د نوملیکنې خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د تېر کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې د پوهنتون د محصلانو چارو آمریت ته تشریف راوړي.

د نوملیکنې پر مهال باید ۴ قطعې انځورونه او د تذکرې اصل له ځان سره ولرئ او پخپله د شخص موجودیت شرط دی.

یادښت: هغو جدیدالشمول محصلانو، چې د ازموینو د ملي ادارې له خوا په دویم ظرفیت کې ننګرهار پوهنتون ته لار پیدا کړې او نومونه یې د نوموړې ادارې په ویب پاڼه کې موجود دي، هغوی دې هم د نوملیکنې لپاره راشي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

More events

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوملیکنې خبرتیا!

 

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې او اکمال تخصص پروګرام ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې (چهار شنبه – د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د گرانو محصلینو د پام وړ!

 

دا چې ګرمي زیاته ده او زمونږ یو شمېر محصلین په خپلسرې توګه سیند ته د لمبلو لپاره ځي، چې د دوی دا عمل په سیند کې د غرقېدو او د مرګ خطر له ځانه سره لري، چې متاسفانه په تېرو کلونو کې هم . . .

شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۰ - ۷:۲۶
Background image

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور خبرتیا!

 

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور خبرتیا ازموینو فورمو د وېش لړۍ پیلوي. د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو ټولو هغو فارغانو ته، چې په . . .