ننګرهار پوهنتون کې (د بين الرشتوي څېړنو له لارې د علمي رهبرۍ او ځواکمنتوب پراختيا) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۳:۵۷
picture

ياد علمي سيمينار په انګليستان کې د بولټن پوهنتون پروفيسر دوکتور عمران حُسين خان له لوري د ننګرهار پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځيو د څېړنې کمېټو مسؤلينو او يو شمېر استادانو ته وړاندې شو.
له دې سيمينار څخه هدف د نړيوالو علمي او څېړنيزو مراکزو سره د پوهنتون د اکاډميکو اړيکو پراختيا، د څېړنيزو فعاليتونو او علمي هڅو کيفيت او مؤثريت ښه کول، د استادانو څېړنيزو مهارتونو او علمي رهبرۍ ته وده ورکول او په ټوله کې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د پوهنتون د مطرح کېدو لپاره ګټور اقدامات ترسره کول و.  
د سیمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د سيمينار پر اهميت او ګټو خبرې وکړې او د يادې موضوع له ارايه کوونکي پروفيسر يې مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون بلنه يې ومنله.
نوموړي د څېړنيزو فعاليتونو په پراختيا او نوښتونو ايجاد باندې ټينګار وکړ او نړيوالو معيارونو ته د رسېدو او علمي رهبرۍ تقويت په برخه کې يې د پوهنتون د ھڅو يادونه وکړه.
د انګليستان د بولټن پوهنتون پروفيسر دوکتور عمران حُسين خان د موضوع د تشريح پر مهال وويل: د بين الرشتوي څېړنو له لارې د علمي رهبرۍ او ځواکمنتوب پراختيا موضوع نړيوالو هېوادونو ته زيات اهميت لري او بېلابېلې پېچلې ستونزې يې د همدې لارې حل کړي دي.
نوموړي دغه راز د سيمينار موخه، اهميت، بين الرشتوي څېړنو تعريف، ګټې، علمي رهبرۍ مفهوم، د څېړنو نړيوال معيارونه، د ځواکمنتوب پراختيا لارې چارې، عملي مثالونه، تجارب، مشورې او نور مسايل شريک کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu