د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۴۸
Picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د سرطان په ۲۰ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوه او ددې پوهنتون، رئیس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي او اداري، د کارکوونکو استخدام او روزنې، وسایلو ترمیم او  بېلابېلو موضوعاتو  په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال د تېر سمستر د نهايي ازموینو د بریالي ترسراوي له امله د پوهنځیو له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه او په یاده برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې. 
نوموړي دندې ته پر وخت حاضرېدو، د پوهنځیو اداري چارو ګړندیتوب، د نظم استحکام او پر ټولو کارکوونکو یو شان د اصولو پلي کولو باندې ټینګار وکړ.
د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره شویو اجرااتو ګزارش وړاندې کړ. 
نوموړي مسؤلینو ته د پوهنځیو د تنظیف، پاکۍ او سرسبزۍ په اړه سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې په ټولو پوهنځیو کې له کاره لوېدلي وسایل ترمیم او هغوی لپاره اړین امکانات برابر کړي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون اړوند پر یو لړ متفرقه اداري او مالي مسایلو باندې بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۲۰:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت مرکزي کمېټې غړو غونډه وکړه.

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، د تضمین کیفیت کمېټې په فعالیتونو، د پوهنځیو او څانګو ارزولو، د کمېټې د غړو روزلو او د پوهنتون د اعتبار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۲۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ښکلا او سرسبزۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.

یادې چارې، چې ددې پوهنتون د مشرتابه د لارښوونې او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال تر مستقیمې څارنې لاندې د پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو له خوا جریان لري، په بشپړېدو سره به. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ماسترۍ برنامو په برخه کې د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به ننګرهار پوهنتون د التقوی لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو کې د ماسترۍ د نویو برنامو د ایجاد په برخه کې همکاري کوي.. . .

BACK TO NEWS

User account menu