ستراتیژیک پلان



 

 

 

 

 

 

 

image

 

 

 

 

 

د کمپیوټرساینس پوهنځی د (۱۳۹۶ – ۱۴۰۰) ستراتېژیک پلان

 

ترتیبوونکي:

د کمپیوټرساینس پوهنځی پلان اوپالیسي کمېټې غړي

 

تائیدونکي:

د پوهنځی علمي شورا منشي / مشر             (                          )

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا منشي / مشر (                          )

                  

د ننګرهار پوهنتون رئیس                           (                            )

 

 

                       

 

د مطالبو فهرست

عنوان                                                                                                                

پيژندنه.. 1

ليد لوری... 2

رسالت.... 2

ارزښتونه.. 2

حکومتولي... 2

د رهبرۍ پروګرامونه.. 2

د فساد پر ضد مبارزه. 2

اداری بيوروکراسی..... 3

د عملياتي پلان تايدول.. 3

د څارنې او ارزونې پياوړي کول.. 3

تواميتونو پراختيا. 3

د مرستو جذبول.. 4

د جندر مسايل.. 4

دعمده ستراتیژیکو موخولاسته راوړلولپاره اټکل شوی پلان.. 4

علمي او کاډميک پروګرامونه.. 5

په علمي کادر کې وړ او مسلکې استادانو ته پراختيا ورکول.. 5

د علمي کادر غړو ظرفيت لوړول.. 5

علمي څيړنه او پلان جوړونه.. 5

د نصاب پراختيا. 6

د کيفيت تضمين او اعتبار ورکول.. 6

د ښونيز موادو چمتو کول.. 7

د برېښنايي زده کړو پروګرامونه.. 7

معلوماتي ټيکنالوژۍ ته لاسرسی..... 7

لوړو زده کړو ته لاسرسی..... 7

لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی..... 8

لوړو زده کړو ته د ښځينه ؤ پراخه لاسرسی..... 8

د کرېدت سيستم پياوړتيا او پلی کول.. 8

د زده کړيالانو لپاره د خدماتو او اسانياوو پياوړتيا. 8

زيربناوې... 9

(SWOT)  تحليل.. 9

قوت (Strength). 9

ضعف (Weakness). 9

فرصتونه (Opportunities). 10

ګواښونه  (Threats). 10

د پوهنځی موخې او اهداف.... 10

د کليدی کړنو د شاخصونو په نظر کې نيولو سره د څانګې ستراتيژک اهداف او موخې.... 10

خطرات... 11

د چاپيريال اغيزی... 11

مثبت ټکي:. 11

منفي ټکي:. 11

پايله.. 11

 

 

 

 

 

 

 

پيژندنه

    داچي اوسمهال د معلوماتي ټکنالوجۍ عصر دی او د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په مټ ټوله نړۍ په یوه  کوچني کلي بدله شویده، همدارنګه کمپیوټرساینس دتاریخ په اوږدوکی بیلا بیل پړاوونه تیر کړي دي.  په معاصر وخت کې کمپیوټرساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ ته ډیر اوچت ارزښت ورکول کیږي چی دعامه خدماتو عرضه او ورځنۍ چاري برښنائي کول او اتومات کول یوه اړینه دنده ده. معلوماتي ټکنالوجي دبروکراسی مخنیوی کوي او چاري چټکي کوي. کمپیوټرساینس نن ورځ داجرایی بڼي څخه پرته دیوعلم په توګه هم مطرح دی. د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ علمی څیړني اواکاډمیکي هڅي چټکي شویدي او په اړونده چارو کې ډیر مؤثریت او سهولت رامینځ ته شویدی، ادارات  دنوي مدیریت د طرزپه مرسته له پخواني زاړه شکل څخه  را ایستلي اودیوه علمی مدیریت بڼه یی ورکړي ده.  د کمپیوټرساینس پوهنځی لپاره روزل شویو دعامه سکتور کارکوونکواومدیرانوته اړتیاده. دغه اړتیا د پوهنتون اوعلمی مرکزله خوابشپړیدای شي. له همدی امله نن ورځ کمپیوټرساینس د اکاډمیک  دسپلین په توګه مطرح دی. دهغی دمؤثریت درجه په اداري اجرأتوکې دسنجش معیارونه شتون لري. په دغه ټوله پروسه کی ګڼ شمیرپوهانواوڅیړونکو هلی- ځلی  کړي اودنن ورځي پرمختللی اوعلمی تحقیقات یی دبشپړوالي لوړومدارجو ته رسولي دي.  دولتونه غواړي چی  د استحکام، اغیزمنتوب، اصولی والي اومسلکی توب په خا  طردکمپیوټرساینس علمی اړخ پیاوړی کړي، نوځکه دهمدي موخي لپاره دڅیړنومراکز اوپه پوهنتونوکې اکاډمیک واحدونه تشکیل شوي دي. دادی په افغانستان کې هم په ډیرو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د کمپیوټرساینس  پوهنځی تاسیس شوي دي،  چی باید مسلکی متخصص کادرونه وروزي.

    نن ورځ ملی دولتونه داتباعودغوښتنو او د هغوی د رضایت دحاصلولو مسؤلیت لري. دعامه ملکی خدماتوبهبود  د نن ورځي بشري ستره تقاضا ده. علمی څیړنوښودلي چی ددولت کارکوونکي هغه وخت په خپلوچاروکی بریالي اوګړندي دي چی په علمی توګه دعلمي اداري پرمخ بیولو لپاره مجهز وي. اوس مهال دزاړه او اوپخوانی اداري سیستم ځای نوی او پرمختللي سیستم چي د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمټ ولاړ کمپیوټري سیستمونه دي، هغوی نیولی دی، په همدی خاطردولتونو  دمدبرو، آبرومندو،  دلوړپرستیژ لرونکو اودغوره مثمریت لرو نکوسراسري پیاوړومؤسسوپه توګه تبارزموندلی دی، چی اتباع یی نه یواځي ورڅخه رضایت لري، بلکی دیوه سازماندهی شوي ارګانیزم په توګه متحده ټولنه جوړوي. دهمدی اهمیت له مخی دمسلکی متحصصینودروزنی لپاره دکمپیوټرساینس دپوهنځیوایجادول احساس اودادی دغه پوهنځی تاسیس شول. په دغه مقاله کی دکمپیوټرساینس اهمیت اودهغي راتلونکي روښانه شوي ده.

    دا چي د کمپیوټرساینس پوهنځی ځوان پوهنځی دی او تر اوسه پوري يي د یوي عمومي څانګی په توګه ټولني ته د خدمت په موخه نهه دوري فارغان وړاندي کړیدي، اوس مهال له نیکه مرغه په یاده پوهنځی کې دري څانګی چي عبارت له د سافټوير انجنيرنګ، ډيټابيس او معلوماتې سيستم، او نیټورکنګ او کمیونیکیشن په رسمي بڼه  په ۱۳۹۳ هـ ل کال کی  ایجاد او په فعالیت يي پیل وکړ، د یادولو وړ ده چي په کال ۱۳۹۵ کې په رسمي بڼه د کانکور آزمویني څخه د څانګو په تفکیک محصلین راپیژندل شویدي او په کال ۱۳۹۸ کې به د څانګو په تفکیک سره ټولني ته ځوان علمي کدرونه وړاندي کړي.

یاد پوهنځی له کیفي پلوه مشبوع ده خو له کمي پلوه نورو علمي کادرونو ته هم اړتیا لري، د یادولو وړ ده چي  اوس مهال په  دغه پوهنځی رسماً  (۱۹)  دعلمی کادر غړی شتون لري، عملاً  تنظیم شوی درسی نصاب لري، دفتری لوازم، فرینچر، د دفتر ددوسیو سیستم، لرليد مامويریت یی چمتو شوی دی، استادان  د پوهنځی او پوهنتون په مهمو کمیټو کې غړیتوب لري او د  علمی تجربو د تر لاسه کولو او ټریننګ لپاره کابل ته تللي، اود یوشمیر کنفرانسونو په خاطرهند ، سویډن ، او جرمني هیوادونو ته  تللي  او په خپل څانګې او پوهنځی کې  یي  هم دبهرنیو استادانو له خوا لازم ټریننګ تر لاسه کړی دی.

زموږ لومړنی تجربی ښکاره کوي چی  له همدی اوس څخه ددغه ‌پوهنځی درسی پروسه چی  اوسمهال دڅلورو سمسترونو پروګرام سمستری سیستم دی او په پام کې ده چي په کال ۱۳۹۷ کې  ټول د کریدت په سیستم سره پیل وکړو، ښه روانه ده، خو د پوهنځی د ځوانو علمی کادر غړو او اداری پرسونل هلي ځلي په نه ستومانه کیدونکي توګه  رواني دي او چاري  يي لا زیاتي  سمبالیږي.  ددي مقصد لپاره د یوی  ستراتیژیک پلان یا برنامی موجودیت ته اړتیا ده، څرنګه چي ستراتيژي باید د پوهنتون، د پوهنځی، او یا حد اقل څانګې په سطحه جوړه شي او هره پوهنڅی باید یو ځانګری پلان ولري خو د ځان آرزوني کمیټي د تأکید او توصيي په اړه په همدی منظور  دپوهنځی علمی  شورا و پتییله چی  یوه ستراتیژیک پلان د لارښود سند په توګه تدوین او وروسته د هغي مطابق اجراات پرمخ یوړل شي.

 

 

ليد لوری

په معاصرو مهارتونوسمبال د مسلکی ظرفیتونو روزلو په موخه موجوده ټولنی په معلوماتی ټولنی بدلول .

رسالت

د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټرساینس اداره د یو علمي کانون په توګه دیته ‌ژمنه ده چی د معلوماتي ټکنالوجي په برخه کی په نړیواله اوعلمي کچه فارغان ټولنی ، سیمی او نړی ته په دولتي او خصوصي  سکتورونو کی د خدمت د ترسره کولو لپاره وروزي او د ننی وخت او مهال د غوښتنی اړوند د با تجربه پوهنتوني استادانو په درلودلو سره ورکړي.

ارزښتونه

  • په زده کړو او خدماتو کې بهتروالي
  • اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت
  • مشارکت او غير متمرکزوالي
  • شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه په پام کې نيول
  • پلټنې او نوښتونه
  • د ساينسي او اکاډميکو لاسته راوړنو قدرداني
  • د هيواد د اوسيدونکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول

حکومتولي

دکمپیوټر ساینس پوهنځی اداري جوړښت په رآس کې د پوهنځی رئیس قرار لري. د دې تر څنګ، یاد پوهنځی  د ۱۹  استادانو  لرونکي دی  چې اړونده پوهنځی د  رئیس لخوا اداره کيږي چې اړونده چارې په اغيزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځې رئیس  په پام کې لري چې د لا اغيزمنتيا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهير تل څاري.  یاد پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسو او د هيواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقرري او لوايح رعايتوي.

د رهبرۍ پروګرامونه

  • د اړتياوو په نښه کول او د رفع کولو لپاره يې کوښښونه
  • ستونزو او ګواښونو ته رسيدګي
  • د کارشکنۍ، تعصب او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه
  • د مراجعينو، استادانو، کارمندانو او محصلانو شکاياتو ته په وخت رسيدګي کول.
  • مسئولينو ته د کوښښنو، نوښتونو، مسئوليت منلو او صادقانه او شفاف خدمت کولو لپاره انګيزه ورکول.

 

د فساد پر ضد مبارزه

دا چې فساد يوه شومه پديده ده او د پرمختګونو د مخنيوي لامل ګرځي، پوهنځی په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنيوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنيوي اړوند ټولييز پوهاوي
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوايحو او قوانينو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنځی کې د فساد اړوند مواردو معالومول او ورته حل لارې پيداکول
  4. د پوهنځی  ټولو ټولګيو څخه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رايجول او پلي کول
  6. دفتري چارې کمپیوټرایز کول
  7. د ملي وحدت پر وړاندې د ستونزو او ننګونو له منځه وړل  او د ملي يو والي د پياوړتيا په موخه د علمي پروګرامونو پلي کول
  8. د هر ډول غير قانوني کړنو مخنيوي کول

اداری بيوروکراسی

په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې اداري یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بیا په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنتون تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې ترسره کړي:

  • د معلوماتي ټکنالوجي پر مټ د پوهنځی ادارو نښلول
  • په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لمنځه وړل
  • د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول
  • په علمي چارو ګمارل شویو اشخاصو ته د مسولیت په پام کې نیولوصلاحیت سپارل

د عملياتي پلان تايدول

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، دپوهنځی د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  • د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  • د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  • د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  • عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو کړنو راپورونو ترتیب او وړاندې کول
  • د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول

د څارنې او ارزونې پياوړي کول

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت یو اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سم پر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنتون له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  • د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل
  • د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
  • د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول

تواميتونو پراختيا

علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د څانګې سره ډېره مرسته کولی شي. دکمپیوټرساینس پوهنځی په تېرو دوه کې د بيلابيېلو ملي او نړيوالو پوهنتونونو او ادارو سره د تواميتونو ترسره کولو لپاره اړيکې نيولی او جريان لری.  پوهنځی په راتلونکو کلونو کې د روان تواميتونو د ترسره کول او ساتلو او همدارنګه د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب پوهنځی شموله کمېټه ایجادول
  • په یاده کمېټه کې د نړیوالو تجربو لرونکو  او ژمنو کادري غړیو ځای پر ځای کول
  • یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول
  • د یادې کمېټې چارو ته پوره پام لرنه او پراختیا ورکول
  • د یادې کمېټې پر هڅو د امکان تر برېده د نړیوالو او سیمه ییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول

د مرستو جذبول

په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د کمپیوټرساینس پوهنځی هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  • د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول
  • له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
  • کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
  • د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د څانګې په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
  • په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په علمي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
  • د پوهنځی د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول

د جندر مسايل

د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
  • د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصیلینو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
  • د بشري ځواک د ګمارنې په برخه کې ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده پاملرنه زمینه برابرول
  • د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا

دعمده ستراتیژیکو موخولاسته راوړلولپاره اټکل شوی پلان

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس دکمپیوټرساینس پوهنځی د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي.

  • دعلمي کادرونو لپاره دلوړوزده کړوزمینه برابرول:
  1. په هرکال کی لیسانس استادانو دماستري پروګرام ته له هیواده بهر او دننه  لیږل        (۱۳۹۸-  ۱۴۰۰)
  2. په هرکال کی درېوماستر استادانو ددوکتورا پروګرام ته له هیواده بهر او دننه  لیږل      (۱۳۹۸-  ۱۴۰۰)
  • د نویو څانګو ایجاد:
  1. د کمپیوټر انجینرينګ څانګه                                                                     (۱۳۹۹)
  2. د عمومي څانګه ایجاد چی استادان یی دپوهنتون شموله دکمپیوټرمضون تدریس کړي              (۱۴۰۰)
  • د شپې پروګرامونو ایجاد:
  1. دنټورکنګ او کمیونیکیشن څانګه کی دشپی برنامي ایجاد                           (۱۳۹۹)
  2. دیتابیس او معلوماتي څانګه کی دشپی برنامي ایجاد                                   (۱۳۹۹)
  3.  سافتویرانجینري څانګه کی دشپی برنامي ایجاد                                         (۱۳۹۹)
  4. د کمپیوټر انجینرينګ څانګه کی دشپی برنامي ایجاد                                   (۱۴۰۰)
  • د بورسیو لاسته راوړل                                                                                                              (۱۴۰۰-۱۳۹۷)
  • د څېړنې معیاري کول                                                                                                               (۱۴۰۰-۱۳۹۷)
  • د ښوونیزو ورکشاپونو او ټریننګونو دایرول                                                                                (۱۴۰۰-۱۳۹۷)
  • د نویو علمي او څېړنیزو مجلو او ژورنالونو تاسیسول                                                 (۱۴۰۰)
  • علمي نصاب د مارکیټ او بازار غوښتنو سره عیارول                                                                 (۱۴۰۰-۱۳۹۷)
  • د کتابتون معیاري کول                                                                                             (۱۳۹۹)
  • دپوهنځی نوی وداني                                                                                                 (۱۴۰۰)
  • دپوهنځی اوسنی ملکیت دخپل کولو لپاره دهیوادد رییس جمهور  نه حکم آخستل  (۱۳۹۹)
  • د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استادانو ( Visiting Professors ) رابلل او محصلانوته د Exchange program   برابرول                                                                                                                (۱۴۰۰)
  • د IoT  او Cisco  مجهز لابراتوار جوړول                                                                  (۱۳۹۹)
  • دنویو کادری استادانو تقرر                                                                                       (۱۴۰۰-۱۳۹۸)

 

علمي او کاډميک پروګرامونه

د علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، کمپیوټرساینس پوهنځی په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځی په توګه بېلابېل ساینسي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

په علمي کادر کې وړ او مسلکې استادانو ته پراختيا ورکول

دا چې دکمپیوټرساینس پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  • د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  • د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  • په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  • په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  • د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخستل
  • د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

د علمي کادر غړو ظرفيت لوړول

د اداری او علمي پروګرامونو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، دکمپیوټرساینس پوهنځی د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  • د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  • د شته مسلکي او منلو کادرونو څخه د څانګې، پوهنځی، او پوهنتون په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  • د پوهنځی پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
  • د پوهنځی د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه
  • په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول
  • د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو په اړه د اداري پرسونل روزل
  • د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو برابرول
  • پوهو او وړ استادانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول

 

علمي څيړنه او پلان جوړونه

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د څانګو او علمی برنامو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د کمپیوټرساینس پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  • د پوهنځی او څانګو په کچه د څېړنو یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  • د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
  • دنړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره د مرستو جلبول
  • د شته لابراتورونو تجهیز او رغونه
  • د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  • د پوهنخي څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  • د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
  • د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.

د نصاب پراختيا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، علمي پروګرامونه اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي.  پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  • د پوهنځی اوڅانګو په کچه د کریکولم د کمېټو پیاوړي کول
  • د کریکولم کمېټي غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
  • د پوهنځی او څانګو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  • د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  • له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
  • نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  • له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  • له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  • د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي کادرونو څخه راپورونه راټولول
  • د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتيژيک پلان يو هدف د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود په OBE) د موخو په اساس زده کړې) او SCL) شاګرد محوري) بدلول دي

د کيفيت تضمين او اعتبار ورکول

علمي برنامو د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. کمپیوټرساینس پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  • د ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
  • په ملي او بین المللي کچه پوهنځی د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  • د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول
  • په ټولنه کې د پوهنځی د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  • په پوهنځی کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  • د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  • د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو علمي برنامو سره همغږې
  • په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  • د پوهنتون د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو پوهنځیو او څانګو سره همغږي
  • د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  • محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول

د ښونيز موادو چمتو کول

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې او باور تر لاس کول وي. کمپیوټرساینس پوهنځی په راتلونکو کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  • د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  • د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  • په پوهنځی کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  • د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه

د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه علمي پروګرامونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار علمي پروګرامونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره علمي پروګرامونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې علمي پروګرامونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځی په راتلونکو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختیا ورکول
  • د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  • د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  • د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  •  ټولو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول

معلوماتي ټيکنالوژۍ ته لاسرسی

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې علمي پروګرامونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی هم معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  • زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  • د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  • د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  • د محصلينو لپاره کمپيوټر ليبونو جوړولو هڅه کول تر څو معلوماتې ټيکنالوژی ته لا زيات لاسرسی ولری

لوړو زده کړو ته لاسرسی

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د پوهنتونونو لخوا وړاندې کېږي. د کمپیوټرساینس پوهنڅي لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه د سهار او له وخته وروسته پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنڅي په راتلونکو کلونوکې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معالومات وړاندې کول
  • له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول
  • د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرام عيارول

لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  • په پوهنځی کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
  • خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
  • عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول
  • د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول

لوړو زده کړو ته د ښځينه ؤ پراخه لاسرسی

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. د کمپیوټرساینس پوهنځی د لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
  • ښځینه محصیلینو ته د څانګې په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
  • ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي،
  • د جلا درسي ټولګیو چمتو کول
  • د ښځینه استادانو په علمي کادر بستونوکی شاملول

د کرېدت سيستم پياوړتيا او پلی کول

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  • د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  • د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
  • په ټولوڅانګو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  • د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  • د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  • د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  • د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  • د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPA په سیستم برابرول

د زده کړيالانو لپاره د خدماتو او اسانياوو پياوړتيا

پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنتون د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  • محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
  • سپورتي اسانتیاوې برابرول
  • محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
  • د وېبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معالومات په واک کې ورکول
  • د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
  • د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  • محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو تمثیلي پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
  • د پوهنتون د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو (ښځینه او نارینه) لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول
  • د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني سهولتونو پراختیا ورکول
  • په پوهنځی کې د اړوندو لابراتوارونو کیفیت او خدماتو ته پراختیا ورکول
  • محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
  • په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول

زيربناوې

پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چې په پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنځی د زېربناوو د پراختیا په موخه د پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  • د کمپيوټر ساينس پوهنځی لپاره د نوی ودانیۍ جوړول
  • اوسني تعمير د پوهنځی لپاره د وقف کولو لپاره هڅي کول
  • د کنفرانس خوني جوړول
  • د بیلابیلو څانګو پوری مربوط بیل بیل مجهز کمپيوټر ليبونه، دهاردویرمجهزلابراتوار جوړول
  • د پوهنځی د زيربناوو ساتنه او څارنه

 (SWOT)  تحليل

ستراتېژیک پلانونه د علمي پروګرامونو ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو علمي پروګرامونه خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنځی د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چې په نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. کمپیوټرساینس پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

قوت (Strength)

ضعف (Weakness)

  • ستراتیژیک جغرافیوی موقعیت او د ختیځ زون په مرکز کې شتوالی
  • د پوهنځی ټول استادان ځوانان دي چې د استادانو عمرونه ئي د ۲۵ او ۴۰ کلونو په مینځ کې دي
  • د لوړو صلاحیتونو لرونکو ، مجربو او ژمنو استادانو او اداری پرسونل لرل
  • د ماستری د پروګرام څخه د راستانه شویو ځوانو او باانرژي استادانو لرل
  • دبیلابیلوڅانګواو زیات زحمتکشو  محصلینو لرل
  • په ټولنه کې معلوماتي ټکنالوجۍ د شوق او ذوق شتون
  • د فارغو محصلینو وړتیا او د ګمارنی لپاره مناسب امکانات
  • د استادانو او اداری تر مینځ ښه هماهنګي او د ارتباطاتو (کميونيکېشن) په ډيره ښه توګه پر مخ تلل

 

  • د کافی شمیر استادانو او د هغوی لپاره د بستونو کموالی
  • د ماسترۍ درجو لرونکو استادانو د شمیر کموالی
  • ددکتورا لرونکو استادانو نشتوالی
  • د علمی لوړ رتبه استادانو نشتوالی
  • د څیړنیز مرکز نشتوالی
  • د معیاری  تدریسی او اداری تعمیرونو کموالی
  • د معیاری لابراتوارونو نشتوالی
  • د ښځینه محصلینو کموالی
  • د نشراتو او تبلیغاتو د پروسی نیمګړتیاوي
  • د کریدیت سیستم په پوره توګه نه تطبیق
  • د ترانسپورتی وسایلو نه شتون
  • د کمپیوټرساینس په اړه د عامه اګاهي نه شتون

 

فرصتونه (Opportunities)

ګواښونه  (Threats)

  • په بهرنیو هیوادونو کې د استادانو او محصلینو لپاره د زده کړی فرصتونه
  • هیواد ته د کادرونو بيرته ستنیدل
  • دښځینه محصلینو لپاره خاص فرصت د فاصلی له نګاه څخه د پوهنځی (موقیعت په ښار کي)
  • د ځوانو کادرونو په واسطه د نورو زده کړو فرصتونه
  • د ظرفیتونو لوړولو فرصتونه
  • د پوهنځی د نوی تعمیر لپاره د بودیجی وعدی
  • دلوړ رتبه استادانو نشتوالی
  • د مالی او اداری استقلالیت نشتوالی
  • دولتی پیچلی اداری سیستم
  • د ښځینه محصلینو په وړاندی ټولنیز خنډونه
  • د نارینه او ښځینه محصلینو د شمیر ترمنځ ناانډولتوب
  • د محصلینو ورځ په ورځ زیاتیدونکی شمیر او د امکاناتو کموالی
  • دپوهنځی اوسنی تعمیر په سر جنجال
  • د مناسبو درسي خونو نه شتون

 

 

د پوهنځی موخې او اهداف

د کمپیوټرساینس پوهنځی ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  دکمپیوټرساینس پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  • د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر علمي پروګرام رامنځته کول
  • د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دمعیاري ودانیو ،مادي او کاري وسایلو برابرول
  •  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول
  • د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
  • د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپاره پیدا کول
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت،  تمویلونکویا ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د دپوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  • د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل
  • د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول

د کليدی کړنو د شاخصونو په نظر کې نيولو سره د پوهنځی ستراتيژک اهداف او موخې

د کمپیوټرساینس پوهنځی ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. ننګرهار پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  • په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
  • د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول
  • د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز مرکز درلودل
  • په راتلونکو پنځه کلونو کې له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار ترلاسه کول
  • په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د سیمې له علمي پروګرامونو سره سالمې سیالۍ ته چمتوالی

خطرات

د نورو ادارو په څېر علمي پروګرامونه په ټولنه کې د یو لړ خطراتو او ګواښوونو سره مخامخ کېږي. که چېرې په پلان کې ورته په پوره پاملرنه ونشي، شونې ده، چې د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ شي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  • په پوهنځی کی دڅانګوپوری مرتبط مجهز کمپيوټر ليب نه شتون
  • د هېواد خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د استادانو او محصلینو نه خونديتوب
  • د عوایدو کموالی
  • د بودیجې په ترلاسه کولو او قراردادونو په اجراء کې نه صلاحیت
  • د خصوصي سکتور د علمي پروګرامونو په پراختيا کې کم رنګه ګډون

د چاپيريال اغيزی

د نورو ادارو په څېر علمي پروګرمونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنتون په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي.که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي،شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوینه کوي

مثبت ټکي:

  • پوهنځی د جلال آباد ښار په ۱ ناحیه، د سپين غر هوټل شاته سيمه کې ودان دی
  • پوهنځی په سیمه کې د موثرې زده کړې لپاره د مناسب موقعیت او پراخې ځمکې لرونکی دی.
  • پوهنځی د هېوادوالو د سالمې روزنې لپاره په کافي اندازه ځمکه لري.

منفي ټکي:    

  • پوهنځی د مرکزی پوهنتون څخه پر لری والي د چارو په انسجام کې له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي
  • پوهنځی په کافې اندازه اداری خوني نه لری
  • د معیاري تدریسي، اداري، او نورو عملي پروګرامونو لپاره د ودانیو کموالی
  • د پوهنخي له اداري او تدریسي چاپېریال سره د استادانو او مامورینو د فامیلو نژدیوالی، چې د اداري او تدریسي بهیر د ټکني کېدو لامل ګرځي.

پايله

دغه ستراتېژیک پلان چې د ( ۱۳۹۶ – ۱۴۰۰ ) کال لپاره چمتو شوی دی، دکمپیوټرساینس پوهنځی هڅه کوي چې په کې پر ځای شوی مواد په خپله ټاکلې نېټه عملي کړي. پوهنځی به کوښښ وکړي چې پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت  او نور مرستندویان وهڅوي چې د پوهنځی د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د پوهنځی د ځوانانو استادانو کوښښونه پوهنځی ته د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي دي.