ننګرهار پوهنتون او جلال اباد ښاروالۍ تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۵
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به دواړه ادارې په علمي، تحقیقي، ښوونیزو او نورو مسلکي برخو کې او همدارنګه د ښاري فرهنګ دودولو لپاره په ګډه کار کوي.

په همدې مناسبت د پوهنتون په ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او استادانو سربېره په کې جلال اباد ښاروال او د ښاروالۍ یو شمېر مسؤلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: ننګرهار پوهنتون په لويه کچه علمي کادرونه او بشري ځواک لري، چې د مسؤليت او رسالت له مخې بايد په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلي او په ياده برخه کې مثبت رول ولوبوي.

نوموړي وويل: د جلال اباد ښاروالۍ سره د شوي تفاهمليک له مخې به دواړه ادارې په علمي، تحقیقي، ښوونیزو او نورو مسلکي برخو کې او همدارنګه محصلینو ته د عملي زده کړو فرصت برابرولو او د ښاري فرهنګ دودولو لپاره په ګډه کار وکړي.

پوهاند بهسودوال د ښاروالۍ مسؤلينو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون استادان او محصلين به د خپل پوهنتون او په ټوله کې د جلال اباد ښار په نظم او پاکۍ کې له ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار کوي.

جلال آباد ښاروال فیصل احمد امیري د پوهنتون له مشرتابه د مننې ترڅنګ وويل: د ننګرهار پوهنتون استادانو له دې وړاندې هم د ښاروالۍ مشورتي شورا په چوکاټ کې له مونږ سره مرسته کړې، چې اوس به دا لړۍ لا پياوړې شي.

د غونډې په پاى کې د دواړو ادارو مشرانو په ۱۱ مادو کې ترتيب شوى تفاهمليک لاسليک کړ. د تفاهمليک د موادو له مخې به ننګرهار پوهنتون له جلال اباد ښاروالۍ سره د ښار د نظم، ودانيزو نقشو، پاکۍ کمپاينونو، د ښاري فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو، د عوايدو راټولولو شفاف سيستم او سرچينو پيدا کولو او نورو بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي. دغه راز جلال اباد ښاروالي به د پوهنتون يو شمېر محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابروي او د پوهنتون په ښکلا، پاکۍ او سرسبزۍ کې به فعاله ونډه اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu