د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له اسلامي تعلیماتو څانګې څخه ۶۴ تنه فارغ شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۵۱
Picture

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګې په خپله ۲۳مه دوره کې ۶۴ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو، فارغېدونکو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو برخه درلوده.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح محصلینو او د هغوی کورنیو ته د یاد فراغت له امله مبارکي وویله او د پوهې په وده، اقتصادي او علمي پرمختګ، کاري ځواکمنتیا، اکاډمیکې بډاینې او د ستونزو حل برخه کې یې د علمي اشخاصو زیاتوالی ګټور وباله. 
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ تل د لیسانس او فوق لیسانس برنامو د لا زیات تقویت او معیاري کېدا او محصلینو ته د اسانتیاوو ایجاد په برخو کې هلې ځلې کړي او دغه برخه کې زیات پرمختګونه شوي.
د غونډې پر مهال د شرعیاتو پوهنځي مشرتابه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال ته د هغه د ښو کړنو او خدمتونو ترسره کولو له امله د اعزاز لونګۍ پر سر کړه.
د فراغت یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال او شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو له لوري فارغیدونکو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu