ننګرهار پوهنتون کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام

 

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۵۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د چاپېريال ساتنې او پاککارۍ کمپاين ترسره شو.

 

یاد کمپاین د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د جلال آباد ښاروالۍ په تخنیکي مرسته د غويي په ۲۷مه ددې پوهنتون په مرکزي کمپس کې ترسره شو، چې د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۸:۱۰
Background image

د کرکټ بورډ له خوا پیل شویو سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.

 

ننګرهار پوهنتون لوبډلې په پرله پسې توګه خپله درېیمه لوبه هم وګټله او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ننګرهار څانګې له خوا په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۸:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون ازموینو مرکزي کمېټې غړي او ددې پوهنتون د تېر سمستر ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

 

په همدې مناسبت د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت تالار کې د غويي په ۲۴مه ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون او پوهنځیو یو شمېر مسؤلینو، استادانو، محصلانو او اداري آمرینو په کې برخه. . .

پېښېټولې پېښې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوملیکنې خبرتیا!

 

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې او اکمال تخصص پروګرام ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې (چهار شنبه – د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د گرانو محصلینو د پام وړ!

 

دا چې ګرمي زیاته ده او زمونږ یو شمېر محصلین په خپلسرې توګه سیند ته د لمبلو لپاره ځي، چې د دوی دا عمل په سیند کې د غرقېدو او د مرګ خطر له ځانه سره لري، چې متاسفانه په تېرو کلونو کې هم . . .

شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۰ - ۷:۲۶
Background image

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور خبرتیا!

 

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور خبرتیا ازموینو فورمو د وېش لړۍ پیلوي. د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو ټولو هغو فارغانو ته، چې په . . .

کارموندنه نور دلته

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۱:۸
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر بست اعلان!

د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر بست اعلان

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د  ښوونې او روزنې پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي علمي کادر بست اعلان!

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ساینس پوهنځي علمي کادر بستونو اعلان!

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو . . .