د اقتصاد پوهنځي ډيپارټمنټونه
داقتصاد پوهنځی لاندې تحصيلي څانګې لري:
اداره او منجمنټ (BBA) څانګه
د اداره او منجمنټ څانګه د اقتصاد پوهنځي تر تأسیس کیدو ډېر وروسته رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځي ددې څانګې د رامنځته کېدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او د همدې هڅو او منډو ترړو پایله وه چې په ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو جلیله وزارت لخوا منظور شوه. یادې څانګې تر دې مهاله د پام وړ فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې په خدمت مصروف دي. اداره او منجمنټ څانګې تر دې مهاله مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د ښه کیفیت پایله یې په اداراتو کې څرګنده ده، اوسمهال په یاده څانګه کې د اته تنه استادانو لخوا شاوخوا (۱۶۵) تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي. د استادانو لخوا د عصري وسایلو په کارولو سره محصلان روزل کېږي، د څانګې د نورو پرمختګونو په موخه په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې په عصري او نوې فکره سمبال کادرونه په یاده څانګه کې جذب کړو او ددې څانګې د پرمختګ سبب شي.
د سوداګرۍ څانګهCommerce
د سوداګرۍ (Commerce) څانګه د اقتصاد پوهنځي د تأسیس کیدو سره سمه رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځی ددې څانګې د رامنځته کېدو لپاره پلان جوړ او په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا منظور شوه. یادې څانګې تر دې مهاله ډېر فارغان ورکړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې او خصوصي سکتور کې په خدمت مصروف دي. په یاده څانګه کې د اووه تنه استادانو لخوا شاوخوا ۱۷۱ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي.
ملي اقتصاد څانګه
د ملي اقتصاد څانګه په ۱۳۶۹ لمریز لېږدیز کال کې تأسیس شوې ده، چې په هیواد کې د اقتصاد د عمومي ساحو لپاره کدرونه روزي، دا څانګه د اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو د وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام له تائید وروسته رامنځته شوه، دې څانګې په برییالیتوب سره تر اوسه پورې په زرګونه فارغان ټولنې ته وړاندی کړي، دا څانګه چې د ملي اقتصاد د پلان جوړونې څانګې تر نامه لاندې رامنځته شوې وه تر څنګ یې د شرایطو او وخت د بدلونو سره سم د څانګې لخوا په درسي نصاب کتنه کیږي او اړین مضامین په نصاب کې داخل او ځينې چې د وخت د شرایطو او تقاضا سره اړخ نه لګوي حذف کیږي.
مالي او بانکي څانګه (Finance & Banking)
مالي او بانکي څانګه چې په لنډیز سره د (F&B ) په توګه لیکل او یادیږي، نه یواځې ننګرهار پوهنتون کې، بلکې اوس په ټوله نړۍ کې یوه مهم دیپارتمنت دی چی د مالی مدیریت، مالی خطرونو، بانکی چارو او د دارايي یا شتمنیو په هکله مسایل تدریس او په دغو ډګرونو کې علمي تحقیق او څیړنې کوي. دغه څانګه په ننګرهار پوهنتون کې له ۱۳۹۱ لمریز لېږدیز کال څخه را په دېخوا تاسیس شوې ده.