ستراتیژیک پلان

    

لنډيز:

د هر اداري بنسټ د چارو د ښه سمون او پرمختګ  لپاره  مخکی له مخکی  جوړ شوی پلانونه حیاتي ارزښت لري. همدارنګه ښی پلان شوی او اغیزمنی سرچینی د وړاندی څخه په نښه شویو موخو په اغیزمن ډول د تر لاسه کولو لپاره  پریکنده ارزښت لری .  په نړیواله  کچه   په اکاډیمیکه  برخه کې د پوهنځی ارزښت او اهمیت  دټولو لپاره  خو  په ځانګړي ډول د راتلونکو نسلونو لپاره  خورا زیات دی.  د ننګرهار پوهنتون د ښوونی اوروزنی پوهنځی د ستراتیژیکو مقاصدو په نظر کی نیولو سره په پام کی لري تر څو خپل لرلید ته ورسیږي  نو، دغه لیکنه یی د اړینو اړتیاوو ښکاره کونکی ده . په لنډه توګه  ډاډمنه توګه   پر مخ لاړشی.

  د پوهنځی  د ټولو اړتیاو او غوښتونو په نظر کی نیولو سره  د پنځو کالو ( ۱۳۹۵- ۱۴۰۰ هــ ش) لپاره دپخوانی ستراتیژیک پلان په دوام دا دوهم  ستراتیژیک پلان ترتیب  او وړاندی شوترڅو له  هغه سره سم په راتلونکو ټاکلو کلونو کی پوهنځی خپلو ټاکلوموخو ته  د رسیدو لپاره  فرصتونه  په نښه  او سرچینی ولټوی  او د یو معیاری او منل شوی پوهنځی  په توګه دنده ترسره او د لوړو زده کړو په چوکاټ کی  د غوره علمي خدمتونو په وړاندي  کولو سره په ملي  او بین المللي  کچه  اعتبار تر لاسه کړی .  د دې ستراتیژیک پلان  بل مقصد د ملي اوبین المللي بنسټونوپاملرنه  را اړول  دی چې د هغوۍ مرستی  او کومکونه پوهنځی  د ټاکل شویو مقاصدو او موخو ته د رسیدو لپاره وکارول شی.

 

د پیل خبرې

د ننګرهار پوهنتون چی د هیواد په کچه دویم لوی علمی کانون دی، چی د ښوونې او روزنې پوهنځی د دې پوهنتون یو پوهنځی دي، چی په ۱۳۵۷ کال کې وروسته د طب پوهنځی نه تاسیس شوی، تر اوسه یی زیات شمیر کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندی کړی دي.

په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې د پیداګوژی انستیتیوت چی په ښار کې موقیعت درلود د ښوونې او روزنې پوهنځی سره یوځای شو چی د درونټی نه د ښوونې او روزنې پوهنځی جلال اباد ښار پیداګوژی په تعمیر کی مستقر شو.

په تاسف سره چی نا امنیو او جنګې شرایطو د ښوونې او روزنې په پوهنځی او هم د پیداګوژی په سیستم او تعمیرو باندې ناوړه اغیزی کړی او تعمیرونه یی د تخریب په حال کې دې، وسایل او تجیهزات یی له منځه تللی دی چی پوهنځی د یو لړ ستونزو سره مخامخ دی، همدارنګه د تجربوی لیسه چی پخوا یواځی د لیسی په شکل وه او د (۱۰ـ۱۲) پورې صنفونه یی درلودل خو اوس د لمړی  ټولګی نه تر دولسم ټولګی پوری صنفونه لری چی زیات شمیر شاګردان لری او هم په دوو لیسو د ذکور او اناثو ویشل شوی ده، چی دواړه خواوې د یو لړ ستونزو سره مخامخ دی، هیله لرو چی ددې ستراتیژیک پلان په تطبیق سره به زمونږ ډیرې ستونزی حل او پوهنځی به ددی جوګه شي چی خپل تاکلی موخې ترلاسه کړي، او د یو منظم او معیاری، منل شوی پوهنځی په شکل به تولنې ته د خدمت وړ شی.

په اوږده موده کی  د دي هیلی شته،  چی  دغه نوی ستراتیژیک پلان چی  د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو لپاره په پام کی نیول شوی او په عملی کیدو سره به یی پوهنځی ددی توان پیدا کړی چی خپلو اړینو او ټاکلو موخو ته ورسیږي  او د هیواد په کچه  یو معیاري او غوره تنظیم  شوی پوهنځی په توګه نور هم   پر مخ  ولاړ شي.

 

۱ـ تاریخچه:

د ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۵۷هـ ل کال کې تاسیس شوی دی، ، د ۱۳۸۸ هـ ش کال څخه راپدیخو د کریډټ درسی سیستم په پوهنځی کی تطبیق کیږی.

د ښوونې او روزنې پوهنځی د جلال اباد ښار په زړه کې موقیعت لري، چی ښایسته پراخه ساحه او په ونو او ګلانو پټه شنه بڼه لري.

پدی پوهنځی کې (۶۱) تنه استادان په تدریس بوخت دی چی (۱۱) تنه یی تقاعد شول، چی د لسانس او ماستری لرونکی دی، پدی پوهنځی کې (   ۲۳۹ ) نجونې او (  ۲۲۳۹ ) هلکان د هیواد د مختلفو ولایتونو نه په تدریس بوخت دې، دشپی پوهنځی هم د ۱۳۹۰ کال نه راپدیخوا فعال دی او (   ۵۰۰) هلکان او (  ۲۳۰ ) نجونې پکی په زده کړو بوخت دی.

د ښوونې او روزنې پوهنځی د ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو دارالمعلمینونو سره علمی اړیکی او همکاری لری، همدارنګه د لغمان او کنړ پوهنتون سره علمی همکاری لری، ددی ترڅنګ د غزنې، ارزګان، پکتیکا، پکتیا او خوست پوهنتونو سره هم علمی اړیکی او همکاری لری.

دا نوی ستراتیژیک پلان د تیر (۵) کلن ستراتیژیک پلان په رڼا کې د اوس مهال د شرایطو، داخلې قوت، او نمګړتیاوو او بهرنیو موجودو ګواښونو او سرچینو په نظر کي نیولو سره ترتیب شوی چی د راتلونکو پنځو کلنو په موده کې که خدای غوښتل ټاکلی او لازمی موخې په اغیزمن ډول ترلاسه شي.

او اوس مهال اته څانګې لری چی عبارت له :

1: ریاضی څانګه

۲: فزیک څانګه

۳ـ کیمیا څانګه

۴ـ بیولوژی څانګه

۵ـ تاریخ څانګه

۶ـ جغرافیه څانګه

۷ـ پښتو ادب څانګه

۸ـ د مسلکی تعلیماتو څانګه

د پوهنځي د کارونو د ښه والی او تنظیم لپاره په پوهنځي کې یوولس کميټې فعالیت لری، دا کمیټي عبارت دی له:

د تظمین کیفیت کمیټه

د کریکولم یا د نصاب د پلی کولو کمیټه

د نظم او دسپلین کمیټه

د سرسبزی او چاپيریال ساتنی کميټه

د ازموینې او شکایاتو اوریدو کمیټه

د علمی او ساحوی کړنو کمیټه

د بریښنائي زده کړو کميته

فرهنګی او نشراتو کمیټه

د بورسونو او د مرستو د جلب کمیټه

د پلان او پالیسی جوړولو کمیټه

د څیړنی کمیټه

دنخبه محصلینو کمیټه

 

دپوهنځی اداری پرسونل :

دبوهنځی ریس پوهاند ذاکره بابکرخیل

دپوهنځی معاون پوهاند ګل اصغر الوزی

دپوهنځی تدریسی مدیر صبغت الله بنګښ

دپوهنځی اجراییه مدیر بصیر خان

دکتابتون مدیر جمیل احمد

د اتوڅانګودمشرانو شهرت  په لاندی ډول  دی  :
 ۱- ریاضی مشر:پوهنیار احسان الله حامد.
۲-فزیک   مشر:پوهاند احسان الله ثاقب.
۳-کیمیا    مشر پوهنمل معصوم قیومی
۴-بیولوجی  مشر:پوهنوال محمد عمر عابد
۵-مسلکی تعلیمات.مشر:پوهنمل عبدالرشید ملکزی
۶-پښتو      مشر:پوهندوی ولی الله فاضل
۷-تاریخ.     مشر:پوهنمل ضیاالدین هوتک

۸-جغرافیه  مشر :پوهاند عزت الله

: هدف او مرام

د ښوونې او روزنې پوهنځي لویه هیله دا ده:

۱ـ د الله (ج)رضا حاصلول او وطن ته صادق فارغین وړاندې کول.

۲ـ د هیواد څخه د جهل او بیسوادي ختمول.

۳ـ په علمې سطح افغانستان د سیالو هیوادو سره سیال کول.

۴. د ښوونې او روزنې پوهنځی ارتقا په پوهنتون باندي.

 

۲ـ لرلید او د دندې ټاکل:

الف: لرليد (Vision)

ښوونې او روزنې پوهنځي د خپل لېدلوري له مخې اراده لري چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي او اکاډميکو څېړنو او پروګرامونو، د زده کړې غوره او پرمختللي او مناسب چاپېريال، په ملي او نړيواله سطحه د علمي او مسلکي تواميتونو په کولو او محصلينو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره په سيمه کې ځانګړی باور ترلاسه او د يو پياوړي تحقيقاتی مرکز او څانګې په حېث ملي او نړيوال شهرت ولري.

ب: د دندې ټاکل یا ماموریت  (Mission):

ښوونې او روزنې پوهنځی د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو وياړي چې د هيواد په کچه به ټولني ته ژمن مسلکي کادرونه وړاندې کړي، چې د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شې شته ستونزې حل او نوي پرمختګونو ته د لاس رسي لپاره څېړنې ترسره او او د پرمختګ لامل شې.

 

د ښوونې او روزنې پوهنځی د سوات تحلیل (SWOT Analysis)

 

قوت (Strength):

  • با تجربه مسلکی کادرونو لرل.
  • د ستراتیژیک جغرافیوی موقیعت دلودل.
  • د انکشاف لپاره د پراخی ساحې لرل.
  • د زیات شمیر محصلینو لرل.
  • د زیاتو ډیپارټمنټونو لرل
  • د ورځي ترڅنګ دشپی پوهنځی لرل
  • د ټولنې علاقه او ملاتړ
  • د فارغینو لپاره په دندو کې د جذب لوړ چانس

کمزورتیا (Weakness):

  • د اداري او خدماتی بستونو کموالی
  • دتدریسی بستونو کموالی
  • د دوکتورا او ماسټرۍ درجی لرونکو استادانو د شمیر کموالی
  • د معیاری لابراتوارونو کموالی
  • د کتابتون وړوکي والی
  • د ادارې او تدریسی خونو کموالې
  • د سمعې او بصری وسایلو کموالی
  • نا مناسب امنیتی شرایط

 

  فرصتونه (Opportunities):

  •  د دولت او نړیوالو ادارو توجه ښوونې او روزنې ته.
  • د پوهنځی ښه او مناسب موقیعت او د پراخی ساحی درلودل
  • د خلکو توجه ښوونې او روزنې ته
  • د فارغانو لپاره د کار پراخه ساحه
  • د سکالر شیپ او فیلوشپونو د امکاناتو شتون
  • د مهارتونو د لوړولو پروګرامونه
  • د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو شتون

 

    ګواښونه (Treats)

  • د اړوندو ادارو له خو د مناسبی همغږۍ کموالی
  • په وخت سره د ژمنو او پلانونو نه عملی کیدل
  • د مالي استقلالیت نشتوالی
  • د مالي تخصیص کموالی
  • پیچلی اداری سیستم
  • د محصلینو ورځ په ورځ زیاتیدونکو شمیر او د پوهنځي د امکاناتو کموالی او عدم کفایت
  • د بیوزلی موجودیت او د امنیت ستونزه
  • د پوهنځی د تعمیرونو ورځ په ورځ زړیدل او د کاره لویدل
  • د دوو تجروبوی لیسو موجودیت ،چی دخپل معیاری شکل نه وتلی ده صرف دواړوخواوته مزاحمت دی.اودواړه  یی دځای دکموالی سره مخ  کړیدی.
  • دبرق دپرچاوی زیاتوالی

د ستراتیژیک پلان مقصد (Goals of Strategic Plan):

   د دې ستراتیژیک پلان لوړ مقصد په معیاري توګه د پوهنځی علمی او فزیکی بیارغونه ده.

۵ـ د ستراتیژیک پلان موخې(Object of Strategic Plan):

  • په علمي او اکاډمیک ډګر کې پرمختګ
  • د فزیکی زیربناوو پراختیا او تاسیس
  • د کورنیو او بهرنیو ادارو سره د اړیکو تامینول
  • د اداری سیستم رغول او وده
  • د جنسیت د انډول تامینول
  • د معلوماتي ټکنالوجی رایجول

۶ـ د موخو د ترلاسه کولو لپاره کړنلارې:

  • : علمي او اکاډیمیک ډګر کې پرمختګ
  • د استادانو د شمیر او علمی کچی لوړول
  • د ۶۱ تنو څخه ۱۰۰ تنو ته د شمیر زیاتوالی
  • د ښځینه استادانو تر (۲۰٪) پوری زیاتوالی
  • د محصلینو او استادانو ترمنځ انډول د (۱،۲۶) څخه (۱،۱۵) ته راښکته کول
  • د ماسټرو استادانو خارج ته لیږل دوکتورا لپاره
  • د لیسانس استادانو خارج ته لیږل د ماستری لپاره
  • استادانو ته د فیلوشیپ، سیمینارونو،ورکشاپونو او څیړنیزو پرګرامونو زمینه برابرول
  • د لابرانتانو لپاره روزنیز پروګرامونه برابرول

 

  • : د دیپارټمنټونو تاسیسول او لوړول:
  • د انګلیسی ژبی، داسلامی فرهنګ، تربیتی بدني، فن او حرفه دیپارتمنتونو ایجادول
  • د تحقیقاتی مرکزونو ایجادول
  • د ساینسی او اجتماعی علومو په برخه کې تحقیقاتی مرکزونو جوړول
  • د اړوندو لابراتوارونو تاسیسول
  • د څیړنیزو فعالیتونو لپاره د بودیجې امکانات برابرول

 

  • : د تدریسی پروسی انکشاف:
  • د درسي پروسې د ښه پرمخ بیولو لپاره د موادو او وسایلو برابرول
  • د محصلینو فعالیت او سرته رسول شویو دندو ارزونه.
  • د تیوري او عملی تدریس ترمنځ انډول ساتل
  • د پوهنځی کتابتون معیاری کول
  • د کتابتون لپاره د پرسونل استخدام
  • د نویو کتابونو تهیه کول
  • د میز او چوکیو تهیه کول

 

  • : د فزیکی زیربناوو تاسیسول
  • د یو سل اطاقه تدریسی او اداری تعمیر جورول
  • د ټولو تعمیرونو ترمیم او رنګول
  • د زولوژی تطبیقاتی فارم جوړول
  • د کنفرانسونو، سیمنارونو، ورکشاپونو او نمايشونو له پاره د اديتوريم رنګ اوترمیم
  • دفواری ترمیم او دکټارو جوړول
  • دصلح پارک جوړول
  • دښځینه اونهاری انجونو لپاره دناستی ځای اوتشنابونو جوړول
  • دریاضی،مسلکی تعلیماتو،بیولوجی اوفزیک شاوخواچمنونه اوګلدانونه جوړول
  • دویالواوخامولاروپخول
  • دپوهنځی شرقی دیوال ته دخروجی دروازی کینول
  • دپشتوڅانکی په دوهم چت کی ددووکوټوجوړول
  • دپوهنځی نه داضافی خاورو اوتیږوایستل
  • دپوهنځی دډګی فعالول
  • دپوهنځی په زړه لیلیه کی کلوپ جوړول
  • په پوهنځی کی کفتریاجوړول
  • په پوهنځی کی دحج اوقاف ریاست په مرسته یو عمومی جومات جوړول اود محصلینو اواستادانوپه واک کی ورکول
  • لیلیه انجونو لپاره دلیلی یوتعمیر جوړول
  • دجومات دوهم چت دښځینه محصلینو لپاره ابادول
  • : نشرات
  • د پوهنځی لپاره ځانګړی علمی مجلې تاسیسول
  •  دپښتو څانګی د ورځ پانی چاپول
  • د نشراتو مدیریت فعالول
  • غونډو او مشاعرو ته انکشاف ورکول
  • په ملي او بهرنیو رادیوی او تلویزیونی خپرونو کې د پوهنځی ګډون
  • په ملی برنامو او مسایلو کې ونډه اخیستل

 

  • : اداری سیستم رغول
  • د اداري پرسونل لپاره د بستونو شمیر زیاتوالی
  • زوړ اداري سیستم په عصری سیستم بدلول
  • اداری سیستم په کمپیوټری او معلوماتي تکنالوژی سمبالول
  • د کمپیوټری تکنالوژی په اړه اداري پرسونل روزل
  • د Database سیستم ایجادول

 

  • : معلوماتې ټکنالوژی رایجول:

دښوونی اوروزنی په پوهنځی  کې د استاد او محصل تر منځ اړيکه اوس هم عنعنوي شکل لري. استاد د يوه ځانګړي وخت لپاره صنف ته راځي او په خپل وخت بېرته ځي. درسي مواد عموماً د کتاب یالکچرنوټ په شکل محصلينو ته يا پرنټ شوي او يا هم په سافټ ډول په فلش ډېسک کې ورکول کېږي. محصلينو ته کورنۍ دندې او پروژې سپارل کېږي چې محصلين يې د ترسره کولو وروسته استاد ته سپاري. دغه چاره زيات وخت په بر کې نيسي او هم د پرنټ کولو او فوټوکاپي کولو له امله ډېر مصارف هم ترسره کېږي. نن سبا په پوهنتونونو کې الکترونيکي زده کړې ډېر ارزښت لري، چې هم د مصارفو مخنيوی کېږي او هم د استادانو او محصلينو وخت سپمول کېږي. د MOODLE په نامه انلاين پلېټ فارم د دغه ستونزې په مخنيوي کې پوره مرسته کوي، ځکه نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ننګرهار پوهنتون  د ریاست  دمقام په مرسته استادانو ته په دې برخه کې ټرينينګونه ورکړل شي، چې په اسانۍ وکولی شي په خپلو تدريسي مېتودونو کې ترې ګټه پورته کړي.

دننګرهار پوهنتون په مرسته به پوهنځی د نورو پوهنتونونودښوونی اوروزنی دپوهنځیو سره الکترونيکي زده کړې پيل کړي، په دې موخه به لومړی د الکترونيکي زده کړو مجهز ټولګي جوړ کړي چې له لارې به يې د پوهنځی استادان نورو خصوصي او دولتي پوهنځیو کې محصلينو ته تدريس کوي.

برسیره په دی به د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختيا لپاره په لاندې ذکر شويو نقاطو تاکيد کېږي:

  • د بيا رغونې د ودې لپاره د کورنيو او بهرني مرستندويه سازمانونو څخه  بسپنه غوښتل.
  •  
  • استادانو، محصلينو او اداري غړو ته د کمپيوټر اړونده روزنې موقع برابرول.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د سيستم لپاره د يوې غوره کړنلارې په اړه د هېواد له نورو لوړو زده کړو ادارو سره ګډ کار کول.
  1. د موجوده معلوماتي ټيکنالوژۍ څخه اغيزمنه ګټه اخيستنه
    • د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې لپاره د ځانګړو لوايحو او مقرراتو ټاکنه.
    • د تدريس په پروسه کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې منظمول.
    • د روزونکو/ټرينرانو روزنه او هغوي ته د ټريننګ موقعې برابرول.
  2. معلوماتي  ټيکنالوژي  بنسټ ايښودل او پراختيا
    • په پوهنځي کې د کمپيوټر او انترنيت د مرکزته انکشاف ورکول.
    • استادانو، محصلينو، او ادارې غړو ته د کمپيوټر اړونده روزنې موقعې برابرول.
    • د تدريس د چارو د ښه پرمخ بيولو له پاره د پراجکتورونو  Multi Media تهيه کول
    • د بریښنا یی زده کړو دکمیټی  په مرسته  د پوهنځی  د بريښنايي پاڼي Website انکشاف
    • دPDC    بیافعالول اوتجهیزول

 

     تحقيق (څيړنی)

  • دساينسی او اجتماعي علومو په برخه کې د تحقيقاتي مرکزونو جوړول
  • د څيړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجی او امکاناتو برابرول
  •  څيړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو لپاره داستادانواومحصلینو هڅول
  • دنړيوالو څيړنيزو مرکزونو سره د اړيکو ټينګول او دڅيړنيزو پروګرامونو د پرمخ بيولو له پاره  دهغوی د مرستو جلبول
  • د څېړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره استادان بهرنيو هېوادونو ته استول، چې  د علمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او د غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  • د پوهنځي څيړنيز مرکز له لوري د خصوصی سکتور دستونزو او اړتياوو د حل له پاره د څيړنيزو پروژو طرحه کول
  • ددولتي او غير دولتي ادارو هڅونه تر څو خپلی څيړنيزی پروژی د پوهنتون د څيړنيز مرکزپه همکاری د ګډ تفاهم په بنسټ ترسره کړي.
  • د څيړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول
  • دځینو  څانګو له پاره د اړونده لابراتوارونو تاسيسول او سمبالول
  • د هېواد په داخل کې د فارغ شويو متخصصينو لپاره د څېړنو او مطالعاتو له مخې د داسې پروژو ايجادول چې څېړنيزې او توليدي ګټې ولري. 
  • د پوهنځی  څېړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.

