ننګرهار پوهنتون کې د ۱۱ کادري بستونو لپاره له ۸۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۹
Picture

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ سید جمال الدین افغاني، پروان او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو لپاره واخیستل شوه.

د ازموینې د اخیستلو په موخه د لوړو زده کړو وزارت څخه د تقرر او ترفیعاتو ریاست کارپوه نوید احمد احمدي، د یاد ریاست د تقرر او انفکاک آمر زمري خیشکي او د تقرر او ترفیعاتو کمېسون غړي او د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي په ګډون درې کسیز هیئت راغلی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د ممتحنه هیئت سره په ګډه یې د نوموړو پوهنتونونو د مسؤلینو په حضور کې یاده ازموینه واخیستله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې د اخیستلو پر مهال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي هیئت سره په ګډه یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu