د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیخ انعام الله مدني د علمي، تدریسي او اداري چارو د ارزونې او څارنې په موخه له شرعیاتو پوهنځي لیدنه وکړه.
د پوهنتون مشرتابه د پوهنځي د ریاست، ډیپارتمنتونو او اداري مدیریتونو کړنې، حاضرۍ او نورې اړوندې چارې له نږدې وليدې او د لاښه والي په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.
دغه راز يې د پوهنځي د مسؤلینو او کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت