د رحمن بابا په شعر کې د تصوفي نومونو (اصطلاحاتو) ښکلا

پـوهنوال فضل ولي ناګار

ژبو او ادبياتو پـــوهنځی

پښتو ژبې او ادب څانګه

د رحمن بابا په شعر کې د تصوفي نومونو (اصطلاحاتو) ښکلا

لنډيز

تصوف پښتو ادب ته وسعت ورکړ او عرفاني ښکلاوو يې د خيال او فکر ډګر ډېر پراخ کړ. د پښتو ادب په منځنۍ دوره کې روښاني شاعرانو بې کچه عرفاني نومونې (اصطلاحات) په شعر کې راوړل او په پښتو شعر يې له حماسيت او د جنګ له ميدانه د عرفان رمز و ايما ته ورګډ کړ. له ميرزاخان انصاري پرته د زياترو روښاني شاعروانو ستونزه دا وه، چې فکر ترې پر فن غالب او برلاسی شو. يو ډول ابهام يې رامنځ‌ته کړ. خو د پښتو ادب ښه شامت دا و، چې د رحمن بابا غوندې يو لسان الغيب شاعر د روښانيانو په ميراث کيناست. او نوښت يې دا و، چې دغه سخت او ستغ عرفاني اصطلاحات يې د پښتو شعر په رخت د ګلونو غوندې داسې وپېيل؛ لکه د ګلاب غوټۍ چې وسپړل شي، پکې يو ښکلی ګل په موسکا وي. د رحمن بابا ټوله شاعري په عرفاني نومونو ښکلې ده، خو دده د هنر کمال دا دی،  چې دغه ژوره معنا يې د داسې الفاظو په لباس پټه کړې، چې د صورت ښکلا يې لوستونکي په ډېر نرم او لطيف انداز د عرفاني معانيو سمندر ته بلي، او هلته يې د لطافت په نرمو څپو بدرګه کوي. دا راښکون دومره ځواکمن دی، چې بې تاثره ترې هيڅ لوستونکی راستنيدلی نه‌شي.

سريزه

د رحمان پېژندنې په باب دا اړتيا ډېره اوڅاره ده، چې د ټولمنلي شاعر رحمن بابا د شاعرانه افکارو تل ته کوز شوو. دده د فکر سمندر په عرفان، تغزل، انساني ارزښتونو او د لوړو اسلامي اخلاقو په مرغلرو او جواهرو ډک دی.  څرنګه چې دلته موضوع يوازې د عرفاني ښکلاوو (تصوفي اصطلاحاتو) ده، او بيا دغه نومونې ډېرې نرمې او لطيفې راوړل شوې دي؛ نو ډېر دقت او پام غواړي. دلته دا ربړه هم حل کېږي، چې ولې د رحمن بابا اشعار پر لوستو او نالوستو د هر ذوق پر خاوندانو ښه لګي. ددې لامل دادی، چې د رحمن بابا د شعر بوده او تنسته ډېره ساده، خو ډېر قيمتي اوبدل شوې، دغې ظاهري حسن يې ژوره معنی محجوبه کړې، چې کله – کله څرګنده او يوازې د بصيرت په سترګو ليدل کېږي. يا په بل عبارت د هنر جوړښت يې ساده، ښکلی او عام فهمه، خو فکر يې د عرفان له ژورې مطالعې پرته ممکن نه ښکاري.

موخې

ددې ليکنې سر هدف د رحمن بابا د پېژندنې يو داسې اړخ دی، چې ډېر لږ پام ور اوښتی دی. د رحمن بابا شاعري په عرفاني اصطلاحاتو ښکلې ده، خو دغه ګلکاري د يوه ماهر هنرمن په قلم داسې انځور شوې، چې ژر ورته فکر نه رسي. دلته هنر او فکر داسې اوبدل شوي، چې يوه ښکلا د بلې لپاره د پردې او حجاب حيثیت لري، خو په ژور نظر يو رنګ له بل رنګه داسې ښکاري؛ لکه د لمر شغلې چې تر منشور لاندې څو ډوله ليدل کېږي. خو په کلي او مجموعي ډول يې يوه رڼا ځلانده کړې وي. د مقالې موخه ددې بېلابېلو رنګونو (کثرت) د حقيقت موندنې (وحدت) راز دی.

مواد او کړنلاره

دغه مقاله يوکتابتوني څېړنه ده، خو څرنګه چې ټول ادب او بيا په ځانګړي ډول د رحمن بابا د غزل او تغزل ماڼۍ د عرفان فن، فلسفې او الهياتو پر ستنو ټينګه شوې؛ نو ددغو ټولو علومو له يوې سر سري جايزې وروسته چې د موادو حيثيت لري، د څېړنې د کړنلارې پولې ټاکي. دا بهير به ستونزمن خامخا وي، خو ګټه يې ډېره ارزښتناکه بريښي.

د رحمن بابا په شعر کې د تصوفي نومونو (اصطلاحاتو) ښکلا

کله چې تصوف د يوه مسلک په توګه څرګند شو، د تاريخي شهادتونو له مخې د ظاهر بينو او مخالفانو سره لاس و ګريوان او ډېرې شخړې رامنځ‌ته شوې. چې د دوی په تکفير، تبعيد ازار او وژنې سرته ورسېدې. له همدې کبله د طريقت لارښوونکي اړ شول، چې ډېر مطالب او يا د دوی په اصطلاح مکاشفې او عيني مشاهدات له هر چا سره شريک نه‌کړي. همدا رنګه چې په دغه يون کې له کوم کشف او د مظاهرو له ظهور سره مخامخيږي، د طريقت د مرشدانو او مشايخو پرته پرې بايد د خپل مسلک ملګري او لاروي هم خبر نه‌شي. نو ځکه تر ټولو مخکې خپلو مريدانو د  مشايخو سپارښته راز ساتل او د اسرارو پټول وو. په خانقاوو کې ړومبی شرط د شيخ له خوا د مريدانو ته ازمايښت و، دوهم پرله‌پسې توصيې وې، چې د چپوالي او راز پټولو لپاره ورته کېدلې. څرنګه چې سالک په‌دې لار کې له نوو مقامونو او عجيبه حالاتو سره سرو کار لري؛ لکه مکاشفات، په سترګو د تجلياتو مشاهده؛ نو هغو خلکو ته يې څرګنداوی چې ددې وادي لاروی او اهل نه وو، په هېڅ ډول يې د درک او پوهاوي ځواک نه لاره. مبتدي سالکانو ته به چې کوم حال يا مقام د مکاشفې او مشاهدې له لارې څرګنديده، يواځې به د شيخ عارفانه ښوونو کره کاو، چې له شيطاني القا سره يې توپير وشي، او له انحرافه وژغورل شي. او همدا رنګه د نه پوهيدونکو له ازاره په امن وي.

دغه ډول ستونزو ته په کتنه د اسلامي عصر په تصوف کې دوه ډېر ستر مکتبونه رامنځ‌ته شول. بايد يادونه وکړو، چې د هجرت په درېيمه لسيزه کې ستر عالم، د تصوف مقتدا سيد التابعين حسن بصري هم راغلی و. سعيد بن جبير هم د مجاهدينو په کاروانونو کې و؛ نو له تزکيې، احسان او عرفان سره زموږ د هېوادوالو اشنايي په تاريخي اسنادو ولاړه ښکاري. د تصوف دوه ستر مکتبونه د بغداد او خراسان د مکتبونو په نامه مشهور دي. د بغداد مکتب چې لوی مخکښان يې حارث محاسبي، جنيد، شبلي او نور وو. دې فکري غورځنګ د ړومبي ځل لپاره تصوفي مسايل پر منبرونو مطرح کړل. ددې ښوونځي بنست د ماورا‌ء ماده او ميتا فزيکي ربړو په باب په ازادو خطابو او وعظونو ودان شو. تر دې چې ددې ډلې ځينو صوفيانو د تصوف د پېچلو ربړو؛ لکه وجود، د تجلياتو ظهور، قضا و قدر سخت ازارونه وليدل. ووهل او ووژل شول. دا ښوونځی د اولې هجري پېړۍ په وروستيو کې رامنځ‌ته شو. پښتون عارف او شاعر حافظ‌الپوري د منصور په باب وايي:

منصور سِر ظاهر او سولۍ ته وخوت

د خلا خبرې کله بر ملا شي

د خراسان تصوفي ښوونځی چې د دويمې هجري پېړۍ شاوخوا د خراسان د صوفيانو ترمنځ څپاند شو، ځانګړنې يې دا وې، چې دې ډلې ړومبی عرفاني اثار وليکل او د بغداد د مکتب پر خلاف خراساني عارفان زياتره ليکونکي وو، نه ويونکي او واعظان. دويمه ځانګړنه يې دا وه، چې د ماوراء ماده ربړو په اړوند چوپ پاتې شول. او هغه يې د اسرارو د نه ويلو خبرې وبللې، او که چا به نه منله؛ نو غبرګون يې دا چې، ذوق اين باده ندانی بخدا تا نه چشی.

ددې ښوونځي د ليکوالو زيار دا و، چې تصوف پر اسلامي نصوص برابر کړي، چې د حلاج غوندې د اسرارو په څرګنداوي تهمتي او ونه وژل شي. په‌دې ښوونځي کې درې داسې اثار وليکل شو، چې نړۍوال او بين الاسلامي شهرت لري. سراج طوسي (۳۷۰هـ) کتاب اللمع، ابو عبدالرحمن سلمی (۴۰۰ هـ) طبقات الصوفية)، عبدالکريم بن هوازن قشيري (۴۶۰هـ) رساله قشيرية تاليف کړل. په‌دې توګه د بغداد او خراسان د عرفاني ښوونځيو توپير دا دی، چې بغداد په څرګنده د تصوفي افکارو د تبليغ مرکز و او تدريسي تګلاره يې منبري او خطاباتي وه. په‌داسې حال کې چې د خراسان د عرفاني ښوونځي اصول ليکوالي او ادب و. (۳: ۶)

څرنګه چې اسلامي تصوف د «صلح کل» درس ورکوي؛ نو د عرفان تقاضا داده، چې له ټولو موجوداتو سره مينه ولري. دغه کاينات چې د کوم ذات تخليق دی، پکې سرتاسري ښکلا په څپو ده. حديث شريف دی، چې «الله جميل يحب جمال» دغې ذوق، اخلاص او عشق په تصوف کې د «جمال مکتب» رامنځ‌ته کړ. چې د رحمن بابا شاعري يې تر ټولو ښه ترجمانه ده. د رحمن بابا د شعرونو لغوي او مروجه معنا بايد مراد نه‌کړو، ځکه چې ددې څرګندو معناوو تر شا د الهي وارداتو او روحاني تنزلاتو بيان پټ پروت دی. چې په حقيقت کې د الهي اسرارو او معارفو د تغزل په ژبه څرګندول دي. د رحمن بابا مجازي ژبه د حقيقت ترجمانه ښکاري، او دا اړينه ځکه وه، چې عام ولس او ادب لوستونکي هم په‌دې مجازي، تشبيهي او استعاري څرګنداوي کې د لچسپي لري. د بېلګې په ډول زلفې د رحمن بابا په شعر کې په مجازي معنا نه، بلکې د يوې تصوفي نومونې (اصطلاح) په ډول سندريزې شوي‌دي. د تصوف په اصطلاح له زلفو نه موخه د نفسياتو لړۍ، د کثرت مظاهر، جلالي تجليات، د راز واخفا مقام، پريشانه حالت او د کثرت په قيد کې د عاشقانو بنديدل دي. تعينات پردې او حجابونه دي، چې د حقيقت ننداره يې پټه ساتلې ده؛ نو ځکه د ګڼو زلفو اصطلاح ورته کارېدلې ده، زلفې مخ پټ ساتي:

که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نه‌شته

تل په ګنج باندې پراته وي اژدها

زه له کوم يوه کمنده سر وکاږم

کمندونه دي هزار د تورو زلفو

(۷: ۲۹)

د رحمن بابا په هنري چلند کې وجود او شهود دواړه شتون لري، خو د وحدت الوجود څرکونه يې ډېر اوڅار دي. که څه هم وحدت الوجود او وحدت الشهود په نهايت کې يو او د محدث دهلوي شاه‌ولي الله په اند تشبيهي او استعاري تعبير جدا ښکاره کړي‌دي. حضرت مجدد الف ثاني هم وايي، چې کاينات دوهم په مرتبه کې پيدا شوي، نمود لري، خو وجود نه‌لري، او دا «وهم محقق» دی. خو بيا هم د صفاتو عين او غير ګڼلو يو څه ستونزه زېږولې ده.(۹: ۷۳۰).

د وحدت الوجود لنډيز دادی، چې مطلق وجود يو دی، او هغه حق ذات جل‌جلاله دی. نور ټول ممکنات او ممکنات ظلال «سوري» او بروزات دي، خو دلته بايد درې شيان، وحدت، توحيد او اتحاد څرګند شي. توحيد د عقيدې او ايمان بنسټ دی. له وحدت نه موخه د خدای وجود دی، خو اتحاد زنديقيت او الحاد دی؛ نو په‌دې توګه وحدت؛ لکه توحيد د شرک نه، بلکې د کثرت مقابل کاريږي. د حق ذات د صفاتو تجلی او نور د امر په عالم (ملکوت) او د خلق په عالم (ناسوت) کې ظهور کوي، او انځورونه پريږدي او جوړوي. دا عکسونه د امر په عالم کې په لطيف ډول خپله جلوه ښيي، چې ورته معاني (معنا) وايو. خو د خلق عالم يې بيا د ثقيل شکل شاهد دی، چې خلايق او مظاهر ورته وايي. دا ټول د وجود شهود دي، چې من الله، مع الله، للله او فی الله څرګنديږي، خو په ټوليز ډول د وجود په امر ممکن او د وجود په ار معدوم دي(۱: ۳۶).

د رحمن بابا شاعري له عرفاني ښکلاوو او لطايفو نه ډکه ده، خو يوه ربړه دا هم ده، چې رحمن بابا د خپل معجز شعر رخت دومره په خوږه، ساده ژبه او د فکر و خيال په‌داسې وريښمينو تارونو اودلی، چې د ژبې ښکلا او اغېز يې نورې ټولې خوبۍ تر وړانګو لاندې راوستلي. د بېلګې په ډول وحدت الوجود په ساده ژبه په «همه اوست» معنا کوو، خو رحمن بابا يې داسې سندريز کوي، چې د «تاليف» ځواک يې (د معاني د علم په اصطلاح) د الفاظو هر ډول مد‌و‌جذر ته يو تناسب ورکوي او لکه د سمندر غوندې په څرګنده خاموش، خو په تل کې يې د معانيو توپانونه په څپو وي. بېلګه يې داده:

زه د يار مينې په يار باندې شيدا کړم

که څوک ما ګڼي زه نه يم واړه دی دی

د همه اوست ټکي په ټکي معنا «واړه دی دی» خو د فن کمال رښتيا هم دادی، چې هنر بايد په هنر کې پټ وي.

د رحمن بابا په شعر کې هنري صنايع په ډېر هنري مهارت راوړل شوي؛ لکه چې مخکې مو وويل، د ژبې لطافت او شاعرانه استدلال لوستونکی دې ته نه پريږدي، چې ژور فکر واخلي؛ لکه هواره لار مزل پرې ډېر اسان ښکاري، خو په دوهم ځل لوستو پکې د معنا جهانونه ودان ښکاري:

په يوه غمزه د سترګو يې فنا شوم

سر تر پايه بې بنياده بې بقا شوم

غمزه د سترګو په ځانګړي ډول بندول او غړول دي. د سترګو په غمزه کې دوه متضاد حرکتونه شته؛ نو اغېزې يې هم سره تضاد لري. د سترګو بندول عاشق ته التفات او پام نه کول او سترګې غړول پرې رحم کول دي. له دې ترکيب او امتزاج نه چې کوم حالت رامنځ‌ته کېږي، هغه د خوف (ويرې) او رجا (هيلې) ډول دی. په غمزه کې پټ او ظاهر دواړه کنايې دي، خو خبره دلته نه خلاصيږي. د رحمن بابا غوندې يو مستدل قلندر او سپېڅلی روحاني بزرګ څنګه په يو وار کتلو د فنا مقام ته ځي. چې ورسره جوخت يې بقا او د ژوند د ماڼۍ تاداوونه هم رانړيږي؟ ددې غبرګون دادی، چې رحمن بابا رښتيا ويلي، غمزه په‌خپله اصلي او لغوي معنا نه په مجازي او استعاري ډول راغلې، چې قرينه يې بې بنيادي او بې بقا کيدل دي. دا تجلی ده او تجلا درې ډوله صوري يا ذاتي، د صفاتو او د افعالو په نوم بلل شوې‌ده. رحمن بابا ته صوري تجلا شوې، دا تجلا سالک فنا کوي. که د سالک په مادي وجود کې بشپړه تزکيه نه وي راغلې؛ نو ذات يې فنا او بشري صفات يې ګډ وډ شي. چې «صعقه» هم ورته وايي؛ لکه د حضرت موسی عليه السلام حالت چې فاني وګرځيد، او په عظيم الشان قران کې ورته هم اشاره شوې‌ده. خو که د فاني وجود بقا يا په بشپړ ډول محو شوی وي، او حقيقت يې د وجود له فنا وروسته له بقايي مطلق سره واصل شي. په ازلي نور ازلي ذات مشاهده کوي. يو بل پښتون عارف او شاعر ميرزا خان انصاري (۱۰۴۰) مړ ښايي، له همدې کبله ويلي وي چې:

يو بې حد به د بې په سترګو ګورې

د عرفاوو په اند دا خلوت يواځې زموږ پيغمبر عليه الصلوة والسلام ته بخښل شوی، او دا شربت ور ډالۍ شوی‌دی، چې ګوټ يې دده ځانګړو متابعانو ته هم ور څکل کېږي. بايد يادونه وکړو، چې په سالک لومړی د افعالو بيا د صفاتو او بيا د ذات تجلا راځي د افعالو د تجلا شهود ته «محاضره» د صفاتو د تجلا شهود ته مکاشفه او د ذات د تجلا شهود ته «مشاهده» وايي.(۲: ۱۱۷).

 

په هر دم يې نوې نوې تماشا ده

زه رحمن د خدای وکړو وته حيران يم

هره شېبه نوې – نوې تماشا د حق له تجلياتو پرته بل څه نه‌شي کېدی، او نه امکان لري. د رحمن بابا دغه بيت د مبارک ايت شريف «کل يوم هو في شان» ترجمان هم ګڼلی شو. دا تجلی ده. تجلی په دويمه يا درېيمه مرتبه کې د يوه شي ظهور ته وايي. د تصوف په اصطلاح کې د حق يا د هغه د اسم او يا يې د کوم فعل ظهور څرګنديدا ده. تجلی د نور هغه رڼا ده، چې په سالک پريوځي. د خدای د ظهور شان هېڅ پای نه‌لري. تجليات هم بېلابېل او په ګڼ شمېر دي، چې له حد و حدود وتې ښکاري. په هر چا د هغه له استعداد سره برابره جدا – جدا تجلی کېږي. يوه تجلی چې په چا يو ځل وشي. دغه تجلی بل ځل په ده يا په بل چا نه کېږي، په‌دې معنا چې په تجلياتو کې تکرار نه‌شته، هر دم او هره شېبه په نوي – نوي ډول متجلي دی. څه ډول چې د الله ذات مبارک انتها نه‌لري. تجليات هم په نوي – نوي شان پرله‌پسې ظهور مومي، او پای يې نه‌شته. د حق تعالی له خوا په بنده تجلی «الهي شان» او د بنده دې حالت ته «حال» وايي. د حال يو تعريف دا هم دی، چې د زړه پرله‌پسې څار نه حال دی.

هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شي

په‌دا جام کې ورښکاره تمام عالم شي

جام جم يا جام جهان نما په لغت کې هغه جام ته وايي، چې ټوله نړۍ پکې ښکاري. داسې جام چې د دنيا د خير و شر حالت ترې څرګنديږي. صوفيان کامل انسان ته شيخ، هادي، مهدي، جام جم، جام جهان نما، ترياق بزرګ، اکسير اعظم او نړۍ ځليدونکې يا څرګندوونکې هېنداره وايي. سالک چې د عشق مرتبې ته ورسي، او د پاک عشق په اور وسوځي. نو له اهل جبروت سره يې مناسبت پيدا شي. (جبروت د صفاتو مرتبه ده)، د عشق پوړۍ ته د رسېدلو له کبله يې د زړه هېنداره داسې پاکه، صافه، ساده او بې نقشه شي، چې جهان نما جام او نړۍ ځلوونکې ايينه وګرځي. هر شی چې د جبروت سمندر ته يون کوي، چې د وجود ساحل ته ورسي، ساحل ته د رسېدو ړومبی يې انځور د سالک په زړه پريوځي. چې دا د کشف مقام او رحمن بابا پرې وياړل شوي‌دي.

وجود مطلق يو دی، خو يو ظاهر او بل باطن دی. باطن وجود يو نور دی، او دا نور د ټول عالم روح او ځان دی. دا نور نامحدود نا متناهي بې پای او بې ساحله دی. کله يې چې وغوښتل، خپل جمال وګوري، او خپل اسما او صفات يې مشاهده کړل؛ نو تجلی يې وکړه، له باطن نه ظاهر، له غيب نه شهادت او له وحدت نه کثرت په وړانګو شو.(۵: ۴).

 

ای رحمانه د بلبلو ژبه زده‌کړه

پس له هغې په صفت د ګل اندام شه

بلبل په شعر کې او محاوره کې مستعمل ويی دی. خو رحمن بابا په پورته شعر کې بلبل هغه رباني عارف ته وايي، چې له اماره نفس نه ژغورل شوی وي. اماره هغه نفس دی، چې تل په بدۍ امر کوي؛ نو له اماره نفس نه ژغورلی سالک او په ذکر و فکر تل مشغول ته صوفيان بلبل وايي.

دا زما د يار جلوه دی چې ليده شي

لکه لمر په صومعه په سومنات

صومعه د تنزيه مقام دی. صومعه په اصل کې د عيسويانو عبادتځی ته وايي. په عيسی عليه السلام د تنزيه غلبه وه، او د هغوی د ښوونو هم له تنزيه سره يو نسبت و. ښايي همدا لامل وي، چې په صوفيانو کې له صومعې نه د تنزيه لورې ته نغوته کېږي. د تنزيه ښه تحليل د رحمن بابا په‌دې شعر کې هم څرګند دی.(۴: ۲۱۶).

تنزه ده له جمله و جهتونو

او بيا هر جهت پده باندې ودان دی

ړومبی مسره تنزيه او دوهمه يې تشبيهي تنزيه ده. په مطلق تنزيه کې ستونزه داده، چې بشري عقل ورته نه رسي. او پکې د انکار ويره وي. يوه بله عجيبه اصطلاح چې په تصوف کې دود لري، ابرو ده. صوفيان ابرو غيبي الهام او کلام ته وايي. يو بزرګ فرمايي، چې ابرو «قاب قوسين» ته اشاره ده. او که سالک د کومې نيمګړتيا له کبله له خپلې مرتبې نه پريوځي. دې ته هم ابرو وايي. له ابرو نه مراد صفات هم کېدی شي. ابرو د چشمانو يو جز دی. صفات لکه پرده او څوکيدار د ذات لپاره حجاب وي. رحمن بابا ترې داسې يادونه کوي(۶: ۵۸). 

کج زلفان کج ابرويان لکه چې ستا دي

نه لړم شته نه ماران دا هسې شوخ

د رحمن بابا شاعرانه ځواک له دې هم ښکاري، چې په هنري تخليق کې يې د تسويې دواړه اړخه ايجابي (مثبت) او سلبي (منفي) خواوې په پام کې ساتي. خو په سلبي يا منفي روش کې چې متضاد او متخالف دي، د کيفيت او کميت له مخې توازن او اعتدال راولي.(۸: ۵۰). لکه

رحمن حسن د يار وينم په پرده کې

د بوی چارې يې همه د خوند په شان دي

پرده عرفاني اصطلاح او د طريقت په لوازماتو کې د عاشق او معشوق ترمنځ حايل ته وايي. په همدې ډول بوی د عرفان له مخې خبرتيا او کشف ته وايي. د رحمن بابا يو بل شعر ددې تفصيل راکوي، چې حقيقي محبوب په صفاتي انداز ليدل ممکن دي، او نور عروج نه‌شته:

بې پردې حسن به نه وي چا ليدلی

که څوک وايي چې ليده شي تش ګومان دی

د ړومبي بيت د څېړنې په باب ښکلا پوهان په‌دې اند دي، چې د ښکلاييزو ارزښتونو د څرګنداوي وسيله کله عقل کله احساسات و جذبات او کله د ادراک قوت وي. بوی د خوند غوندې د حس او احساس مساله ده. رحمن بابا د خپلې مشاهدې په مټ بوی ته د خوند غوندې مادي انځور ورکوي، او د عجايب نفسياتي کيفيت په زړه او ذهن د وړانګو په ډول تجسيموي. دغه توازن او اعتدال په پنځو مادي حواسو رامنځ‌ته شوی، حواس يو بل نه نفي کوي، بلکې يو بل ځواکمنوي. چې له ترکيب او امتزاجه يې يو ناممکن شی (بوی) په يوه ممکن شي (خوند) اوښتی، چې کټ مټ دغه ذايقه له نفس سره تړون لري، او د بوی په نسبت يې مادي لوری ډېر ځواکمن دی. د رحمن بابا ساده انشا دومره رنګينه، ستره، منطقي او دومره ډېر هنري رنګونه لري، چې څېړل يې بايد د هرې زمانې خپل – خپل ذوق ته پرېښودل شي.

مناقشه

پر رحمن بابا باندې تر اوسه ډېرې  ليکنې شوي او کېږي به. د رحمن بابا شعر که هر څومره ټولمنلی دی، خو دده په شعر کې عرفاني اصطلاحاتو ته کما حقه کتنه نه ده شوې. که څه هم زموږ ادبي اسلاف په دې باب داسې کارنامې لري، چې رسيدل ورته ګران بريښي. خو د فطرت د قانون له مخې د هرې زمانې او وخت خپلې غوښتنې وي. د بېلګې په ډول اوس موږ د څو لسيزو جنګي او يرغليز ناورين ځپلي يو؛ نو زموږ د شرايطو غوښتنه به دا وي، چې د رحمن بابا هنر چې د اسلامي تصوف په بنسټ د «صلح کل» رنګ لري، بايد خپلې ټولنې ته يې د «کار خير» په هيله وړاندې کړو. نو ځکه به دغه څېړنه له شويو ليکنو سره په تقابلي ډېر د پرتلنې پر وخت که لوړه نه وي، خو نوښت به يې دا وي، چې د رحمن بابا د فن يوې پټې خزانې ته نغوته لري او هغه عرفاني  نومونې دي. همدا ډول د رحمن بابا د مينې او قلندرۍ په نړۍ کې چې د اسلامي خواخوږۍ يوه ستره مدرسه ده، يوه شيبه تم کېدل د ستړو ذهنونو لپاره د جنت سيل کول دي. چې بايد د ښه مستقبل لپاره ترې الهام واخلو.

