دانجينري پوهنځي اوسنی حالت
انجینري پوهنځي اوسنۍ حالت
انجینري پوهنځي چې په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې تاءسیس شوې ، اوس مهال په دریو رشتو کې 618 محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د 35 تنو علمي کادر غړو لخوا ورته د کریدیت سیستم له مخې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.
علمي پروګرامونه
انجینري پوهنځی اوس مهال یواځې د لسانس په کچه درې علمي پروګرامونه لري . نوموړي علمي پروګرامونه عبارت دي له سیول انجینري، اوبو زیرمو او چاپيریال ساتنې انجینري او همدارنګه د مهندسي انجینري.
په پام کې ده ،د پوهنځي د پنځه کلن ستراتيژیک پلان له مخې به په 1404 هـ ش کال کې په سیول انجینري کې د ماستري برنامه پیل کړي
د پوهنځي فزیکي منابع:
انجینري پوهنځي 12 درسي خونې، یو کمپيوتر لیب چې پنځوس پاېې کمپيوترونه لري، درې لابراتواري خونې، کتابتون، د څانګو او استادانو پنځه خونې، دپوهنځي ریاست ، تدریسي مدیریت ، د پوهنځي معاونیت او یوه ډيپو لري.
علمي ملګرتيا او پارټنرشيپونه
د ننګرهار ولایت دولتي سکتورونه( ښاروالي، فوايد عامه، برېښنا، انکشاف دهات، سیندیزه خوزه، کانال)
خصوصي سکتورونه( PMS-Japan, Community World Service Asia)
لابراتوارونه:
انجینري پوهنځی د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او همدارنګه د علمي کادر غړو د علمي څيړنو ترسره کولو لپاره لاندې لابراتوارونه لري.
د ساختماني موادو ، کیمیا ، سروې او مهندسي ستودیو
البته یادونه کیږي چې نوموړي لابراتوارونه د تجهیزاتو او لابراتواري خونو له پلوه ډيرې نیمګړتیاوي لري. د ستراتيژیک پلان له هڅه کیږي چې یاد لابراتوارونه د تجهیزاتو او لابراتواري معیاري خونو له پلوه غني شي.