دهارټيکلچر څانګې پېژندنه او تاريخچه

د بڼوالۍ (هارتيکلچر) ډيپارتمنت د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې يو له مهمو ديپارتمنتونو څخه بلل کېږي. په ۱۳۵۷ هجري لمريز کال کې هغه وخت چې د کرنې پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کی تاسيس شوه  يواځې د اګرانومي ، حيواني علومو ، د کرنيز اقتصاد او ترويج ديپارتمنتونو درلودونکی وه ، خو د بڼوالۍ  ديپارتمنت يې نه درلوده چې د سيمې او پوهنځي لپاره يوه اړينه  تشه وه  چې د پراختيا لپاره یې په ۱۳۶۳ هجري لمريز کال د کرنې پوهنځي په چوکاټ کي تاسيس  او په ورزيده او علمي ګانه سمبالو استادانو په مټ يې په کار پيل وکړ، چې تر اوسه پورې په همدې پوهنځي کې خپل فعاليتونه په پوره اغيزمنتيا سره پرمخ وړي.  اوس مهال نوموړی ډيپارتمنت کې  ۸ تنه د علمي کادر غړي  لري چې  ۴ د ماسترۍ  (M.Sc. ) او ۴  تنه د پی اچ ډی یا دوکتورا (Ph.D. ) درجو درلودونکي دي چې  د  ۴ تنه ماستر استادانو څخه يو تن په بهر کې او يو بل تن په داخل کې  د دوکتورا په زده  کړو   مشغول دي. همداراز د علمي ترفيعاتو په اساس دوه تنه پوهاندان ، درې تنه پوهندوی ، درې  تنه پوهنمل استادان دي. ياد ديپارتمنت تر دې مهاله ۱۱۸۸ تنه نارينه او ۷ تنه ښځينه محصلين د ټولنې چوپړ ته وړاندې کړيدي.اوسمهال د  ياد ديپارتمنت  په اول ، دوهم،  دريم او څلورم ټولګيو کې  ۱۷۱ تنه نارينه محصلين په زده کړو بوخت دي.

 د بڼوالئ سکتور د لا پرمختګ  لپاره  يې د علمي کادر غړو ګڼ شمير درسي کتابونه په پښتو  ملي ژبه تاليف کړي دي چې ورسره یې نه يواځې د محصلينو د درسي موادو د کمښت ستونزه حل کړې ، بلکې د مسلک د مينه والو لپاره هم ګټور تمام شوي دي ، او  هم يې په داخل او بهرنيو هيوادونو کې  ګڼې علمي مقالي  نشر کړیدي.د بڼوالئ محصولات د خواړه ايز ، روغتيايي او اقتصادي ارزښتونو د لرلو تر څنګ د غذايي خونديتوب د تامينولو لپاره يوه اساسي ماده بلل کېږي. همدارنګه يادونه کېږي چې د بڼوالئ څانګې د روان  ۱۴۰۲ کال د ماستري برنامې د ايجاد وياړ هم تر لاسه  کړیدی او درسي پروسه يې عملا پيل شويده . يادونه کيږي چې په اوله دورکې يې د ماستري برنامي څخه ۲۹ تنه فارغ ور کړي او دويمه او درېيمه دوره جريان لري.

User account menu