دکرنيزې سوداګرۍ مديريت څانګې لرليد، ماموريت، موخې او ارزښتونه

لرلید (vision)

د کرنیز تجارت د مدیریت په چارو کې د علمي کادرونو د روزنې، څیړنو او بشري وړتیاوو د لوړونې له لارې د کرنیزو محصولاتو تجارت ته وده او انکشاف ورکول ترڅو ټولنیز او اقتصادي وضعیت پر ښه لورې پياوړی شي .

ماموریت (Mission)

د تدریس او څیړنو له لارې د کرنیز تجارت د چارو تنظیم، ودې او پایښتي انکشاف له کبله د محصولاتو د ځنځیري ارزښت لوړونې له لارې د تولید او مصرفوونکو ترمینځ د اغیزمنو اړیکو د تامین او د خدمتونو د عرضې په وجه ټولنیز اصلاحات رامنځ ته شي.

ارزښتونه (Values)

  1. ټولنې ته د لوړ او وړ کېفيت لرونکو بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
  2. ملي او نړېوالو ارزښتونو ته د ژمن بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
  3. ټولنې او خلکو ته د صادقو، په وطن مئينو، د خدمت هيله مند کادرونو معرفي کول.
  4. د تدريس، څېړنې او عملي کار په بهير کې د لوړو زده کړو مؤسسو د قوانينو، مقررو او لوايحو تطبيقول.
  5. د کار او مارکيټ په نظر کې نيولو سره د بشري ظرفيتونو روزل.

ستراتیژیکې موخې

  1. د مجهزو درسي خونو برابرول

2. د کمیټو پراختیا

3. څیړنو ته پراختیا ورکول

4. په ټولنه کې په پراخه توګه ونډه اخستل

5. په عصري وسایلو سمبال مجهز کتابتون جوړول

6. د محصلینو لخوا د هر نوښت، فکر او طرحې څخه ملاتړ کول

7. مختلفو اداراتو سره توامیتونه لاسلیک کول

8. استادانو او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په پاره علمي سفرونه، سمینارونه او ورکشاپونه برابرول

9. په اګري بزنس مدیریت څانګهکې د لڼد مهاله کورسونو ایجادول

10. Business Incubation Center جوړول

د موخو د ترلاسه کولو لپاره کړنلاری

د کرنیزی سوداګرۍ مدیریت څانګې اهداف د لاندې کړنلارې په عملي کولو سره ترلاسه کیداي شي

  1. د څانګې علمي او اکاډمیک سیستم رغول
  2.  د درسي پروسې پرمختګ او د معقول درسي نصاب ټاکل
  3. د محصلينو جذب او ظرفيتونو لوړول
  4. له نورو علمي، فرهنګي، ټولنيزو او خپرنيزو اداراتو سره اړيکې ټينګول
  5. د مسلکي او تکړه علمي کدرونو ګمارنه او ساتنه
  6. د علمي کدر ظرفیت لوړونه
  7. څیړنه او تحقیق
  8. د ټولنې پرمختګ کې ونډه اخیستل
  9. معلوماتي ټکنالوژي ته لاسرسې
  10. د اګري بزنس مدیریت څانګې لپاره د عایداتي منبع پیدا کول

User account menu