ستراتیژیک پلان

د ۱۳۹٤ – ۱۳۹٨ کلونو ستراتیژيک پلان

سریزه:

د يوې ټولنې  پرمختګ او همدارنګه د یوي هوسا  او سالمي ټولني د جوړیدو لپاره چي تر څو د هغی ټولني ټول وګړي وکولای شي له عامه دولتی خدماتو څخه برخمن اوسی، عدالت تامین وی، قانون نافذ او دهیواد ټول اتباع پرته له کومي ویري او ستونزو څخه ژوند وکړي او په دي ژوند کي ددوی ټول اساسی حقوق تأمین وي  او همدارنګه اداری چاری په ښه شکل ترسره او ښه اداری کدرونه وروزل شی، نو ددي هدف د ترلاسه کولولپاره د پوهنتونو په چوکاټ کي دعامه اداره او پالیسی پوهنځی ته ځای ورکړل شوي دي.

د هر علم اهمیت د هغه علم د مورد نظر موضوع څخه معلومیږي، بناءً ټولو ته ښکاره ده چي اداری  علوم د انسان د ضرورت وړ علومو له جملي څخه یو با اهمیته علم دي.

د عامه اداره اوپالیسی  پوهنځي نوم ته که فکر وشي  عامه اداره او پالیسی  دوه بیلابیلو جالبو کلماتو څخه جوړ دی چي یو يي عامه اداره یعني د ټولو اداره چی هر شخص د جامعی پکی حق لری یعني د حکومت چلولو او د قدرت د تعمیل په معنی سره دی او بله هم عامه پالیسی کلمه ده چی معنی یی د پالیسی جوړول او همدارنګه داسی کدرونو روزل چی وکولای شی په ښه شکل سره د خپل هیواد لپاره پالیسی ګانی جوړی کړی . دا په دي معنی چي د یو ټولني د نظم د راوستلو او د بي نظمیو د مخنیوي لپاره  مدبر او با کفایته مدیریت  لومړنی شرط دی، چي دعامه اداره او پالیسی پوهنځی  د همدی ډول  زده کړو ځای دی.

  ښه حکومتولی( Good Governance) او د سالم او اصولی مدیریت  رامنځته کول یو مهم ضرورت دی، دا په دی معنا چی یواځی او یواځی یو ښه حکومت په یوه ټولنه کي د قانون تطبیق، عامه رفاه ته رسیدل اودعدالت او امنیت  ډاډمن کول تامینولای شی او  د هیواد ملی اونړیوال حیثیت  او پرستیژ  ښه تضمین کولای شی.

  د لوړوزده کړودوزارت  د انکشافی پرګرامونو په لړ کی د هیواد په پنځو لویو پوهنتونونو( کابل پوهنتون، بلخ پوهنتون، ننګرهارپوهنتون، هرات او کندهارپوهنتون) کی  د عامه اداری اوپالیسی د پوهنځیو جوړیدلیو ضروری  اقدام باندی لاس پوری کړ،  چی په دی کی یوهم د هیواد دوهم پوهنتون یعنی د ننګرهار پوهنتون و، چی دغه پوهنځی پکی تاسیس اوپه فعالیت یی پیل وکړ او د ټولني د اشد ضرورت پر بناء يي وپتیله چي  د عامه اداره او پالیسی په برخه د ځوانو کادرونو  د روزنی دنده په غاړه واخلی. 

    په دی توګه په ۱۳۹۱ هـ ل کال کی دغه پوهنځی رسما  رامینځ ته شو، چي   اوس مهال دغه پوهنځی ۱۵ علمی کادر غړی لری . اداری ستاف یی تکمیل شوی، یو علما  تنظیم شوی درسی کریکولم لری، دفتری لوازم، فرینچر، د دفتر ددوسیو سیستم او مرام اوهدف یی چمتو شوی دی، استادان یی د پوهنتون مهمو کمیټو کی غړیتوب لری او د  علمی تجربو د تر لاسه کولو او تریننګ لپاره کابل ته تللی، اود یوشمیر کنفرانسونو په خاطرهند او دترکیی هیوادونو ته  تللی  او په خپل پوهنځی کی  یی  هم دبهرنیو استادانو له خوا لازم ټریننګ تر لاسه کړی دی.  دفعلا لپاره ددغه پوهنځی علمی ملاتړ د آلمان ددوست هیواد د پوتسدام پوهنتون په غاړه دی چی یو شمیر نوی درسی کتابونه، یو څو کمپیوترونه، یو پروجکتور او د فوتوکاپی ماشین او یو شمیر برقی  وسایل یی  ددغه پوهنځی په واک کی ورکړی دی او د علمی کادر دغړیو لپاره یی په هندوستان  او ترکیه کی  د ژمی او اوړی  د تریننګ پروګرام پیل کړی دی. زموږ لومړنی تجربی ښکاره کوی چی  له همدی اوس څخه ددغه پوهنځی درسی پروسه چی د کریدت په سیستم سره پیل شوی ده ، ښه روانه ده ، خو د پوهنځی د ځوانو علمی کادر غړو او اداری ستاف هلی ځلی په نه ستومانه کیدونکی توګه  روانی دی او چاری به لا زیاتی  سمبالیږی .  ددی مقصد لپاره د یوی برنامی  اوستراتیژی موجودیت ته اړتیا ده ، په همدی منظور  د پوهنځی  علمی  شورا و پتییله چی  یوه ستراتیژی د لارښود سند په توګه تدوین او وروسته د هغی مطابق اجراات پرمخ بوتلل شی.

 

د عامه اداره او پالیسی پوهنځی پیژندنه:

ځای: دننګرهار پوهنتون (جلال اباد ښار)

د تأسیس کال: ۱۳۹۱هـ ل

په انترنیت کی ځانګړی پاڼه:nu.edu.afg @

د ننګرهار پوهنتون  په چوکاټ کي دعامه اداره او پالیسی د پوهنځي د رامینځ ته کیدلو لاملونه او دلایل:

  • د وخت د غوښتنو مطابق او همدارنګه  دعامه خدماتو د تر سره کولو لپاره د تکړه اداری کارمندانو د روزلو لپاره اشده اړتیا او ضرورت .
  • د مسلکي لوړو زده کړو څخه د محرومو دولتي او نا دولتي مامورینو او کارمندانو مسلکي پوهي ته وده ورکول.
  • د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په موجوده اداراتو کی د سالم او اصولی مدیریت رامنځته کول.
  •  په جامعه کي د فساد، مدیریتی بی کفایتی، انارشیزم او هر ډول لا قانونیت د نیمګړتیاوو له منځه وړل او د ښي حکومت دارۍ ایجادول.
  • د مدیریت او پالیسی په برخه کی دعلمی تحقیقاتو اجرا او پرمخ بیول
  •  د تیرو ۳۵ کلونو په ترڅ کی د هیواد مدیریتی  سیستم او اداری نظام د زیانمن شوی حیثیت  او نظم بیرته تر لاسه کول  او دنننی  عصر له غوښتنو سره سم ددغه سیستم  تجهیز اوعیارول.

پورته ټولو لاملونو او دلایلوته په کتو سره د ننګرهارپوهنتون په چوکاټ کی په ۱۳۹۱ ه ل. د عامه اداره او پالیسی  تاسیس شو چي د لاندي ډیپارتمنتونو درلودونکی دی:

  • دعامه اداره ډیپارتمینټ(Public Administration)
  • دعامه پالیسی ډیپارتمینټ(Public Policy)
  • د پرمختیا مدیریت(Development Management)

د عامه اداره او پالیسی پوهنځی موخی او اهداف:

مرام

   لکه څرنګه  چې پوهېږو هره اداره،موسسه ، پروژه او هر جدا تحصيلي  واحد  ځانته  خپل ځانکړی هدف   او مرام لري ، نو په همدې  اساس  د ننکرهار پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی هم  ځانته   خپل  مرام او هدف   لري او د همدغه مرام او هدف  د تحقق  لپاره کار کوي . دغه  مرام  او هدف  په لاندې ټکيو کې  را لنډولای شو:

زمونږهېوادله اوږدې جګړې څخه وروسته  دسياسي پروسې او ښه حکومت جوړولو له يوه لوی چلنج  سره مخامخ دی.  اوس دبيا  رغاونې اواقتصادي پرمختيا لپاره  تر بل هر وخت  زيات ماهروانساني ځواکونواومسلکي کدرونوته شديده اړتيالرو. دهېواد مادي اومعنوي پرمختيا روزل شويوکدرونو، په تېره بيا د مديريت په برخه کې روزل شويو مسلکي متخصصينو ته اړتيالري. په تېره بياداچې دافغانستان دملي پرمختيا ستراتيژي(ANDS) ښه حکومتداري د يوه ځانګړي او جلا رکن په توګه ښودلې ده.  په  دې توګه د عامه ادارې او پاليسۍ  د پوهنځي مرام په لاندې ټکوکې ښولای شو:

  • دهېواد د عامه  ادارېلپاره دپوهواومسلکي کدرونوروزنه
  • د عامه ادارې (Public Administration) له تعريف او ستراتيژۍ سره سم  په ټول هېوادکې دعامه اداری  ددساتيرو د کټ مټ عملي کېدو تامين  او د اداري اصولو او احکامو ديو شانته تطبيق کولو لپاره د لازم کيفيت او ظرفيت ايجاد
  • دهېواددادارې پياوړتيادعلمي بنسټ پربنا
  • دانساني سرچينو(Human Resources) دظرفيت اوچتول
  • دعامه ادارې لپاره تيوريکي لارښوونې او روزنيزو موادو چمتو کول
  • داقتصادي او نورو عامه ملکی مؤسساتودښه مديريت اودهيواد د ملی ادارو اود ملي اقتصاد لپاره داغيزمنوپلانونودجوړولوتوانايي ايجادول
  • دANDS دتطبيق لپاره دمؤسساتوتجهيزول په علمي کدرونو
  • د مديريت د مهارتونو لوړول  او د مديريتي ستونزو د پېژندنېلپاره دعلمي تحقيقاتواجرا
  • اوپه نهايت کې دانکشاف دډيروښولاروموندل اودمديريت درهبرۍ لپاره دمعنوي زېرمې ايجادول

. اهداف

زمونږپه پوهنځي کې دغه اهداف په واضحه توګه موجود اوهرچاته په لاس ورځي.

مونږدپوهنتون په نشراتی ارګان(پوهه مجله)کې هغه منعکس کړي دي اودعلمي شورادتوافق وړګرځيدلي دي.مونږپه خپلورسمي  راپورونوکې هغه درج کړي دي چې زمونږدپوهنځي مشخصات په ډېرښه ډول په ګوته کوي. زمونږپه مرام کې دټولنې اړتياوې په نظرکې نيول شوي دي ، ددغواړتياوو دپوره کولوپه خاطرمودليسانس دورې لپاره لاندې اهداف په نظرکې نيولي دي :

  1. دعامه  ادارې او پاليسۍ پوهنځي فارغ بايد د يوه مسلکي مدير په توګه اداري مهارت ترلاسه ، مسلکي پوهه ولري، اداري اصول ، عامه مالی اساسات  اوحقوق وپيژني اودندي اومسؤليتونه ومني.
  2. ملي ګټوته په خپلوشخصي ګټوترجيح ورکړي ،متعهد ، وطنپال اوخلکوته دخدمت جوګه وي.
  3. دادارې  اصولوته پابند  اوبايد ديوه مسلکي کدرپه توګه وظيفه پېژندونکی اوصادق اوسي اوددولتي چاروپه بهبود کې خپله ملي دنده وپيژني.
  4. دهمکارۍ اوهمغږۍ روحيې په ارزښت پوه اوپه کاري ساحوکې دلازموتدابيرو دتخنيکي وړتياوو سره د ښه خدمت مصدروګرځي.
  5. په عمل کې دخپلې پوهې ، اواخلاق تفکر څخه استفاده  وکړي اودسالم تفکرپه اساس بايد اداره دترقۍ په لوروهڅوي.
  6. دمديريت او بشري منابعو(H.R) دعلم په کلي مفاهيمواوعمومي طريقوپوه اوپه معاصرومسايلوخبروي.
  7. د بشري منابعو د انکشاف (Human Resources Development)د علم دتاريخي -  تکاملي پړاوونواونظرياتوپه نظرکې نيولوسره دمختلفوسکتورونوترمنځ دعمومي روشونوارتباط ورکوونکي اوخپلې ترلاسه کړې پوهنې دښه تشريح کولواستعداد ولري.
  8. دوضيعت په تحليل سره ستونزې مشحصې اودحل لارې ورته وسنجوي اودهغې مطابق عمل وکړي.
  9. دندوته دلومړيتوب په ورکولوسرچېنې تدارک اوهمغږې کړي.
  10. په شفاهي اوتحريري بڼه وړانديز پاڼې ، پاليسي ګانې ، دتحقيق نتايج اونظريات خلکوته توضيح کړائ شي.
  11. داصولي  او سالمې ادارې په برخه کې دنوښت اواوچت ذکاوت اوعمل په اجراسره نوروته دتشويقاوترغيب مصدروګرځي.
  12. له نوې تکنالوژۍ اوعلوموسره په هماهنګ ډول دپرمختيالپاره تدابيروسنجولای شي.
  13. نوښتګراوسي اودخطرونومنونکي وي.
  14. خپلې سيمې اودټول هېواد دوګړو عنعناتواومقدساتوته درناوی ولري  او د داړتيا پر مهال يو ډېر ښه رهبر(Leader) اووسي.
  15. په ټولو عامه مديريتی، توليدي اوخدماتي سکتورونو او د پاليسی جوړولو واحداتو کې دl(Management Science)دعلم نظرياتوکارولای شي.

 په هېواد کې د معاصرې ادارې د اصولو درامنځته کولوپه برخه کې مخکښ شي.

  • دهېواد د عامه  ادارې لپاره دپوهواومسلکي کدرونوروزنه
  • د عامه ادارې (Public Administration) له تعريف او ستراتيژۍ سره سم  په ټول هېوادکې دعامه اداری  ددساتيرو د کټ مټ عملي کېدو تامين  او د اداري اصولو او احکامو ديو شانته تطبيق کولو لپاره د لازم کيفيت او ظرفيت ايجاد
  • دهېواددادارې پياوړتيادعلمي بنسټ پربنا
  • دانساني سرچينو(Human Resources) دظرفيت اوچتول
  • دعامه ادارې لپاره تيوريکي لارښوونې او روزنيزو موادو چمتو کول
  • داقتصادي مؤسساتودښه مديريت اودملي اقتصاد لپاره داغيزمنوپلانونودجوړولوتوانايي ايجادول
  • دANDS دتطبيق لپاره دمؤسساتوتجهيزول په علمي کدرونو
  • د مديريت د مهارتونو لوړول  او د مديريتي ستونزو د پېژندنېلپاره دعلمي تحقيقاتواجرا
  • اوپه نهايت کې دانکشاف دډيروښولاروموندل اودمديريت درهبرۍ لپاره دمعنوي زېرمې ايجادول

 

د عامه ادارې او پالیسۍ  په پوهنځي کي د محصلینو جذب:

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د قانون له مخی ، عالی تحصیلی موسسو ته محصلان د کانکور آزموینی له لاری جذبیږی . د همدی اصل پربنسټ،د عامه اداری د پوهنځی د تاسیس  څخه وروسته نوموړی پوهنځی تر دې مهاله درې ټولگي لري چې ټول (٢٨٩) تنه محصلين پکې په زده کړو بوخت دي چې ددې جملې څخه یې  (٦) تنه نجونې او متباقي (٢٨٣) تنه هلکان دي او خپلو لوړو زده کړو ته اوس مهال ادامه ورکوی .  زموږ د پوهنځی د محصلانو ظرفیت زموږ له نظره په همدی حد کی کافی دی او ممکن  په راتلونکو نورو کلونو کی هم د هر ځل  کانکور  آزموینی په ترڅ کی د همدغه  شمیر محصلانو د جذب ظرفیت ولرو، خو له دی امله چی  ننګرهار ولایت او دهغه  شاوخوا نور ولایات  د خپلو فارغانو  د شمیر له  پلوه ډیره زیاته اندازه  فارغان لری،  موږ  اړ یاستو کال په کال د جذب ظرفیت ته پراختیاورکړو، دغه هدف هغه وخت تر لاسه کیدای شی، چی د پوهنځی فزیکی زیر بنا په متناسب شکل پراختیا و مومی.

 

استادان:

د عامه اداری او پالیسی پوهنځی  دوه ډوله استادان : لری چی یو ډول یی د نوموړی  پوهنځی د علمی کادر دایمی غړی دی او ددغه پوهنځي د رسمی اعضاوو په نامه سره یادیږی  او بل  ډول یی د نورو پوهنځیو استادان دی کوم چی د همیشنی همکاری له مخی دعامه اداری او پالیسی پوهنځی سره د بهرنیو ژبواو پوهنتون شموله مضامینو په تدریس کی همکاری کوی چی اکثره یی د تعیلم او تربیی ، شرعیات او د ادبیاتو پوهنځی (انګلیسی ډیپارټمینټ) علمی کادرونه دی  ، چی په لاندی دوه جدولونو کی یی شهرت لیکل شوی .

 

د پوهنتون شموله او فرعی مضامینو استادان  :

                                                                                 د استاد مکمل شهرت

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

پوهنځی

علمی رتبه

تحصیلی درجه

 

۱

پوهیالی بختیار

 

ادبیات

پوهیالی

لیسانس

۲

مولوی صاحب رستم

 

شرعیات

پوهنمل

لیسانس

۳

پوهنیار ګلرحمن

 

تعلیم او تربیه

پوهنیار

لیسانس

 

دایمی او ددغه پوهنځی رسمی دعلمی کادر غړی:

                                                                       د استاد مکمل شهرت

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

ډیپارتمینټ

تحصیلی درجه

دنده

۱

پوهاند محمد بشیردودیال

علی محمد

Econ.& Extension

Ms. C(hons)

د پوهنځي ریس

۲

عدالت مومند

جنت میر

عامه اداره

لسانس

استاد او د پوهنځي معاون

۳

عالم زیب مومند

خیال پاچا

عامه پالیسی

لسانس

استاد

۴

محمد عرفان قریشی

محمد اکبر

عامه پالیسی

لسانس

استاد

۵

محمد جمال شینواری

محمد امیر

عامه اداره

لسانس

استاد

۶

نثار احمد مصلح

شیر افضل

عامه اداره

لسانس

استاد

۷

منصور فقیرزی

محمد فقیر

مديريت انکشاف

لسانس

استاد

۸

عبدالقیوم

غلام حبيب

مديريت انکشاف

لسانس

استاد

۹

صمیم یوسفزی

زمرى

مديريت انکشاف

لسانس

استاد

۱۰

نوراحمد سهار

محمد اجان

عامه پالیسی

لسانس

استاد

۱۱

عبدالرقیب

عبدالرحمن

مديريت انکشاف

لسانس

استاد

۱۲

نیازمحمد همدرد

نورمحمد

عامه اداره

لسانس

استاد

۱۳

فضل الله

غلام محمد

مديريت انکشاف

لسانس

استاد

۱۴

تسبیح الله

عزيز الله

عامه اداره

لسانس

استاد

۱۵

ذبیح الله

غوث الرحمن

عامه اداره

لسانس

استاد

١٦

فاروق جهان

محمد شاه

مديريت انکشاف

دوکتور

استاد

 

دعامه اداری او پالیسی پوهنځی استادانو د خپل پوهنیز ظرفیت او د تجاربو د تبادلی په لړ کی دوه ځله په کابل کی د GIZ په مرسته د آلمان د هیواد دPotsdam  پوهنتون د پروفیسرانو له خوا دایر شویو کورسونو کی ګډون کړی، یو ځل یی د هندوستان د هیواد د IIPA په انستیوت کی تریننګ تر لاسه کړی دی او همدارنګه د پوتسدام د پوهنتون له خوا دوه ځله په جلال اباد کی کوچینګ ترسره شوی چی ښوونیزه او مشورتی بڼه یی لرله . په دی برخه کی په نظر کی ده چی د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کی استادانو ته د فیلوشیپ او سکالرشیپ فرصتونو څخه په استفادی د تحصیل دزمینی او علمی تجربی د لازیاتو لوړولو نور امکانات هم برابر شی.

د انګلیسی ژبی پیاوړتیا یو مهم هدف دی چی د علمی کادر غړو د مسلکی انګلیسی د پیاوړتیا په خاطر یوه دبهرنی ژبی د پیاوړتیا دوره بشپړه کړه . په راتلونکی کی په پام کی ده ، دی برخه کی نور ګامونه هم اوچت او د انګلیسی ژبی د پیاوړتیا پروګرام د پوهنځی د پروګرام یوه برخه وګرځول شی.

درسي میتودونه:

د عامه اداره او پالیسی  پوهنځي له هماغه پیل څخه کریدیت سیستم  تطبیق  کړی چی په هغه کی انترنشیپ او (Capstone) یعنی د حضوری ساعتونو تر څنګ عملی کار، صنفی پروژی، کتابتون ته مراجعه، کورنی دندی اجرا کول، پرکتیک او له اداراتو څځه کتنه شامله ده . نظر هغه امکاناتو ته په کتو سره چي یاد پوهنځی يي په لاس کي لري استادان د مختلفو میتودونو او روشونو څخه استفاده کوي ترڅو خپلو ګرانو هیوادوالو ته د لاښه خدمت مصدر وګرځي لکه په لاندي ډول د یو څو څخه یي د نموني په توګه یادونه کوو:

  1. پاور پاینټ او نوي ټکنالوژۍ څخه د لکچرونو په برابرولو کي کار اخیستل
  2. د سپیني تختي ، مارکر او ددرسی کتابونو څخه  په ګډه کار اخیستل
  3. د محصلینو د استعداد د پراختیا په منظور هغوی ته په نوي او زاړه درس کي ونډه او د نظر وروکولو پوره وخت ورکول
  4. محصلینو ته د پوښتني پوره وخت ورکول
  5. سمنارونه، ورکشاپونه او کورنۍ وظیفي ورکول او ارایه کول
  6. لکچر میتود
  7. محصل محوري میتود( ګروپی کارونه، صنفی بحثونه پرمخ بیول، رول لوبل او ځانی مطالعه)
  8. ډله ییز میتود
  9. د سوال او ځواب میتود

 

درسي سیستم او نصاب:

د عامه اداره او پالیسی پوهنځي په نړیوال معیار او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم درسي کريډت سیستم لري او کوښښ کوي، چې خپل درسي نصاب د وخت د اړتیا په اساس لا پياوړی کړي. دغه پوهنځی  د هغه کریکولم او مفرداتو څخه په خپل روان درسي بهیر کي استفاده کوي ، چي د  افغانستان د پنځه ګونو عامه اداره او پالیسی پوهنځیو د ریسانو لخوا جوړ شوی، بهرنیو متخصصینو پکی مشوره ورکړی او د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا یی تایید شوی دی.  ددرسی موادو د چمتو ګولو لپاره  په انګلیسی ژبه  له هغو نویو درسی کتابونو څخه استفاده کیږی چی دSPA له خوا د همدی موخی لپاره د پوهنځی  په واک کی ورکړل شوی دی.

 

 

تجهیزات او وسایل:

په ټولو درسی خونو کی استادان  سپينې تختی، مارکر، او همدارنګه ځينې محصلین زمونږ د انټرنټ د (Wi-Fi) سیستم څخه ګټه اخلي.  د GIZ   په مرسته ډیر غوره، نوی  او علمی درسی کتابونه زموږ په واک کی  راکړل شوی دی، له هغو څخه ددرسی موادو په چمتو کولو کی استفاده کوو او په اینده کی په پلان کی ده چی دلوړو زده کړو دمحترم وزارت د امکاناتو سره سم که وکړای شول په درسی خونو کی به د LCD څخه هم ګران استادان د تدریس پر مهال استفاده وکړی .

په پام کی لرو چی د پوهنځی د فزیکی زیربناو د لا پیاوړتیا په خاطر په راتلونکو پنځو کلونو کی په پام کی ده چی :

  • دیو مستقل تعمیر جوړول (ددی مقصد لپاره پروپوزل چمتو شوی او یو څه مقدماتی خبری هم شوی دی )
  • سمدستی ۱۲ عنوانونه درسی کتابونه چاپ او په راتلونکو پنځه کلونو کی د هر مضمون لپاره د نصاب او مفرداتو مطابق د درسی کتابو چمتوکول.
  • د ځانګړی کتابتون تاسیس او په بیلا بیلو ژبو باندی د چاپ شویو کتابو په واسطه د کتابتون بډایه کول.
  • له یو بهرنی پوهنتون سره د پوهنځی توامیت(مثلآ پوتسدام پوهنتون یا د هندوستان د اندراګاندی پوهنتون د عامه اداری او پالیسی د پوهنځی سره )
  • دملکی خدمتونو د انستیوت سره د دایمی اړیکو ټینګول.
  • د AREU  (Afghanistan Research and Education Unit ) دفتر سره د محصلانو د انترنشیپ د ترسره کولو لپاره همکاری.

 

د دي ستراتيژيک پلان موخه:

معلومه خبره ده، چې بدون د فکر، پلان او موخې څخه یوه مثبته پایله منځته نه راځي او په ځانګړي توګه د عامه اداره او پالیسی  د پوهنځي  لپاره او په داسې يوه ټولنه کې، چې له زياتو ستونزو سره لاس او ګریوان وي. ستونزو ته په وخت ځواب ویل، د علمي کدرونو معیاري روزل او په نړیوال معیار سره د لوړو زده کړو زمینه برابرول.

د ستراتیژیک پلان د تطبیق لپاره فرصتونه او امکانات:

  • کافي او پوره وخت د تدریس لپاره
  • ارام او سوکاله ماحول
  • با تجربه او د لوړو علمي او تحصیلي رتبو او درجو لرونکي استادانو شتون
  • د ښځینه محصلینو محصلینو لپاره د ترانسپورت سهولت
  • په هر صنف کي په نسبی ډول د درسی موادو شتون
  • انټرنیټ
  • په اینده کی صنفونه داسی منظم کول تر څو د LCD زمینه هم مساعده وی تر څو استادان تری په تدریس کی استفاده وکړی.
  • د علمی تحقیقاتو لپاره د پراخه زمینی او امکاناتو شتون

کمزورتیاوي او د ضعف نقطي:

  1. د اداری په برخه کی  په ملی پښتو ژبه عمومی کتابتون کي د کتابونو کمبود.
  2. په راتلونکي کي د محصلانو دشمیر په زیاتیدو سره د ځای دکمښت اندبښنه.
  3. د ګړندی انټرنیټ نه شتون.
  4. د نجونو محصلانودعملی کار لپاره د زمینی محدودوالی.
  5. د میتودولوژۍ په برخه کي د سیمنارونو نه دایریدل.

 

د راتلونکوپینځو کلونولپاره کاري پلان:

  1. دا چي په راتلونکو کالونو کي ددي پوهنځي  دمحصلینو تعداد نور هم زیاتیږی او نوی صنفونه ایجادیږی اما زمونږ پوهنځی خپل جلا درسی او اداری خونی نلری نو د پوهنځی او په ټوله کی د پوهنتون رهبری په دی هڅه کی ده چی دنوموړی پوهنځی لپاره جلا تعمیر جوړ کړی اما په تاسف سره باید وویل شی چی دغه چاره تر اوسه پوری بریالی نده اما بیا هم رهبری په هڅه کی ده او څو څو ځله یی دنړیوالو خیریه ادارو سره هم کتلی تر څو ددی فرصت پیدا شی چی یو تعمیر ددی پوهنځی لپاره جوړ کړی او پدی برخه کی د پوهنځی د ریس هڅی نه هیریدونکی دی ځکه چی پورپوزل یی هم ددغه کار دترسره کولو لپاره هم اماده کړی دی  .
  2. دا چي  پوهنځی په اداري او علمی برخه کی  د ډیپارتمینټونو امرینو  ته ضرورت لري نو کوشش به وشي تر څو د اداري او علمی چارو د لا سمون په منظور په راتلونکي کي هر ډیپارتمینټ یو آمر ولری .
  3. د یوه نسبتا مجهز تعمیر د جوړولو لپاره تدابیر
  4. په پوهنځی کی  له هلکانو سره یو ځای د نجونو تشویقول تحصیل ته، تر څو په راتلونکی کی  د هیواد  ښځوته  د ښو ملکی خدماتو  د اجرا ګولو په خاطر ښځینه ملکی مامورین موجود وی  او زموږ خویندی  په دولتی اداراتو کی مشکل ونه لری، ددی  موخی  لپاره به په پوهنځی کی ښځینه  استادانی  هم  مقرری شی، په دی توګه به د نجونو محصلانو په شمیر کی په  سلوکی ۳۰  او د اناثو استادانو په شمیر کی به په سلو کی ۴۰ زیاتوالی راوستل شی.
  5. د محصلینو او صنفونو په زیاتوالي سره دعملی کادرونو زیاتوالی ځکه پوهنځی نوی دی او اکثره استادان یی باید ماستری پروګرام ته هم لاړ شی نو اشد ضرورت لیدل کیږی چی کدرونه اضافه شی.
  6. د راتلونکو پنځو کلونوپه ترڅ کی د پوهنځی د اقلا لس  تنو علمی کادر غړی د ماستری پروګرام ته معرفی کول.
  7. د درسي موادو د منظم کولو په منظور د ځینو درسي موادو د کتاب په بڼه  چاپو ل.
  8. د ارزیابۍ د یو منظمي کمیټي تأسیس.
  9. د پوهنځی لپاره د ریسرچ کمیټی جوړول.

 

په راتلونکو پنځو کلونو کی لاندنی تدابیر په نظر کی دی:

1 – د علمی کادر اکمال:

  • په نظر کی ده حد اقل دری تنه د عامه اداری او پالیسی مسلکی د ماستر په سویه د علمی کادر غړی نوی مقرر شی .
  • اقلآ د لسو تنو د علمی کادر د غړو معرفی کول سکالرشیپونو ته .

           ۲ – د محصلانو د جذب په برخه کی:

  • په پوهنځی د انجونو شمیر لوړول پنځوسو تنو ته او د پوهنځی په ترکیب کی د ۳۰٪ اناثو جذب ته پاملرنه تر څو  دعامه سکتورونو په هغو برخو کی چی خویندو ته خدمات برابر دی   مدیریت د خویندو په لاس کی وی.
  •  د بیلا بیلو ولایاتو محصلانو جذب ته پاملرنه او د تنوع رعایت.
  • له نورو پوهنتونونوسره د استادانو د تبادلی او د هیواد له بیلا بیلو پوهنتونونو څخه د کتنی د پروګرام دوامدار ساتل.

 

۳ – د تدریس د شیوی د ښه کولوپه برخه کی:

          دفوق العاده تدریس د حمایی دپاره باید مساویانه او پیاوړی فرهنک ایجادول زموږ یوآیدیال هدف دی چی راتلونګو پنځو کلونو کی یی په پام کی لرو .  دا ستراتیژیک ټکی دموثر تدریس د پروګرامونو او دیپارتمنتونو مرکزی مسولیت دی او دهرانفرادی ډیپارتمنت د مسلکی فعالیت کلیدی برخه ده

د مثال په توګه استادان د خپل علمی او اداری موقف ترڅنګ باید هریود تدریس په بهیر کی فعاله ونډه واخلی او پدی هم وپوهیږی چی کاری بوج دمسولیتونو په اساس مختلف وی .اداره باید دایقینی کړی چی ښه نه ښه استادان په تدریسی خونوکی تدریس کوی ترڅو د محصلانو په تدریسی بهیر ښه تاثیر ولری او د تجاربو په اساس نورو فاکولتوته ماډل رول لوبوی

دپام وړ فعالیتونه

دپوره یا کاملو معلوماتو وړاندی کولودپاره باید دا یقینی شی چی هرعلمی یونټ(برخه ) باید یو قوی د ارزیابی سیستم ولری(ددیپارتمنت په سطح) چی داصلاحی ارزیابی او دشاګردانو د غبرګون څخه مشتمل وی چی دغه غبرګون استادانوته ددی وړتیا ورکوی ترڅو د استادی میتودونه یی لاپسی پیاوړی کړی.

الف جز: د عامه اداری د رهمنایی منابع او ګډو هڅو په اساس چی هم پکی اداره۰(د پوهنځی ستاف) اوهم دیپارتمنی فعالیتونه شامل وی پیاوړی کول ترڅو استادان او ډیپارتمنتنونه په تیره بیا هغه  چی د تجاربو په اساس نوی دی د ښونی اوروزنی نوی فن ته لاس رسی ولری او په پایله کی د فاکولتی موثریت لوړشی

ب جز: هغه استادان چی خپل مسولیتونه ښه درک کوی او محصلانوته په ښه شکل تدریس  کوی دهغوی په ګوته کول او دهغوی تشویقول

 ج جز: دایقینی کول چی د تدریس ارزښت په اړوند علمی مشران(لکه ددیپارتمنتونو مشران) روښانه او معلوم توقعات لری .هره پوهنځي دامسولیت لری چی د موثریت تضمین وکړی یعنی هغه څه چی دوی یی کوی هغه موثره دی

دتدریسی موثریت د ښودلو دپاره هره څانګه  ځانګړی مسولیت لری ترڅو استادانوته دهغوی تشویق په موخه لازم تشویقی موارد او نور منابع ورته تهیه کړی

 د جز:دا یقینی کول چی ایا سوکالی اویا پولی انعامات په موثره توګه د کورس لږونی(کمونی)ځای په موثره توګه نیولای شی

 ه جز:دایقینی کول ترڅو مشران استادان په فعاله ډول او په ژمن شکل د تدریس په بهیرکی د شاګردانو په څارنه کی برخه واخلی

ه جز)  له استاد محوری څخه شاګرد محوری ته اوښتل (تحول)

و جز) ددیپارتمنتونو په کچه د ځان ارزونی او تضمین کیفیت د معیارونو عملی کول

دوهم هدف:

دمسلکی ساختارپیاوړی کول ترڅو دیپارتمنټونوکی نوښت او علمی دسپلین او نظم رامنځته شی

دلایل:

زموږ پوهنځی د نوی تجاربو دښونی اوروزنی نوی علم ته د زیات وخت نه ځانګړی کولو دپاره ځینی دلایل لری

فعالیتونه:

 الف جز: دتعلیمی نوښت د حمایی او سهولتونو د را منځته کولو لپاره د ‌‌‌ظرفیت پیاوړی کول.

 ب جز: د مختلفو پروګرامو نو او دسپلین لپاره د مختلفو منابعو ښوونیز او روزنیز نوی فن په ګوته کول او ښوونځی د نوی ښوونیز علم د تجربی لپاره هڅول

ج جز) د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرولوته  خاصه پاملرنه اوفیلوشیپونو اوسکالرشیپونو ته ځانګړی پاملرنه( راتلونکو پنځو کلونو پوری باید د پوهنځی اقلا ۶۰ فیصده استادان د ماستر سوی ته لوړ کړو.

دریم هدف:

 دمحصلانودپاره د یوشان او ګډ تعلیمی پوهی برابرول

دلیل:

په تعلیمی ساحه کی تنوع زموږ یو هدف دی،او په دی برخه کی تنوع د ساینس مدیریت او نورو برخوکی یو ضرورت دی

داهدف داسی جوړشوی دی چی د محصلینو پیژندنه له یو بل څخه اودتجاربو اندازه لوړه شی

فعالیتونه:

 الف جز: په ټولو ډیپارټمنټونوکی د وړتیا ټولیز همغږی رامنځته کول او په مسلکی توګه د استادانو لپاره لارښونه

 ب جز: ددی دپاره چی وړتیا یا مهارتونه ډیر شی باید د علمی تجاربو سلسله په لاره واچول شی
ج جز: ددی  دپاره چی  دا یقینی کړو نو په مناسب او منظمه توګه اساسی تیوریکی وړتیا ترلاسه شی

نو باید ټول دیپارتمنتونه څپل پروګرامونه بیا ارزیابی او ورباندی کتنه وکړی

د جز: ددی دپاره چی محصلین خپلی تعلیمی موخی ترلاسه کړی نو باید په ښه او منظم ډول وهڅول شی

څلورم هدف :

په محصلینو باندی د نړیوالو تجاربو او فرصتونو تاثیرات لاپسی پیاوړی کول

دلایل :

د عامه اداری او پالیسی د پوهنځی راتلونکی توپیر بایدد نورو پوهنځیو سره دنړیوالو تجاربو او دلوړو تعلیمی سطحودرلودل وی

په تیره بیا په عملی او تیورکی برخو کی د اسانتیاوو برابرول

  درسی پروسه:

  د عامه اداری پوهنځی کی په پام کی ده چی درسی پروسه تر ارزیابی لاندی وی. زموږ دغه ارزیابی دوه ډله ده:

   ۱.اصلاحی یا ښودونکی ارزیابی(Informative Evaluation) : په دی کی په  دوامدار ډول سره درسی پروسه تر څارنی لاندی نیسو، دمحصلانو نظرونه راټولوو او په خپلو جلساتوکی وربا ندی بحث کوو. په دی لړکی نیمګړتیاوی جوتوو او د حل لاری ورته لټوو.

۲.نهایی ارزیابی (ِAssessment) : په دی کی دمحصلانو د زده کړی کیفیت ارزوواو د ازموینو له لاری محصلان درجه بندی کیږی. په  حقیقت کی هره فاینل آزموینه زموږ یوه نهایی ارزیابی ده. دفوق العاده تدریس د حمایی دپاره باید مساویانه او پیاوړی فرهنک ولرو .موثر تدریس د پروګرامونو او دیپارتمنتونو مرکزی مسولیت دی او دهرانفرادی دیپارتمنت د مسلکی فعالیت کلیدی برخه ده. د مثال په توګه استادان د خپل موقف ترڅنګ د تدریس په بهیر کی فعاله ونډه واخلی او په دی هم وپوهیږی چی کاری بوج دمسولیتونو په اساس مختلف وی .اداره باید دایقینی کړی چی با تجربه او لوړرتبه استادان په تدریسی خونوکی ښه تدریس کوی، ترڅو د محصلانو په تدریسی بهیر او د اسیستانتانو په کرکترښه تاثیر ولری او د تجاربو په اساس نورو نویو استادانوته د ماډل رول ولوبوی.

 

فعالیتونه

  دارزیابی په خاطردپوره یا بشپړو معلوماتو دوړاندی کولودپاره باید دا یقینی شی چی هرعلمی یونټ(دیپارتمنت ) بایدیو قوی د ارزیابی سیستم ولری چی داصلاحی ارزیابی او دشاګردانو د غبرګون څخه مشتمل وی چی دغه غبرګون استادانوته ددی وړتیا  ورکوی ترڅو د تدریس میتودونه یی لاپسی پیاوړی کړی

الف جز: د عامه اداری او پالیسی د پوهنځی د رهمنایی منابع او ګډو هڅو په اساس چی پکی هم مرکزی اوهم دیپارتمنی فعالیتونو شامل وی پیاوړی کول ترڅو فاکولته په تیره بیا هغه دیپارتمنتونه چی د تجاربو په اساس نوی دی د ښونی اوروزنی نوی فن ته لاس رسی ولری او په پایله کی د فاکولتی موثریت لوړشی

ب جز: هغه استادان چی خپل مسولیتونه ښه درک کوی او محصلانوته په ښه شکل تدریس  کوی دهغوی په ګوته کول او هغوی تشویقول

 ج جز: دایقینی کول چی د تدریس ارزښت په اړوند علمی مشران(لکه ددیپارتمنتونو آمرین) روښانه او معلوم توقعات لری .هر دیپارتمنت دامسولیت لری چی د موثریت تضمین وکړی یعنی هغه څه چی دوی یی کوی هغه موثره دی

دتدریسی موثریت د ښودلو دپاره هره څانګه په ځانګړی ډول مسولیت لری ترڅو استادانوته دهغوی تشویق په موخه لازم منابع ورته تهیه کړی

 د جز:دا یقینی کول چی ایا عملی کارونه(انترنشیپ) په موثره توګه کتابتون ته د مراجعی  اود کورنیو دندو تر څنګ تش ځای په موثره توګه نیولای شی

 ه جز:دایقینی کول ترڅو مشران استادان په فعاله ډول او په ژمن شکل د تدریس په بهیرکی د شاګردانو په څارنه کی برخه واخلی

دوهم هدف:

دمسلکی ساختارپیاوړی کول ترڅو دیپارتمنټونوکی نوښت او علمی دسپلین او نظم رامنځته شی

دلیل:

نوی مقرر شوی استادان د نویو تجاربو دترلاسه کولو ،دښونی اوروزنی  اونویو معلوماتو ته د زیات وخت نه ځانګړی کولو دپاره ځینی دلایل لری، هغه باید په یو شمیر تدابیو سره رفع شی.

تدابیر :

 الف جز: دتدریسی پروسی نوښت د حمایی او سهولتونو د را منځته کولو لپاره د ‌‌‌ظرفیت پیاوړی کول ( اداری او علمی).

 ب جز: د مختلفو پروګرامو نو او دسپلین لپاره د مختلفو منابعو ښوونیز او روزنیز نوی فن په ګوته کول او دپوهنځی د نوی ښوونیز   یعنی شاګرد محوری تجربی رواجول او هڅول

دریم هدف:

دعامه اداری  دمحصلانودپاره د یوشان او ګډی اوچتی پوهی برابرول

دلیل:

دعامه اداری پوهنځی  اوس په تعلیمی ساحه کی متنوع او مخکښ  دی چی د ساینس مدیریت او نورو برخوکی ځانګړی امکانات لری، ځکه دوی بیلابیلو دورو کی د بهرینو متخصصینوله خوا وروزل شول، په ژمنیو لو دواوړی په دوو دوو دورو کی یی ګډوڼ کړی دی، درسی نوی مواد ورته په هارډ او سافټ کی په واک کی ورکړ شوی دی.

داهدف داسی جوړشوی دی چی د محصلینو دتجاربو اندازه لوړه شی

فعالیتونه:

 الف جز: په ټولو ډیپارټمنټونوکی د وړتیا جمعی همغږی رامنځته کول او په مسلکی توګه د استادانو لپاره لارښونه

 ب جز: ددی دپاره چی وړتیا یا مهارتونه ډیر شی باید د علمی تجاربو سلسله په لاره واچول شی

(ددی مقصد لپاره موږ هر سمستر کی پنځوس تنه لایق او فعال محصلان عملی کارونو ته معرفی کوو.)
ج جز: ددی  دپاره چی  دا یقینی کړو نو باید په مناسب او منظم ډول لازمه وړتیا ترلاسه شی، نو باید ټول دیپارتمنتونه څپل پروګرامونه بیا ارزیابی او ورباندی کتنه وکړی

د جز: ددی دپاره چی محصلین خپلی تعلیمی موخی ترلاسه کړی نو باید په ښه او منظم ډول وهڅول شی

څلورم هدف :

په محصلینو باندی د نړیوالو تجاربو او فرصتونو تاثیرات لاپسی پیاوړی کول

دلیل :

د عامه اداری د پوهنځی راتلونکی توپیر د نورو پوهنځیو سره دنړیوالو تجاربو او دلوړو تعلیمی سطحودرلودل

په تیره بیا په عملی او تیورکی برخو کی د اسانتیاوو برابرول دی. په دی برخه کی به کافی وی چی د بهرنیوومتخصصینو هغه زیارګاللو ته اشاره  وشی چی زموږ د پوهنځی سره یی پوره دوه کاله کار کړی دی.له دی پرته اوس په ننګرهار پوهتون کی د تضمین کیفیت او ځان ارزونی کمیټه او ورسره د ریسرچ او د نصاب کمیټی فعاله دی، دوی دا رول لری چی د درس کیفیت او پروسه په دوامدار ډول سره ښه والی ومومی. له دي پرته زموږ پوهنځی  خپل اصول هم لری چی باید تطبیق شی.
۴ – تعلیمی او علمی غوره والی (لوړوالی ) په برخه کی:

   دغه برخه تاکید کوی په :

     الف: غوره والی او سمون ورکول د پوهنځی تدریس ته :

      ب: د تعلیم نړیوال او عامه مصروفیت اړخونه:

      ج: د شاګردانو نشاط روحی سلامتی او صحت:

په دغه پلان کی د پوهنځی تدریس د پوهنځي د غوره اولیتونو یوه برخه ده ، د نړیوالو او عامه بوختیاوو تجربی شاګردانو ته ددی قدرت ورکوی چی د عامه اداری او پالیسی د پوهنځي د علمی وصعت څخه ګټه واخلی او ددی ترڅنګ روغتیا او نشاط اوروحی سلامتیا رامنځ ته کول د علمی او کامیابه ژوند ترسره کولو لپاره د اولنی شرطونو د جملی څخه دی .

