PastShow all
ننګرهار پوهنتون کې د شـ.هید امــ/يرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) د اتم تلین په مناسبت د قرانکريم ختم او ياد غونډه ترسره شوه.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي و، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون. . .
د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۳۷ تنه محصلین د کمپیوټر زده کړو له روزنیز کورس څخه فارغ شول.
د کمپيوټر زده کړې یاد روزنیز کورس، چې د درې تنو استادانو له لوري په کې تدریس کېده، د اقتصاد پوهنځي (PDC) څانګې له خوا د پوهنځي ریاست سره په همغږۍ ۳ میاشتې وړاندې پیل شوی و او د اقتصاد. . .
د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې.
په یادو ازموینو کې، چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون د لیسانس، ماسترۍ او شپې پوهنځیو نږدې دیارلس زره تنه محصلين ګډون لري.
د ننګرهار پوهنتون رئیس. . .
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په یاد پوهنتون کې د څېړنيز مرکز ودانۍ د جوړېدو چارې له نږدې وليدې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سيد اکرم هاشمي يې. . .
ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د وترنري علومو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د ثور میاشتې په ۱۹ نېټه جوړ شوی ؤ او یوولس ورځې یې دوام وکړ، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او فامیلیو. . .
د ننګرهار پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې به راتلونکې سه شنبه د جوزا په لومړۍ نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شي.
ازموینې د ټاکلي مهال وېش. . .
د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر- انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شول.
په يادو کاري ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون د علمي چارو، مالي او اداري چارو مرستيالانو، اړوندو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او ځينو آمرينو. . .
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د کرنې پوهنځي څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیخ انعام الله مدني د علمي، تدریسي او اداري چارو د ارزونې او څارنې په موخه له کرنې پوهنځي لیدنه وکړه.
د پوهنتون مشرتابه د پوهنځي د ریاست، ډیپارټمنتونو او اداري. . .
ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.
د پوهنتون د سپورت او بدني. . .
