د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!
![pic](/sites/default/files/2023-03/annouce_0_1_2.jpg)
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون اړوند دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي ریاست په لاندې خالي بست کې د ازادې سیالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټولو په شرایطو برابرو کاندیدانو چې په ذکر شوې څانګه کې یې د دوکتورا او ماسټر په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د ۱۴۴۴/۸/۱۴ مطابق ۱۴۰۱/۱۲/۱۶نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۹/۶ مطابق ۱۴۰۲/۱/۸ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره