دساينس پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!
((دننګرهار پوهنتون دبشري سرچينو آمريت د استخدام عمومی مديريت خبرتيا))
دننګرهار پوهنتون ریاست اړوند د ساينس پوهنځی په لاندې خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرايطو برابرو اشخاصو ته اړتيالري:
ګڼه |
پوهنځی |
څانګه |
د کوډ شمېر |
د بست شمېر |
کال |
داعلان مرحله |
ماخذونه |
۱ |
ساينس |
کيميا او بيولوژي |
28-06-B1-14-01-05 |
۱ |
۱۴۴۵ |
دوهم ځل ۱۴۰۳-۴-۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۳-۴-۱۷ نېټې پورې |
۱ – زولوژي، لمړی جلد، (۱۶-۱۳-۱۱-۸-۴-۳-۲)فصلونه نه دي شامل، ليکوال پوهاند ذاکره بابکرخيل، دچاپ کال: ۱۳۸۸. ۲- جنتيک، ټول کتاب شامل دی، ليکوال: پوهنمل زيارت ګل منصور، چاپ کال:۱۳۹۸. ۳- پرازيټولوژي، (۶ – ۵ – ۴ – ۳ ) فصلونه نه دي شامل، ليکوال: پوهنوال بادشاه خان بابکرخيل د چاپ کال: ۱۳۹۵. ۴- ميکرو بيولوژي، (۶) فصل نه دی شامل، ليکوال: پوهنوال محمد ناظر فيصل، د چاپ کال: ۱۳۹۷. ۵- حيواني فزيولوژي (۳ – ۴) فصلونه ندی شامل، ليکوال: پوهنوال محمد ناصر همدرد، دچاپ کال ۱۳۹۵. |
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوې څانګه کې يې، د دوکتورا ،ماسټرۍ او يا لېسانس په سويه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت ته وسپاري.