دننګرهار پوهنتون مرکزي ليليه

د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

دننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

دوکتور مفتي عبدالوارث (بسام)

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژې د دواوطلبۍ خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژه د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۵۰
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې دننګرهار پوهنتون د اداري او تدريسي شعباتو لپاره د ضرورت وړ (۵۹) قلمه تنظيفاتي موادو د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲
Background image

قراراداي خبرتيا!

ننګرهار پوهنتون غواړي چې د ( ننګرهار پوهنتون داخل کې د نقليه وسايطو پارکېنګ) د ازاد رقابت له مخې په قرار داد ورکړي، هغه حکمي او انفرادي اشخاص چې د ياد پارکېنګ په اجراه نيول اراده لري . . .

کارموندنه نور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۳
Background image

دعامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د عامه ادارې او عامه پاليسۍ څانګو د کادر بستونو اعلان!

داو طلبان کولای شي چې يادو علمي کادر بستونو ته، دنوم لېکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر تع دشموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ترانزکرېپټ ، دوزارت له ويب سايټ څخه د همدغې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

دحقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسی علومو او نړیوالو اړيکو څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادربست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دلوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۵۳
Background image

دانجينري پوهنځي د انرژي څانګې د کادر بستونو اعلان!

داو طلبان کولای شي چې يادو علمي کادربستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دلوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې . . .

User account menu