پايله

د ليکنې په پای کې دې پايلې ته رسو، چې د رحمن بابا د پوره پېژندنې لپاره يوازې ادبپوهنه بسنه نه کوي. دلته بايد د عرفان د بشپړې مطالعې ځواک راسره وي. چې کله – کله يې خبره فلسفې ته هم رسي. عرفاني اصطلاحات که هر څومره وچ، سخت او فلسفي بڼه لري، خو ورسره جوخت د رحمن بابا ادب او هنر خپله برلاسي له لاسه نه ورکوي. او دغو ټول مضامين او موادو ته لومړی د خپل ذهن و فکر په خوبولو ګلورينو وږمو کې جوټې ورکوي. او بيا يې د اظهار په ملکوتي ځواک دومره سندريز کوي؛ لکه چې کوم قدسي راز را څرګندېږي. دلته ده چې د رحمن بابا د فن لمن د اعجاز په ګلونو اوبدل کېږي او هنر يې معراج ته رسي.

وړانديزونه

د رحمن بابا د شعر و هنر پر څېړنې سربېره دده د افکارو تحقيق ډېر اړين دی. يوازې رحمن بابا نه، د نړۍ هر لوی عارف شاعر يو مفکر هم وي. موږ رحمن بابا لا تراوسه داسې نه دی مطالعه کړی. حال دا چې رحمن بابا د پښتني او اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره په خپل فن و هنر کې ځانګړي اقدار او ارزښتونه په نښه کړي دي. د رحمن بابا د هنر تر شا د معانيو يو سمندر په څپو دی. رحمن بابا خپل انساني او اسلامي پيغام د هنر په ژبه ډېر خوږ کړی او ښکلی کړی دی؛ نو ځکه بايد رحمن پوهنه عامه او په دې باب ژورې څېړنې ترسره شي.

ماخذونه

  1. امر، عثمان. (۲۰۱۶). رحمان بابا ريويو، د تصوف اصطلاحات. پښتونخوا: نوښار.
  2. جامي، عبدالرحمن. (۱۳۸۱). نقد النصوص في شرح نقش الفصوص، دوهم چاپ. ايران: کتابخانه ملي.
  3. حبيبي، عبدالحی. (۱۳۴۶). تصوف. کابل پوهنتون: پوهنځی زبان و ادبيات.
  4. قادري، محمد عباس. (۱۹۷۹). تصوف. صوبه سرحد: پېښور.
  5. ګوهرين، سيد صادق. (۱۳۸۸). شرح اصطلاحات تصوف، جلد سوم. تهران: خيابان انقلاب.
  6. ګيلاني، اسد. (۲۰۱۶). رحمان بابا ريويو. وجود و شهود. پښتونخوا: نوښار.
  7. مهجور، پرويز. (۲۰۱۶). رحمان بابا ريويو. د زلفو معنا او مراد مقاله. پښتونخوا: نوښار.
  8. ناصر، نصير احمد. (۱۹۹۰). جماليات قران حکيم کی روشني مين. لاهور: فيروز سنز.
  9. هوتکي، نصرالله. (۱۳۵۲). شرح مکتوبات امام رباني، اتم جلد. پېښور: قصه خوانۍ بازار.

الروعة الجمالية المصطلحات الصوفية فی ابيات عبدالرحمن بابا الشعرية

لقد أضفی الزهد و التصوف أدب لغة البشتو لأناقة و التوسع و أثر فی شعره حيث اخرجه من الحماسة و الحروب الی ميدان العلم و العرفان و ذالک فی المرحلة الوسطی من مراحل الأدب الأفغانی، و کانت المشکلة لی غالبية الشعراء فی تلک المرحلة عدی الشاعر ميرزاخان تغلب الفکر علی الفن فتسبب ذلک نوعا من الغموض و لابهام، فکان من حسن حظ الأدب الأفغانی استيلا الشاعر الصوفی عبدالرحمن بابا علی التراث الأدبی الأفغاني، و کان من ابداعة تطويع المطصلحات الصوفية الشديدة و توزيعها المنسجم علی بساط الأدب الأفغاني ـ الشعر ـ کباقات الورود المتفتحة الزهور المتبسمة، فازداد شعره بذلک روعة و جمالا و تاثيرا و جذابا.