د تدريسی پروسي انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

  • د نړيوالو نورمونو سره سم  د معياري  درسي  نصاب رامنځته کول
  • د نوي تعليمی نصاب تطبيقولو له پاره داسانتياوو برابرول
  • د درسي پروسی د ښه پر مخ بيولو له پاره دموادو او وسايلو برابرول
  • په هره څانګه کې د کمپيوتر د مضمون تدريس کول
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د تيوری او عملی تدريس تر منځ د انډول ساتل
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول
  • د درسي پروسي د ارزيابۍ له پاره د کاري کميټي ټاکل
  • د کریدیت د سیستم ښه انکشاف

 

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

  • په هر کال کی د محصلینو په جذب  کې د ۲۵٪ سلنه زیاتوالی  (د زیاتو معلوماتو لپاره  ۳ ضمیمه وګوری)
  • داوسني ۳،۷ %  سلني څخه ۵۰%  سلني  ته د ښځينه محصلينو د شمير زياتول  چې د ابه د دولسمو ټولګیو د فارغو ښځینه زده کونکو د تشویقولو لپاره وی تر څو د کانکور په ازمویینه کی ګډون وکړی چې   د پوهنځی په انګړ کی دلیلیی او له پوهنځیو څخه بهر ته  د ترانسپورتی سهولتونو برابرول به  په بر کی ولری
  • د ښوونی او روزنی په پوهنځي کې د ماسترۍ د پروګرام ايجادول
  • دلسانس او ماسترۍ پر وګرامونو له پاره بهرنيو هيوادونو ته د محصلينو ليږل
  • دعلمی سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
  • د نورو پوهنتونو د محصلينو سره  د علمی مناقشو او مسابقو په کار اچول
  • د هيواد په داخل او له هیواده  بهر   د علمی سفرونو برابرول
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول
  • د انترنشيپ Internship  د پروګرامونو له پاره د اسانتياوو برابرول

د  کتابتون معياری  کول

  • د کتابتون  له پاره دفنی او مسلکي پرسونل روزل او لرل
  • د څانګی په سطحه  کتابتونو نو ته وده ورکول
  • د مرکزي کتابتون له پاره د دیتا بیس Data base  د سيستم جوړول
  • د کتابتونونو له پاره د نويو چاپ شویو کتابونو  تهيه کول
  • خارجی ژبو څخه په ملي ژبو ژباړل شوی کتابونو تهيه کول 
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو له پاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو له پاره د چاپ اسانتياوی برابرول
  • دکتابتون الکترونیکی کول

د جنسيت د انډول توب تامينول ( Gender Equality)

  1. د نارينه او ښځينه محصلينو ترمنځ د انډول ساتل
    • په راتلونکو پنځه کلونو کې  د  ۳.۷ ٪ ښځينه محصلينو شمير  ۲۰٪ ته لوړول 
    • د  ښځينه محصلينودجذب له پاره د کانکور په ازموينه کې ځانګړی امتياز ورکول
    • د ختيځ زون د ليسو ښځينه زده کوونکې په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستو په موخه هڅول.
    • په علمي  چارو کې ښځينه محصلينو ته ونډه ورکول.
    • دښځينه محصلينو د جذب او تشويق له پاره د ښځينه استادانو استخدام
    • د پوهنځی څخه د بهر ښځينه محصلينو له پاره د ترانسپورت د اسانتياوو برابرول
    • د پوهنځی په داخل کې د ښځينه محصلينو له پاره مجهز هستوګنځاي (ليليي) ته انکشاف ورکول

 

  عایداتی منابع

  • دعایداتی منابعوپه ګوته کول
  • دعایداتی پروژو طرح اوډیزاین
  • د علمي او مرستندويه ادارو سره په ملي او نړيواله کچه د اړيکو تامينول، د هغوی مرستې راجلبول .

 

د عوايدو د نويو منابعو ايجادول

د عوايدو د نويو سرچينو موندل، چې ترلاسه شوي عوايد د مالي استقلاليت د ترلاسه کولو وروسته د عادي او پراختيايي پلانونو لپاره په مصرف ورسېږي، د دې ستراتېژيک پلان يوه مهمه برخه ده. د دغه مصارفو څخه به د تدريسي پروسې په ښه والي، څېړنو او د خدماتو په وړاندې کولو کې ګټه پورته شي. په ځانګړي ډول پوهنځی د عوايدو د نويو سرچينو په ايجادولو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

دپوهنځی دمرستو دجلب کمیټه په هغه ځايونو کې  چې د عوايدو په سرچينو تبديلېدای شي او پانګونې ته په کې اړتيا وي، په نښه کوي او لازمه پانګونه پرې کوي.

  • د عوايدو سرچينو د ښې څارنې لپاره د يوې کمېټې جوړېدل.
  • په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوهنځی عايداتي سرچينې په لاندې ډول دي:
  • د شپی برنامې
  • ډيپلوم او ترانسکرپټ
  • د بهرنيو ژبو، کمپيوټر او د کانکور د اماده ګۍ کورسونه
  • د څېړنو ترسره کول
  • لکچرنوټونه، درسي کتابونه او نور مواد
  • د مشوره دهۍ خدمات

د تدريس نوي مېتودونو پلي کول

د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتېژيک پلان يو هدف د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود په OBE يا د موخو په اساس زده کړې او SCL يا شاګرد محورۍ بدلول دي. شاګرد محوري او د موخو په اساس زده کړې د ۲۰۰۰ کال څخه د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې عملي شوي دي. د زده کړو په دې ډول سيستم کې محصلين د زده کړو په ټولو فعاليتونو کې ډېره او فعاله ونډه اخلي، اهداف ټاکل کېږي او د زده کړو ټول فعاليتونه د اهدافو په اساس جوړېږي او ترتیبېږي او د محصلينو ارزيابي هم د اهدافو په اساس ترسره کېږي. په دې اړه به لاندې ذکر شوې کړنلارې تعقيبېږي:

  • په هر کال کې د پوهنځی استادانو ته په يادو مېتودونو کې د ټرينينګونو دايرول.
  • د پوهنځي رئيس،معاون اوامرین به د زده کړو د نويو مېتودونو د پلې کېدو چارې نظارت کوي.
  • د نويو مېتودونو د پلې کېدو لپاره د اړينو موادو او وسايلو تهيه کول.
  • د هر تدريسي سمستر په پای کې د پايلو په اساس زده کړې او شاګرد محورۍ تدريس پلي شويو نويو مېتودونو ارزيابي او د ستونزو حل او اصلاحاتو لپاره لارې چارې لټول.
  • د نويو تحصيلي څانګو تاسيس.

 

  • تیرو ترسره شوو چارو ته ځغلنده کتنه:

د څو کلونو راهیسی  په پوهنتون  کې  په  بیلابیلو  ډګرونو کی د ملی او نړیوالو مرستندویه ادارو په مرسته  ځینی چارې تر سره شوی دی،  چی د پوهنتون وړتیا يي لوړه کړی او د ټاکلو موخو په تر لاسه کولو کی مرستندویه ثابتې شوی او ددغو فعالیتونو لړی ادامه لری. ځنی تکمیل او ځنی د تکملیدو په حال کی دی چی له مخی يی د لاسته راوړنو ارزونه په لاندی برخو کی تر سره کیږی.

  • د استادانو له خوا د ځینو دولتی او نا دولتی ادارو د کارکوونکو لپاره ښوونیز او څیړنیز پروګرامونه تر تیب شوی.
  • د ځینو دولتی او نا دولتی  مرستندیه ادارو له خوا د کمپیوترونو، الکترونی کتابتون، انترنیت ، کتابونو ،,د ناستی چوکیو، میزونو، الماریو او نورو درسی موادو مرستی تر سره شوی دي .
  • د استادانو د علمی کچی لوړول (زیات شمیر استادان په کورنیو او بهرنیو کنفرانسونو،سیمینارونو، ورکشاپونو،  ښوونیزو او څیړنیزو پروګرامونو کی برخه اخستی)
  • ماستری  او دوکتورا : د ۱۵ تنو په شاوخوا کی ځوانو استادانو د ماستری درجی د تر لاسه کولولپاره اوس مهال د نړی په مختلفو هیوادونو او پوهنتونونو کی د ماستری په پروګرامونو کی بوخت دی. او ۶ تنه استادان دوکتورا ته لاړ دی
  • د ښوونې او روزنې پوهنځی کې ورکشاپونه، سیمینارونه او کنفرانسونهدایر شوی دی.
  • د پوهنځی لپاره کمپیوټرونه،پروجکتورونه، میز او چوکۍ خریداری شوی خو کم دی او کفایت نه کوی.
  • د ښوونی روزنی په پوهنځی کی د La Jolla Golden Triangle Rotary Club په وسیله او د امریکا د متحده ایالاتو د مرستندویه اداری USAID په مالی لګښت دوه پوړه ودانۍ  جوړه شوه. د دی ودانۍ مالی لګښت ۲۹۰۰۰۰ امریکایی ډالره دی.چی ډیره استفاده ورنه تجروبوی ښوونځی کوي، او د پوهنځی د استادانو لپاره کوم سهولت نلری
  • د (1000000$) امریکاېی ډالرو په ارزښت د پوهنځي په انګړ کې عصری، تدریسی ټولګیو درلودنکی ودانۍ جوړه نه شوه
  • د پوهنتون د کمپیوټر مرکز د ښوونې او روزنې پوهنځی نه په لری موقیعت کې پروت دی نو ځکه استفاده ورنه ونشوه.
  •  لیلی ته (۱۴) اطاقه تعمیردافرن دموسسی په مالی مرسته جوړ او د پوهنځی د انجونومحصلینو په واک کي ورکړ شو
  •  په شخصی مصرف نیټ کتابتون ته راوستل شو چی محصلین او استادان ورڅخه ګټه اخلی
  • یو د بیولوژی لابراتوار و چی د زولوژی او بوتانې لابراتوار هم جوړ شو.
  • د پښتو ادب څانګې د محصلینو له خوا مشاعری جوړی شوی
  • ممتازو محصلینو ته د ستاینلیکونو د ورکولو تشویقی غونډی جوړی شوی.
  • د انجونو په نوی لیلیه کي عمیقه څاه د ملی تجار په مرسته وکیندل شوه.
  • زړه لیلیه ترمیم او د مسلکی تعلیماتو او بیولوژی څانکی په واک کی ورکړ شوی.
  • د فزیک څانګې تعمیر او اداری خونې د پوهنتون له خوا ترمیم او رنګ شوی.
  • د تاریخ، جغرافې، ریاضی او پښتو ادب څانګې تعمیرونه د محصلینو او استادانو په مرسته ترمیم او رنګ شوی.
  • طعام خانه ترمیم اوپه فرهنګی تالار بدل شوخودچوکیو کمبودشته
  • PDC فعاله اودفرهنګی کمیټی په واک کی ورکړشوه
  • پوهنتون مالی استقلالیت ترلاسه کړ
  • دځینو داخلی اداروسره توامیتونه لاسلیک شو
  • دکریکولم بیاکتنه اوارزیابی وشوه
  • کتابتون فعاله شو، الماری جوړی اوکتابونه ورانتقال شول
  • دتاریخ څانګی ګالری اوکتابخانه فعاله شوه
  • سل اطاقه تعمیراسناد تروزارت مالیی ورسول.
  • دچمن دیوال زلزلی نړولی و دوالی صاحب قندوزی په مالی مرسته بیا جوړشو.
  • دوه اندازه ویالی اوخامی لاری لارل سمنټ شوی
  • دسولی په نوم یوپارک جوړشو.
  • دکیمیا اوښوونیز مرکز شاته داوبوفواری جوړی شوی.
  • دریاضی اوروانشناسی مخ ته او دبیولوجی شاته چمنونه اوګلدانونه جوړشول.
  • زینتی بوټی اونیالګی کینول شول.
  • دریاضی دڅانګی دوړوکوټو ترمنځ دیوالونه ونړول شول اولوی کوټی تری جوړی شوی چی دډیپارتمنت داستادانوپه واک کی ورکړشول.
  • یوه اندازه زړی چوکی ترمیم شوی.
  • دافرن د موسسی له خوا ۶میزه ،۶الماری،۶۰ چوکی اویواندازه لابراتواری موادو مرسته وشوله.
  • دپروموټ ددفتر له خوا دمستعملو میزونو،الماریو،یوارکنډیشن اوترانسفرمر،پروجکتور، اودفتری چوکیو مرسته وشوه.
  • کړکیو ته پنجری په شخصی لګښت نصب شوی.
  • دمحصلینو اواستادانو له خواسیمینارونه ورکړشول
  • داستادانو اومحصلینو له خوا غونډی اومشاعری جوړی شوی.
  • ډیری فارغان دننګرهارسربیره دنوروولایاتو په پوهنتونو اودارلمعلمینوکی داستادپه توګه ګمارل شویدی.
  • دساینس دانجمن دغړوپه مرسته څیړنی ترسره شویدی
  • دمسلکی تعلیماتودڅانګی داستادانو له خوادنوروپوهنتونو استادانو ته دتدریس دمیتودونو سیمینارونه دایرکړیدی.
  • دهمدی څانګی محصلینوهم دروانشناسی اړونده موضوګانوکی نورومحصلینوته سیمینارونه ورکړیدی.
  • دپښتوڅانګی استادان دجاپان د شانتی رضاکاره ټولنه په مرسته ماشومانوته دقصی کتابونه لیکلی دی.
  •  داناثوښوونځیو شاګردانو ته دکانکوردامادګی کورسونه دایرشویدی.
  • دپوهنځی ښوونیز مرکزله خوا محصلینوته دانګلیسی اوکمپیوټرتدریس شوی دی
  • تجربوی لیسه دخپل اصلی شکل نه وتلی ده  باید دتدریس اموزی دمعیارونو سره برابره لیسه شی.اوهم محصلینو لپاره نورولیسوته دتګ امکانات(ترانسپورت)مهیا شی. چی په دی پرخه کی هیڅ پرمختګ ونشو.
  • اضافی خاوری دشاروالی په مرسته انتقال اوتیږی انتقال نشوی.
  •  علمی سفرونوته امکانات بند دی اوشرایط ورته مهیانشول.
  • په تشکیل کی هیڅ ډول زیاتوالی ونشو.                                    .

بیا کتنه اوارزونه؛ د سرته رسیدلو چارو بیا له سره لیدنه او سموونه

د ستراتيژیک پلان د اړونده  چارو ارزونه به په دوامداره توګه  د پوهنځی د ستراتیژیک پلان د اکادیمیک ډلی  په وسیله روانی وی او نوموړی ډله د د ټولو څانګو له استازیو څخه جوړه شوی ده. د ارزونی پایلی به بریاوی وښایی او د نا کامۍ نقاط به په نښه شی. همدارنګه یوه ځانګړی اجراییوی کمیټه جوړه شوی ده، چی د پوهنتون د ستراتيژېک پلان پوری اړونده چارو جریان له نژدی څاري او تعقیبوی. هغه موخی چی په ستراتیژیک پلان کی ورته ځای ورکړل شوی به د یو کال په جریان کی یوځل تر کتنی لاندی نیول کیږی البته هغو چاروته چی  د ستونزو لرونکی وی د کمیټی له خوا به تر کتنی او څارنی لاندی نیول کیږی. د پوهنځی اداره به د ستراتیژیک پلان د کمیټی او د علمي شورا  سره یوځای په ټوله مانا د ستراتیژیک پلان د څارنی او سموونی مسولیت ولری.

په تدریس، څیړنو اونورو خدماتو کی د استادانو د پوهی د کچی لوړول 

د استادانو د پوهی د کچی لوړول یو لړ فرصتونو ته اړتیا لری، تر څو د ماستری او دوکتورا په سویه  درجی تر لاسه کړی. پدی برخه کی د د وستو هیوادونو د سکالرشپونو او ملګرتوبونو څخه باید ګټه پورته شی؛ همدارنګه د کار د زمینی برابرول، د دفاترو مهیا کول، روزنیز سامان الات او د شیپ SHEP له اړخه د څیړنو د اسانتیاو برابرول او نوری پروژی یی غوره بیلګی دی.پوهنتون په نړیواله کچه د مختلفو هیوادونو او ادارو په مرسته د ماستری  سکالرشیپونه تر لاسه کړی او د خپلو استادانو په واک کی یی ورکړی. د ننګرهار پوهنتون تل هڅه کوی چې د لوړی سویی شاګردانو په ځانګړی توګه په زیاته اندازه ښځینه شاګردانو ته د شمولیت زمینه برابره کړی. دغه چاری په لمړی قدم کی دی ته اړتیا لری، چې په ښوونځیو کی د شاګردانو سویه لوړه شی. په همدی منظور د ښوونی اوروزنی پوهنځی تل هڅه کوی تر څو د لیسو  High School  د ښوونکو سویه پس له وخته تر لسانس درجی پوری لوړه کړی.په همدی اساس دشپی پوهنځی دکال ۱۳۹۰ نه راپدیخوا دا فعالیت سرته رسوی.

د ستراتیژیک پلان اجراییوی کمیټه د ښځینه محصیلینود کم شمولیت په اړه اندیښنه لری او علت یی په پوهنځی  کی د مناسبی لیلیی د امکاناتو نشتوالی دی، په همدی اساس د لیلیو جوړونی ته په لمړیتوبونو کی ځای ورکړی شوی. د افرن دموسسی په مرسته یو دوه پوړه تعمیر دانجونو دلیلی لپاره جوړشو.ولایت د مقام په همکارۍ د پاکستان د هیواد د هدیه شوی بسونو له جملی څخه پنځه بسونه د پوهنتون اداری ته ځانګړی شول، خو دښوونی اوروزنی پوهنځی محصلینوتری استفاده نده کړی. د ښوونه اوپروموټ د ادارو له اړخه بیلابیلو کاروبارونو ته وده ورکړل شوی .

د تحصيلي نصاب بیا کتنه  او پراختيا

په ۱۳۹۲ کال کې د تحصيلي نصاب په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شول. نوی کريکولم جوړ شو او د سمستر سيستم د کريډيټ په سيستم واوښت.

  • هره څانګه به د کريکولم په لا سمون کې د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره په مشورو او همغږۍ د کريکولم بياکتنه او سمون ترسره کوي.
  • د پوهنتون علمي معاونيت به د نوي نصاب د پلې کېدو د اړتياوو سنجش ترسره کوي او اداري معاونيت سره به يې شريکوي.
  • د پوهنځي رئيس ، د کريکولم د کمېټې غړي، او د ډيپارټمنټونو امرين محصلينو ته تهيه کېدونکو درسي موادو د کيفيت څخه څارنه کوي.
  • د کريکولم د کمېټې غړو ته د ظرفيت لوړونې پروګرامونو دايرېدل.
  • د اړتيا سره سم د نړيوالو پوهنتونو سره د نصاب په بيا سمونه او کره کولو کې ملتيا.
  • تدريسي غړي له مخکې د کره شوي تعليمي نصاب او احتمالي بدلونونو منلو ته تيارول. 
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.

پایله

د ښوونی اوروزنی پوهنځی د لوړو زده کړود زانګو په توګه په ګړندي ډول د پرمختګ په حال کی دی. ستراتيژیک پلان یی جوړ شوی دي، تر څو د پوهنځی لرلید او لوړو هیلو ته ورسیږي اوخپله دنده په پوره بریا سره سرته ورسوی. دا په دی مانا چی پرته له کوم جنسی، مذهبی، ژبنی، قومی، سمتی او ملیتی توپیر هیوادوالو ته د پوهی خدمتونه تر سره کړی. پوهنخی  پتیلی ده چې، په علمي ګاڼه سمبال ځوان کدرونه ټولني ته وړاندی کړی ترڅو د افغانستان په بیا رغونه اودجهل اوبیسوادی په له منځه وړلو کی مثبت رول ولوبوی اوافقانستان دسیالو هیوادونوسره سیال کړی.

 د ستراتیژیک پلان پیاده کول په ګډه دپوهنتون داداری،پوهنځی ،استادانو، محصلینو، کارمندانو، ګټه اخستونکو، نړیوالو ادارو، افرادو او ټولنی هڅو ته اړتیا لری. د پوهنځی مشرتوب ډاډه دی چی د ذکرشویو کتګوریو مرسته تر لاسه کړی او په خوشحالۍ سره وایي چی، د زیاتره یادو شویو ادارو همکاری یی پخوا هم تر لاسه کړی او په راتلونکی کې د نورومرستو اوهمکاریو د تر لاسه کولوهیله لری.په راتلونکی کی د پارلمان اوولایتی شورا غړو پاملرنه کولی شی د دولت مرستی د پوهنځی لپاره یقیني کړی. محصلین، استادان، اداري غړی او ټولنه دغه هڅی به په ډیره مینه پرمخ بیایی. د پوهنځی مشرتوب وعده کوی چی د ستراتیژیک پلان په عملي کولو کی به د زړه له کومی ونډه اخلی او تر ډیره دمه باوري دی چی د پوهنځی مقاصد او موخی به لاس ته راوړی.

دا ستراتېژيک پلان به د په نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه دپوهنځی په هره برخه کی انشاالله  پلی شي. هر يو ه څانګه اوکمیټی بايد په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتېژيک او عملي پلانونه ولري. د پوهنځی رياست دنده لري چې جوړ شوی ستراتېژيک پلان ټولو څانګو او اړونده ادارو ته تشريح کړي.

 

دیوروښانه ،سوکاله،اباد اودعلم په ګاڼه سمبال افغانستان په هیله

ضمیمی​