تاریخچه
لنډه تاریخچه
د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځی په ۱۳۹١ هـ ش کال کې دهېواد ملکي خدمتونو او دعامه پاليسئ دجوړلو په برخه کې دمسلکي کدرونواو د هېواد دعامه ادارې لپاره دليسانس په سويه دعلمي کارکوونکو د روزنې په مؤخه تأسيس شوی دى. دغه پوهنځی لاندې څانګې لري:
- د عامه ادارې څانګه
- دعامه پاليسئ څانګه
- دانکشاف مديريت څانګه
دعامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي لومړنۍ دوره په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې شامله شوې. چې اوس مــهال درې ټولگي لري او ( ٢٨٩ ) تنه برحاله محصلين لري چې ( ٦ ) تنه يې انجونې او ( ٢٨٣ ) تنه يې هلکان دي. دعامه ادارې او پاليسئ پوهنځی د ليسانس دورې کريکولم د څلورو کلونو لپاره ترتيب شوی دی چې په دې وروستېو کې يوځل بيا ورباندې تجديد نظرشوی دی. اوس دغه پوهنځی ( ١٥ ) تنه استادان يو تن تدريسي مدير، يو تن اجرائيه مدير، يو تن تحويلدار، يو تن خدماتي کارگر او يو تن رئيس لري.