د ننګرهار پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو موسسې تر منځ د علمي همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۹:۲۴
image

 

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه علمي مرکزونه د درېو کلونو لپاره د څېړنو، سروې ګانو، ظرفیت لوړونې، نشراتو او د محصلینو د عملي زده کړو په برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر خیرمحمد مومند له خوا په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو او تضمین کیفیت کمېټو مسؤلینو هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او دا یې د ننګرهار پوهنتون دنده وګڼله، چې په سیمه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره په بېلابېلو علمي او اکاډمیکو برخو کې همکاري وکړي.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر خیرمحمد مومند په تېر کې له خپلې موسسې سره د تضمین کیفیت، د محصلینو د عملي زده کړو او ستاژ، کانکور ازموینو او د روزنیزو کورسونو د دایرولو په برخو کې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي د ګډو علمي همکاریو د یاد تړون لاسلیک د خپلې تحصیلي موسسې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې، د یوه فرصت په توګه به ترې اعظمي استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu