د ماسترۍ دورې، څوارلسم پاسانو او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم ليکنې خبرتيا!

sakhizada_admin

 

ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۰ تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى

٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى

٥- اداره او تجارت څانګه – اقتصاد پوهنځى

د نوم ليکنې شرايط:

اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند

د تذکرې اصل او کاپي

د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.

د (٦٥) سلنه نمرو لرل

يوه قطعه رنګه عکس (چې بګراونډ یې سپین وي)

په شرايطو برابر فارغان دې د نوم ليکنې لپاره د روانې کب میاشتې له (۲) نېټې څخه تر (۳۰) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت ته راشي.

د نوم لیکنې وخت:

د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همدارنګه د څوارلسم پاسانو د اختصاصي او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمې هم راغلي، چې د یادو فورمو توزیع د پورته مهال وېش سره سم د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو په آمریت کې ترسره کېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره