دکرنيزې سوداګرۍ مديريت څانګې لرليد، ماموريت، موخې او ارزښتونه
لرلید (vision)
د کرنیز تجارت د مدیریت په چارو کې د علمي کادرونو د روزنې، څیړنو او بشري وړتیاوو د لوړونې له لارې د کرنیزو محصولاتو تجارت ته وده او انکشاف ورکول ترڅو ټولنیز او اقتصادي وضعیت پر ښه لورې پياوړی شي .
ماموریت (Mission)
د تدریس او څیړنو له لارې د کرنیز تجارت د چارو تنظیم، ودې او پایښتي انکشاف له کبله د محصولاتو د ځنځیري ارزښت لوړونې له لارې د تولید او مصرفوونکو ترمینځ د اغیزمنو اړیکو د تامین او د خدمتونو د عرضې په وجه ټولنیز اصلاحات رامنځ ته شي.
ارزښتونه (Values)
- ټولنې ته د لوړ او وړ کېفيت لرونکو بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
- ملي او نړېوالو ارزښتونو ته د ژمن بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
- ټولنې او خلکو ته د صادقو، په وطن مئينو، د خدمت هيله مند کادرونو معرفي کول.
- د تدريس، څېړنې او عملي کار په بهير کې د لوړو زده کړو مؤسسو د قوانينو، مقررو او لوايحو تطبيقول.
- د کار او مارکيټ په نظر کې نيولو سره د بشري ظرفيتونو روزل.
ستراتیژیکې موخې
- د مجهزو درسي خونو برابرول
2. د کمیټو پراختیا
3. څیړنو ته پراختیا ورکول
4. په ټولنه کې په پراخه توګه ونډه اخستل
5. په عصري وسایلو سمبال مجهز کتابتون جوړول
6. د محصلینو لخوا د هر نوښت، فکر او طرحې څخه ملاتړ کول
7. مختلفو اداراتو سره توامیتونه لاسلیک کول
8. استادانو او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په پاره علمي سفرونه، سمینارونه او ورکشاپونه برابرول
9. په اګري بزنس مدیریت څانګهکې د لڼد مهاله کورسونو ایجادول
10. Business Incubation Center جوړول
د موخو د ترلاسه کولو لپاره کړنلاری
د کرنیزی سوداګرۍ مدیریت څانګې اهداف د لاندې کړنلارې په عملي کولو سره ترلاسه کیداي شي
- د څانګې علمي او اکاډمیک سیستم رغول
- د درسي پروسې پرمختګ او د معقول درسي نصاب ټاکل
- د محصلينو جذب او ظرفيتونو لوړول
- له نورو علمي، فرهنګي، ټولنيزو او خپرنيزو اداراتو سره اړيکې ټينګول
- د مسلکي او تکړه علمي کدرونو ګمارنه او ساتنه
- د علمي کدر ظرفیت لوړونه
- څیړنه او تحقیق
- د ټولنې پرمختګ کې ونډه اخیستل
- معلوماتي ټکنالوژي ته لاسرسې
- د اګري بزنس مدیریت څانګې لپاره د عایداتي منبع پیدا کول