د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

دننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

 

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته مونوګراف څخه د دفاع مهارتونو او معیاري پرېزنټېشن جوړولو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې د انجنیري پوهنځي استاد او د نوموړې کمېټې مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۶۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، هېواد، بایزید روښان، زاول او متانت پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ښوونې او روزنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د مختلفو پوهنځیو نوښتګرو محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا د پېژندنې، کارونې، فرصتونو او اغېزو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ ۳ برنامو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ټولو بریالیو جدید الشمول محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتیکلچر، اګرانومي او کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو ماسترۍ برنامو ګډونوالو ته، چې وړاندې یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د یادو برنامو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۰
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-09

د ننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د مرکزي ليليې د . . .

کارموندنه نور دلته

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۳
Background image

دطب پوهنځی د عقلی او عصبی څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دوزارت له ويب پاڼې څخه دهمدې اعلان . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۸:۱۱
Background image

د کادری تدریسی روغتون د بست د جراحی متخصص د بست اعلان!

په شرايطو برابر نوماندان کولای شي چې په يادو خالي بستونو کې د خپل پېژندپاڼې له کاپي سره يو ځای د غوښتنې ځانګړې فورمې د ډکولو په خاطر د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري محترم معاونيت . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

موضوع: د ننګرهار پوهنتون کادري تدريسی روغتون د رضاکار (ولينټير) ټريني ډاکترانو اعلان!

دننګرهار پوهنتون کادري تدريسی روغتون په بيلابېلو څانګو کې د ۱۴۰۵ کال لپاره د ټریني ډاکترانو ته د ولينټير(رضاکار) په حيث اړتيا لري. چې د (ا،ا،ا) د لايحي مطابق ټاکل شوي فيس به ورکوي. د . . .

User account menu