د ماسترۍ دورې، څوارلسم پاسانو او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم ليکنې خبرتيا!

sakhizada_admin

 

ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۰ تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى

٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى

٥- اداره او تجارت څانګه – اقتصاد پوهنځى

د نوم ليکنې شرايط:

اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند

د تذکرې اصل او کاپي

د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.

د (٦٥) سلنه نمرو لرل

يوه قطعه رنګه عکس (چې بګراونډ یې سپین وي)

په شرايطو برابر فارغان دې د نوم ليکنې لپاره د روانې کب میاشتې له (۲) نېټې څخه تر (۳۰) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت ته راشي.

د نوم لیکنې وخت:

د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همدارنګه د څوارلسم پاسانو د اختصاصي او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمې هم راغلي، چې د یادو فورمو توزیع د پورته مهال وېش سره سم د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو په آمریت کې ترسره کېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

کارموندنه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۴۲
Background image

داقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته دشموليت فورمه ) ډکې، په مــــلي ژبه د نمرو اصل ترانسکرېپټ، او د لوړو زده کړو وزارت د ويب پاڼې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۸:۴۹
Background image

دننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون او صحي کلنيک آمريت اړوند د بستونو اعلان!

په شرايطو برابر نوماندان کولای شی چې په يادو خالي بستونو کې د نوم ليکنې په موخه، دخپلې پېژندپاڼې له کاپي سره يوځای دغوښتنې د ځانګړې فورمې  د ډکولو لپاره د ننګرهار پوهنتون د مالي او . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۸:۲۸
Background image

دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د کادر بستونو اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته، دنوم لېکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر تع دشموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ترانزکرېپټ ، دوزارت له ويب سايټ څخه د همدغې اعلان . . .

Back to announcements

User account menu