د نوملیکنې خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د تېر کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې د پوهنتون د محصلانو چارو آمریت ته تشریف راوړي.

د نوملیکنې پر مهال باید ۴ قطعې انځورونه او د تذکرې اصل له ځان سره ولرئ او پخپله د شخص موجودیت شرط دی.

یادښت: هغو جدیدالشمول محصلانو، چې د ازموینو د ملي ادارې له خوا په دویم ظرفیت کې ننګرهار پوهنتون ته لار پیدا کړې او نومونه یې د نوموړې ادارې په ویب پاڼه کې موجود دي، هغوی دې هم د نوملیکنې لپاره راشي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

User account menu