ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون کې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې له بيا رغونې او په عصري وسايلو تجهيز کولو وروسته پرانيستل شوې.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۲۰
image

 

د ننګرهار پوهنتون په تدريسي روغتون کې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې چې يوه مياشت وړاندې يې د بيا رغونې چارې پيل شوې وې ، چارې يې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار يوهنتون رئيس پوهاند ډاکتر خليل احمد بهسودوال ، د محصلانو چارو مرستيال سيد قاسم هاشمي ، ننګرهار طب پوهنځي رئيس پوهنوال ډاکتر عبدالعظيم عظيمي ، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو ، د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال، د فاطمة الزهرا روغتون آمر فضل الله سيرت ، د پښتورګو روغتون آمر ذبيح الله رؤف او سرطبيب يې ډاکتر واقف نيازي، د جراحي مشر استاد پوهاند ډاکتر عبدالرؤف حسان، د عامې روغتيا د حوزوي روغتون څخه د عصبي جراحي څانګې شيف ډاکتر ضميرالدين خالد ، د اورتوپيدي آمر ډاکتر فضل هادي عظيمي ، ډاکتر يعقوب شينواري ، ډاکتر ناصر ودير صافي ، د تدريسي روغتون آمرينو ، اداري پرسونل او د طب د برخې لويو نومونو او استادانو ګډون درلود.

په دغه پرانيست غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکتر خليل احمد بهسودوال د تدريسي روغتون د رئيس د ترسره کړو فعاليتونو ، تدريسي روغتون کې د روانو ساختماني چارو او راتلونکو پلانونو ستاينه وکړله او ويې ويل، په تدريسي روغتون کې له عمومي جراحي څخه د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګو جلا کول به د طبي خدماتو پر کيفيت او ناروغانو ته د ډاکترنو له لوري پر وخت او ژر لاسرسي کې مثبته اغېزه ولري او دا اقدام يې د طبابت په برخه کې د ځان بسيا کېدو پر لور د پرمختګ يو ګام وګڼلو.

غونډه کې د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال وويل، د چارو د ښه تنظيم ، ناروغانو ته د پراخه معياري او باوري خدماتو ترسره کولو او محصلينو ته په جلا او ارامه فضا کې د زده کړو مطمئين چاپيريال برابرولو په موخه يې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې له عمومي جراحي څخه جلا کړلې.

د تدريسي روغتون د رئيس په وينا، د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګو لپاره يې دا ودانۍ د (ICRC) له هغې بوديجې بيا ورغوله ، کومه چې د تدريسي روغتون د ورځنيو لګښتونو لپاره ورکوي.

پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال راغلو مېلمنو ته د پرېزېنټېشن په شکل روغتون کې د وروستيو دريو مياشتو ترسره کړيو ساختماني کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل ، راتلونکي کې پلان لري چې د بهرنيو موسساتو په مالي ملاتړ او مرسته د نسائي ولادي عمليات خونې او (ICU) ، د نسائي ولادي لپاره وړکتون ، جراحي څانګه ، د نويو زېږېدلو کوچنيانو څانګه ، د روغتون په کچه يو کتابتون ، دوبي خانه ، د اسنادو لپاره ارشيف ، Endourology او Incinerator په اساسي ډول جوړولو تر څنګ به لابراتوار کې د الکترولايتونو او هارموني معايناتو خدمات برابر کړي.

د غونډې په لړ کې پوهاند ډاکتر حيات الله احمدزی، پوهاند ډاکتر ايمل شيرزی، پوهنيار ډاکتر فرهاد اول خېل او د تدريسي روغتون اجرائيه مدير مولوي محمد نظير وزيري تدريسي روغتون سره د هر اړخيزو همکاريو او ترسره کړيو مثبتو کارونو له کبله په ستاينليکونو ونازول شول.

بايد ياده شي چې ننګرهار تدريسي روغتون کې نوې افتتاح شوې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې د هېواد په کچه په مجهزو طبي وسايلو او ماشينونو سمبالې دي ، مجرب او پياوړي ډاکتران لري چې هېوادوال ورته مراجعه کولی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu