د ننګرهار پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو موسسې تر منځ د علمي همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۹:۲۴
image

 

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه علمي مرکزونه د درېو کلونو لپاره د څېړنو، سروې ګانو، ظرفیت لوړونې، نشراتو او د محصلینو د عملي زده کړو په برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر خیرمحمد مومند له خوا په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو او تضمین کیفیت کمېټو مسؤلینو هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او دا یې د ننګرهار پوهنتون دنده وګڼله، چې په سیمه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره په بېلابېلو علمي او اکاډمیکو برخو کې همکاري وکړي.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر خیرمحمد مومند په تېر کې له خپلې موسسې سره د تضمین کیفیت، د محصلینو د عملي زده کړو او ستاژ، کانکور ازموینو او د روزنیزو کورسونو د دایرولو په برخو کې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي د ګډو علمي همکاریو د یاد تړون لاسلیک د خپلې تحصیلي موسسې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې، د یوه فرصت په توګه به ترې اعظمي استفاده وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۲
Background image

د کرنې پوهنځي د غونډو تالار د ارواښاد استاد پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني په نوم ونومول شو

 

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د غونډو تالار د دې پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد ارواښاد پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني په نوم له نومول کېدو وروسته رسماً پرانیستل شو.

د پرانیستې په. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۸:۵۹
Background image

یاد به دې زه کړم، ښاد دې خدای کړه!

 

د مننې پیغام!

د ننګرهار پوهنتون اداره د پریسټن انګلیسي ژبې انیستیتیوت د مشر انجنیر بهارالله دانش شګیوال، د الياس افغان ودانيز شرکت رئيس انجنير خان محمد دوست، د مثبت بدلون ټولنې مشر. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۸:۵۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ۷ څېړنیزو پروژو پرانیسته وشوه

 

د مسؤلینو په وینا، یادې څېړنې د هندوستان کرنیز تحقیقاتي پوهنتون (IARI) د ماسترۍ دورې افغان محصلینو له خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو په لارښوونه ددې پوهنتون په تحقیقاتي. . .

BACK TO NEWS