د تیرو یوولسو کالو راهیسی ننګرهار پوهنتون د شاګردانو د زده کړی اوسیدنی چاپیریال په برخه کی په درنه پیمانه سرمایه ګذاری کړی ده . او دشاګردانو رسمی صنفونو څخه پرته په نورو علمی او تحصیلی فعالیتونو په برخه کی چی ورته برابری شوی و په لوړه کچه کامیابی ترلاسه کړی د عامه اداری د ټولګی د علمی او تحصیلی فعالیتونو پرته ځینی نور علمی او تحصیلی فعالیتونه هم ترسره کوی . کوم چی په دی پلان کی نه دی ذکر شوی.

دغه ستراتیژیک پلان د لاندی ټکو باندی بحث کوی.

۱ – دغه ستراتیژیک پلان د پنځه کالو لپاره جوړ شوی دی.

۲ – ددغه ستراتیژیک پلان پرمټ باید پوهنځی پوره پاملرنه وکړی د پوهنځی تدریس ته .

۳ – په نړیواله برخه او عامه مصروفیتونو په ډګر کی چی کوم فرصتونه وجود لری هغه لاپسی غنی کړی.

۴ – او په ټوله کی د شاګردانو روغتیا او خوشخالیو ته وده ورکړی ترڅو د شاګردانو خاصه پاملرنه را جذب کړی او دا ځکه چی زیات راپورونه دا په ډاګه کړی چی زیات فشار د شاګردانو په زده کړه صنفی تاثیرات غورځوی.

اهداف او فعالیتونه:-

لومړی هدف: د داسی یو باثباته کلتور رامنځ ته کول کوم چی په ټولو علمی برخو کی د غوره تدریس ملاتړ وکړی.

الف:منطقی والی:- د عامه اداری او پالیسی پوهنځی د نورو مخکښو پوهنځیو په څیر ددی قوی وعده ورکوی چی په علمی برخه کی به یو سم کلتور رامنځ ته کوی . او ددی د اړونده نظم او ترتیب په برخه کی به څیړنه کوی.

ب: د ډیپارتمینتونو ترمنیځ معنوی تشویقونو ته وده ورکول او د پوهنځی د علمی ساحو تر مینځ همکاری رامینځ ته کول.

ج: د ډیپارتمینتونو سره همکاری کول تر څو په ډیپارتمینتونو کی یو مثبت کلتور ایجاد شی او د هغی پر مټ پوهنځی په خپل علمی جوړښت کی تغیر راولی تر څو دغه ډيپارتمینټونه په موثره توګه په خپل منځ کی سره کار وکړی.

دوهم هدف: هغه لارو ته وده ورکول کوم چی پوهنځی ته ددی قدرت ورکوی چی په خپل وخت علمی هستوی(مرکزی) فعالیتونه تولید رامنځ ته کړی . لکه څیړنه ، سکالرشیپ ، اختراع .

تدریس عامه بوختیا:-

عمل:-

الف:- پوهنځی ریس لرل . او د هر دیپارتمینت لپاره آمر درلودل ترڅو وګوری چی هغوی څرنګه د اداری وظایفو ترسره کولو لپاره د اداری وخت استعمالوی .

ب:- دعلما تنظیم شوی کریکولم او سیلابوس(مفردات) مطابق د انترنشیپ او دکاپستون په رعایت سره د کریدیت په سیستم تدریس پر مخ بیول.

ج:- کله چی د کارمندانو د رتبه (لیول) او وظایفو په اړه تصمیم نیول کیږی . نو د هغوی د علمی مرکزی فعالیتونو په اړه چی د یو پوهنځی د تولیدیت لپاره ترسره کیږی د هغوی د تصادم په اړه په محتاطآ ډول فکرکول.

د:- د پوهنځی د اداری بوج د کمولو پخاطر د نوی لاروچارو اختراع کول چی تر څو نوی تکنالوژی پری استعمال کړی.

 

۵ – د کمپیوتر لیب(computer lab) په برخه کی:

هیله موجوده ده چی راتلونکو پینځو کلونوکی به دغه پوهنځی خپل کمپیتر لیب ولری.

۶  – د عملی کار او انټرنشیپ په برخه کی :

تمه ده چی د ملکی خدماتو انستیتوت به د ریسرج او ارزیابی له واحد سره یوځای د شوی ژمنی اوپروتوکول له مخی  عملی کار او انترنشیپ برخه کی خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

۷  – د ټریننګونو په برخه کی:        

 

هیله ده د پوتسدام پوهنتون به د پیل شوی پروسی په دوام د تریننګ پرګرام ته تر پنځو نورو کلونو هم دوام ورکړی.

 

     هغه ډېر ضروري اړتياوې چې د نياز سنجي ( Needs Assessment ) پر أساس په نښه شوي دي.

١_ د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى تر اوسه پورې خپل مستقل تعمير نه لري.

٢_ له هيواد څخه بهر کوم معتبر پوهنتون سره تواميت نه لرو.

٣_ فزيکي زيربنا لکه د دفترونو فرنيچر او دفتري وسايلو ته اړتيا ده چې په دې توگه دي:

(الف) درې دانې پراجکتورونه.

(ب) څلور پايې د دفتر ميزونه او ورسره دفتري څوکۍ.

(ج) پنځه دانې لپ ټاپ کمپيوټرونه.

(د) دوه دانې آيرکنډيشن.

 

 

په پورته ډول د پوهنځي لپاره ستراتیژیک پلان  ترتیب شوی  درست او صحیح دی .

۱۳۹٤د حوت لومړۍ نیټه

جلا آباد

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست دفتر