دهارټيکلچر څانګې د ماسټرۍ برنامه
د هارتيکلچر څانګې د علمي کادر غړي د ډيرو هڅو او کوششونو څخه وروسته په دې توانيدل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د روان ۱۴۰۲ کال کې د ماستري برنامې د ايجاد وړياړ ترلاسه کړي چې اوسمهال يې عملا درسي چاري د دوکتورا لرونکو او لوړ رتبه استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي.
دهارتیکلچرماستري پروګرام اهداف
د کرنې او باغداري په برخه کې د هیواد موجوده ستونزو ته په کتلو سره په عصري او نوی تکنالوژي سره د علمي کادرونو روزل او ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې کول.
پورتني هدف ته درسیدلو په موخه لاندې ځانګړي اهداف په نظر کې نیول شوي دي.
- عامه او خصوصي سکتور د پرمختيا لپاره د هارتيکلچري محصولاتو د ځنځيري ارزښت لوړونې د مديريت په برخه کې فوق ليسانس د برنامې د پلي کولو له لارې بشري ځواک روزل
- د هیواد دشرایطو ته په کتلو سره د وړ او متخصصيو کادرونو روزل
- د بشري سرچينو د وړتياوو د لوړولو له مخې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د زمينې برابرول
- د هارتيکلچري محصولاتو د کميت او کېفيت د لوړونې له کبله د هېواد د صادراتو پياوړي کولو له لارې اقتصادي پرمختګ
- د لوړو زده کړو د شرايطو سره د فوق ليسانس د کچې د فارغانو بلدول او د هغوی لپاره د کار د زمينې برابرول
- د فوق ليسانس د زده کړو د پروګرام د پېل له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته د حېثيت، سيالۍ او پرمختګ ورکول
- د هارتيکلچري محصولاتو د ځنځيري ارزښت لوړونې مديريت ته د ودې ورکولو له لارې د ټولنيز ژوندانه د کچې لوړول