د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د فعالیتونه ارزونه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۵:۱۳
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د علمي چارو مرستيال په ملتيا د پوهنځيو د ارزونې په لړ کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د علمي، تدريسي او اداري چارو د کیفیت ارزونه وکړه او د ياد پوهنځي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.
په همدې پار جوړ شوي مجلس کې د کمپيوټر ساينس پوھنځي رئيس پوهندوی بادام نيازي د پوهنتون رهبرۍ ته د خپل پوهنځي په علمي، تدريسي، اداري او رغنيزو برخو کې د ترسره کړيو چارو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو سربېره يې ستونزې او پيشنهادونه هم شريک کړل.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د پوهنځي د  تاريخچې، تشکيل، درسي نصاب پياوړتيا، څېړنيزو پروژو، د استادانو نړيوالو مقالو، تضمين کيفيت، علمي تواميتونو، سيمينارونو، ظرفيت لوړونې برنامو، ملي او نړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو، محصلينو ترمنځ رقابتي سياليو، عملي زده کړو او نوښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال د کمپيوټر ساينس پوهنځي په ارزښت خبرې وکړې، د ياد پوهنځي وده يې د پوهنتون لپاره خورا مهمه وبلله او د پوهنځي مسؤلينو او استادانو له هلو ځلو يې مننه وکړه.
نوموړي مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنځي هر اړخيز پرمختګ او نوښتونو ايجاد برخو کې خپلې هڅې جاري وساتي او چارو کې په همغږي اوسېدو، امرينو اطاعت، لاس لاندې پرسونل سره پر حسنه چلند او حاضرۍ باندې يې ټينګار وکړ.
ښاغلي مدني دغه راز ژمنه وکړه، چې د ياد پوهنځي د ټولو ستونزو حل او اړتياوو پوره کولو اړوند به اړين اقدامات ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د خپلو خبرو پر مهال د ياد پوهنځي په بېلابېلو برخو کې شته نيمګړتياوو ته مسوؤلين متوجه کړل، د ياد پوهنځي پياوړتيا يې د محصلينو روښانه راتلونکي لپاره اړين وباله او سپارښتنه يې وکړه، چې استادان دې د وخت له غوښتنو سره سمو او معياري څېړنو ترسره کولو ته پاملرنه زياته کړي.
نوموړي له خپله اړخه د پوهنځي مسؤلينو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د کمپيوټر ساينس پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.
سرچينه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu