دهندي ژبې او ادب څانګې لرليد،ماموريت موخې او ارزښتونه
لرلید (Vision)
د هندي ژبې او ادب زده کړه او د پښتو ژبې او ادب سره يې د پرتليزو څېړنو څېړونکي روزل.
ماموريت (Mission)
په هيواد کې د هندي ژبې او ادب علمي کادرونو درلودل؛ ترڅو اړونده برخه کې د خمت جوګه شي، پښتو ژبې او ادب سره د هنډي ژبې او ادب په برخه کې هر اړخيزې پرتليزې څېړنې ترسره کړي او په هندوستان او هندي ادب کې د افغان نومياليو اشخاصو په اړه نوې څېړنې ترسره کړي.
ارزښت (Value)
هندي څانګه اسلامي او ملي روحیې ته په پام سره لاندې ارزښتونه پالي.
- نړیوال ارزښت : هندي ژبه د نړۍ یوه له مشهورو ژبو څخه ده، چې ډېر بډایه ادبیات لري او نړیوال ادبپوهان ورته په ارزښت قایل دي.
- فرهنګي ارزښت: هندي څانګه خپل مسؤلیت بولي چې د هندي ژبې په وسیله به خپل اصیل افغاني فرهنګ سيمې او په ځانګړې توګه دهند پراخې جغرافیې ته ور وپېژني.
- علمي ارزښت: په نړیوال علمي ډګر کې د هندي ژبې پرمټ د خپلې ژبې او ادب بډاینه او د نسبي اړیکو پر اساس دخپلو ملي ژبو او هندي ژبې پرتلیزه څېړنه او په ژبپوهنه او ادبپوهنه کې نوښت رامنځته کول او علمي اړتیاوې پوره کول.
- ښوونیز ارزښت: د پښتو، هندي او دري ژبې او ادب ترمېنځ شته ورته والي څېړنه او د ژباړې له لارې د خپلو ملي ژبو د ادبیاتو غني کول.
- اقتصادي ارزښت: د ملي او نړیوال مارکیټ لپاره د نویو هندي څیړنو او پنځونو رامنځته کول او د ملي او نړيوالو فرهنګي ادارو لپاره په اسلامي او ملي فکر د وړ کسانو روزنه.
د هندي څانګې موخـــــــېAims
- په هندي ژبه او ادب کې د مسلکي کادرونو درلودل.
- د هندي او پښتو ژبو ترمنځ پرتليزې څېړنې ترسره کول.
- د افغانستان او هندوستان په هر اړخيزو چارو کې د هندي ژبې او فرهنګ په درک کولو سره مثبت رول لوبول.
- د هندوستان په تاريخ، ادب او فرهنګ کې د نومياليو افغان اتلانو اړوند ليکنو او برداشتونو په اړه څېړنې ترسره کول او په اړه يې حقيقتونه څرګندول.
- په هندي ژبه د هندي ادب او فرهنګ اړوند لیکلي اړينو اثارو پښتو ژبې ته راژباړل.
- د هيواد د وياړلي تاريخ او غني فرهنګ اړوند په هندي ژبه ليکنې او څېړنې ترسره کول؛ ترڅو پرې د هند څوارلس سوه ميلونی ملت لا ښه خبر او پوه شي.
زده کړه ییزې موخې
- له هندي ژبې، ادبیاتو او د هندي فرهنګي میراثونو سره د محصلینو اشنا کول.
- د ژبپوهنې او ادب په ګاڼه د محصلینو سمبالول او ټولنې ته روښانه شعور ورکول.
- له خپلو ژبو سره د هندي ژبې اړیکې څېړل.
- د هندي او مهمو نړیوالو ژبو او ادبیاتو له تاریخ، نظریو، سبکونو او کره کتنې سره د محصلینو اشنا کول.
- په هند کې د افغان لیکوالانو او مشاهیرو په اړه څېړنې او پوهاوی.