د ننګرهار پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۹:۴۶
iamge

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د یادې کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي او غړو په کې برخه لرله، له ننګرهار پوهنتون سره د یو شمېر داخلي او خارجي بنسټونو او علمي مرکزونو د تفاهملیکونو د رامنځته کېدو پر مواردو بحث او خبرې وشوې.

د مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال پاکستان هېواد ته د لوړو زده کړو وزارت د محترم مشرتابه د سفر جزئیات او هم یې د نوموړي هېواد د ۷ معتبرو پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو سره د تفاهملیکونو د لاسلیک په اړه د یاد وزارت هدایات شریک کړل.

د پوهنتون رئیس دغه راز د ټولګټو وزارت سره د تورخم- کابل او کابل- مزارشریف د اورګاډي پټلۍ او د سټنډرډ ملي ادارې سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو په رامنځته کېدو خبرې وکړې.

د غونډې په دویمه برخه کې د مجلس غړو د یادو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ذکر شویو بنسټونو سره د ریسرچونو او تحقیقاتو، سروې ګانو او ټسټونو، مسلکي کادرونو روزلو، پر لیکه زده کړو او نورو بېلابېلو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کولی شي.

د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په خپلو خبرو کې د یادو شویو موضوعاتو د جدي تعقیب په اړه د منظم پلان جوړولو سپارښتنه وکړه، چې د مجلس د غړو له خوا ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu