دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په اړه

ژورنالېزم پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (۱۳۹۰) هجري لمریز کال کې تاسیس او تر دې دمه یې په نهو دورو کې  د (۱۹) ښځینه وو په ګډون (۹۲۰) تنه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. دغه پوهنځی دمګړۍ درې څانګې( راډیوټلویزیون، مطبوعات او عامه اړیکې) لري چې په هره څانګه یې محصلین پر زدکړو بوخت دي. په ټوله کې ژورنالېزم پوهنځی (۳۰۵) تنه برحال محصلین لري. پوهنځی په درې واړو څانګو (راډیو تلوېزیون ،مطبوعات  او عامه اړیکې ) فعلاً پنځلس  تنه  د علمي کادر غړي لري چې یوولس تنو یې د بېلابېلو هېوادونو له معتبرو پوهنتونونو د ماسترۍ سندونه تر لاسه کړي دي.

د ژورنالېزم پوهنځي استادان د پوهنتون  په بېلابېلو مهمو کمېټو (د ځان ارزونې ، علمي څېړنو ، فرهنګي، د کريکولم ، نظم او دسپلين ) کې غړيتوب لري او د  علمي تجربو د تر لاسه کولو او روزنيزو کورسونو لپاره   یې په کور دننه او بهر په بېلابېلو روزنیزو ورکشاپونو او ټرېننګونو کې برخه اخیستې ده.

User account menu