د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له اسلامي تعلیماتو څانګې څخه ۶۴ تنه فارغ شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۵۱
Picture

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګې په خپله ۲۳مه دوره کې ۶۴ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو، فارغېدونکو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو برخه درلوده.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح محصلینو او د هغوی کورنیو ته د یاد فراغت له امله مبارکي وویله او د پوهې په وده، اقتصادي او علمي پرمختګ، کاري ځواکمنتیا، اکاډمیکې بډاینې او د ستونزو حل برخه کې یې د علمي اشخاصو زیاتوالی ګټور وباله. 
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ تل د لیسانس او فوق لیسانس برنامو د لا زیات تقویت او معیاري کېدا او محصلینو ته د اسانتیاوو ایجاد په برخو کې هلې ځلې کړي او دغه برخه کې زیات پرمختګونه شوي.
د غونډې پر مهال د شرعیاتو پوهنځي مشرتابه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال ته د هغه د ښو کړنو او خدمتونو ترسره کولو له امله د اعزاز لونګۍ پر سر کړه.
د فراغت یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال او شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو له لوري فارغیدونکو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د نظم او دسپلین کمېسیون ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس سربېره د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او کمېټې غړو برخه درلوده، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو اړوند د اصولو او مقرراتو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي نوی رئيس د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو.

پوهندوی رضوان الله ممله وال د نوموړي پوهنځي د نوي رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته رسماً د پوهنتون د رئيس شـیخ انعام الله مدني له لوري د اړوند پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۵۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له اسلامي تعلیماتو څانګې څخه ۶۴ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګې په خپله ۲۳مه دوره کې ۶۴ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu