دهارټيکلچر څانګې د ماسټرۍ برنامه

د هارتيکلچر څانګې د علمي کادر غړي د ډيرو  هڅو او کوششونو څخه وروسته په دې توانيدل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا  د روان ۱۴۰۲ کال  کې د ماستري برنامې د ايجاد وړياړ ترلاسه کړي چې اوسمهال يې  عملا  درسي چاري د دوکتورا لرونکو او لوړ رتبه  استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي.

دهارتیکلچرماستري پروګرام اهداف

د کرنې او باغداري په برخه کې د هیواد موجوده ستونزو ته په کتلو سره په عصري او نوی تکنالوژي سره د علمي کادرونو روزل او ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې کول.

پورتني هدف ته درسیدلو په موخه لاندې ځانګړي اهداف په نظر کې نیول شوي دي.

  1. عامه او خصوصي سکتور د پرمختيا لپاره د هارتيکلچري محصولاتو د ځنځيري ارزښت لوړونې د مديريت په برخه کې فوق ليسانس د برنامې د پلي کولو له لارې بشري ځواک روزل
  2. د هیواد دشرایطو ته په کتلو سره د وړ او متخصصيو کادرونو روزل
  3. د بشري سرچينو د وړتياوو د لوړولو له مخې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د زمينې برابرول
  4. د هارتيکلچري محصولاتو  د کميت او کېفيت د لوړونې له کبله د هېواد د صادراتو پياوړي کولو له لارې اقتصادي پرمختګ
  5. د لوړو زده کړو د شرايطو سره د فوق  ليسانس د کچې د فارغانو بلدول او د هغوی لپاره د کار د زمينې برابرول
  6. د فوق ليسانس د زده کړو د پروګرام د پېل له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته د حېثيت، سيالۍ او پرمختګ ورکول
  7. د هارتيکلچري محصولاتو د ځنځيري ارزښت لوړونې مديريت ته د ودې ورکولو له لارې د ټولنيز ژوندانه د کچې لوړول

User account menu