تاریخچه

ژبو او ادبياتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې له پرمختيايي پلان سره سم په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی، چې لومړنى رئيس يې پوهاند فيض محمد (فياض) بيا په ترتيب سره محمد شاپور، پوهاند مسعود نېکبخت، پوهنمل سيد غفور غفوري، پوهنوال فضل ولي ناګار، پوهنوال معروف شاه (شينوارى) او اوسنی رئيس يې پوهاند مسعود نېکبخت دی. هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) لرل او د استادانو شمېر يې (۶) تنه وو. پوهنځی په همدې نامه (د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځی) يادېده. ورپسې د روسي ژبې او ادبياتو څانګه هم پکې د يو څو کالو لپاره فعاله وه. د وخت د غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۷۱ ل کال فعاله شوه. په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادبياتو څانګه پکې تاسيس شوه. بايد يادونه وکړو چې د پښتو څانګې په اډانه کې د شپې پوهنځی هم تاسيس شو، يو- دوه کاله يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې فعاليت درلود، خو په ۱۳۸۳ ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اداري تشکيل ته ورانتقال شو. له ۱۳۷۱ ل کال را په دې خوا د پوهنځي په تېره بيا د پښتو څانګې په درسي نصاب کې ادلون- بدلون راغی؛ د ساري په ډول د روسي ژبې، علمي ټولنپوهنې او سياسي اقتصاد مضمونونو پر ځاى په کې انګليسي ژبه او اسلامي ثقافت مضمونونو تدريس پیل شو. دغه راز د دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۲ ل کال کې فعاله شوه او دا ډېر کلونه کېږي چې د لسانس په سطحه فارغان ورکوي. د هندي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۵ ل کال کې تاسيس شوه. د جرمني ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شوه او لومړنۍ دوره يې اوس تر څلورم ټولګي پورې رسېدلې او تدريس یې جريان لري. په پښتو څانګه کې د ماسترۍ پروګرام په ۱۳۹۳ ل کال تاسيس شو، دوه دورې فارغان يې ورکړي او درېيمه دوره جريان لري او د څلورمې دورې لپاره به د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت سره په تفاهم کې ازموينه واخيستل شي او نوي محصلين به جذب شي.

کله چې د پښتو څانګې سربېره نورې څانګې ايجاد شوې، نو د پوهنځي نوم پر (ژبو او ادبياتو پوهنځي) واوښت. دې پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې د لومړۍ ورځې څخه راپدې خوا (۳۰۳۰)  مسلکي کدرونه د ټولنې د خدمت په لپاره روزلی دي چې د هرې څانګې د فارغانو شمېر او د موجودو استادانو کيفي او کمي معلومات  په جلا جلا ډول وړاندې شوي دي. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۸۲ل کال کې د (کلية اللغة العربيه) له خوا (۹۹) تنه فارغان ددغه پوهنځي د عربي څانګې له اسنادو سره يو ځای شول.

اوس مهال (۱۳۹۶) ل کال کې د دې پوهنځي د محصلانو مجموعي شمېر (۱۵۰۰) تنه دی چې )۱۳۰۰( تنه يې نارينه او ) ۲۰۰ (تنه يې نجونې دي. د محصلينو د علمي سويي د لوړولو په خاطر کتابتون، کمپيوټر ليب او د انټرنټ اسانتيا موجوده ده. البته دغه سهولت محدود دی او د ټولو محصلينو لپاره کفايت نه کوي. د تشکيل له مخې دغه شمېر محصلانو ته په علمي کادر کې شامل (۵۵) تنه استادان په تدريس بوخت دي.