال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي هیئت سره په ګډه یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو ۳۹ تنو بې وزله محصلینو سره نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د (HHRD) موسسې له لوري د ( زده کړې ملاتړ پروګرام ) په لړ کې ترسره شوه.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو تالار کې ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له لوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د ساینس او طب پوهنځيو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د ساینس او طب پوهنځیو نویو راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست په موخه جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ او یادو محصلانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۲:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له منسوبینو څخه د دیني زده کړو نصاب ازموینه واخیستل شوه.

یاده تحریري ازموینه ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د هغوی د پوهې کچې او د دیني زده کړو درسي نصاب مؤثریت معلومولو په موخه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS

User account menu