دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په اړه

ژورناليزم  پوهنځى دننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکیلاتو  کې په کال۱۳٩١ هجري لمریز  کې رسما  تاسيس شوی دی.د درسي نصاب او کريکولم له مخې به د دواړو څانګو ( مطبوعات او راډیو تلوېزیون ) محصلینو دوه کاله په عمومي ډول یوځای زدکړې کولې چې د وروستي کرکولم له مخې اوس هره څانګه د لومړي سمستر څخه خپل درسي نصاب جلا پر مخ بیایی.  دمګړی عامه اړیکو څانګه د یوې فعالې او غښتلې څانګې په صفت د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځي په ترکیب کې شامله ده چې هر کال په لسګونو مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. د عامه اړیکو څانګې استادان  دپوهنځی په بېلابېلو مهمو کمېټو (د ځان ارزونې ، علمي څېړنو ، فرهنګي، د کريکولم ، نظم او دسپلين ) کې غړيتوب او یا هم د کمیټې مشري پر غاړه لري او د  علمي تجربو د تر لاسه کولو او روزنيزو کورسونو لپاره   پر مرکز کابل سربېره متحده عرب اماراتو، دوبۍ، هندوستان ، امريکا او ترکيې هېوادونو ته د علمي برنامو او ټرننګونو لپار  تللي دي چې دا دی نن د همدغو علمي سفرونو د ښو لاسته راوړنو په نتیجه کې د څانګې محصلین په پوره ډاډ او خوښۍ سره زدکړې کوي. د عامه اړیکو څانګه د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له درې ګونو څانګو څخه یوه څانګه ده چې د یاد پوهنځي په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ۱۳۹۹ کال کې جوړه شوه، د یادې څانګې علمي کادر غړي  اوسمهال د یو ټاکلي کریکولم پر مټ د تدریس چارې پر مخ وړي. یاده څانګې څلور ټولګي لري ، چې د محصلینو شمېر یې د پوهنځي د غوښتنې او د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید پر اساس هر کال سره توپیر کوي.

User account menu