دکرنيز اقتصاد او توسعې څانګې لرليد، ماموريت، موخې، ارزښتونه او عمده فرصتونه
لرلید
په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د کرنیز اقتصاد او توسعه په برخه کې د یوې علمي، څیړنیزې او پرمختیايي ادارې په توګه د دې څانګې د علمي او اکاډمیک ظرفیت لوړول.
ماموریت
د کرنیز اقتصاد او توسعه په برخه کې د لیسانس په کچه ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو وړاندې کول، د ساینسي څیړنو ترسره کولو او د اقتصادي پراختیا په بهیر کې د ګډون له لارې د پوهې او پالیسي جوړولو کې مرسته کول.
موخې
- د متخصصو کادرونو روزنه: د کار مارکېټ او ټولنې اړتیاوو ته په کتو د کرنیز اقتصاد او ترویج په برخه کې مسلکي کسان روزل چې د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ خدمت وکړي.
- علمي او عملي زده کړې: محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه برابرول، څو کرنه په علمي، عصري او پایدار ډول پرمخ ولاړه شي.
- اقتصادي ودې ته وده ورکول: د کروندګرو د تولیداتو زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو لوړوالی، او د کرنیزې تکنالوژۍ پرمختګ ته زمینه برابرول.
- د کلیوالو د ژوند ښه کول: د ترویجي تعلیماتو له لارې د ناپوهي کچه راټیټول او خلکو ته د هوسا ژوند کولو لارې چارې ښوول.
- څیړنیز او علمي خدمتونه: د کرنیز اقتصاد په مختلفو برخو کې څیړنې ترسره کول او د نړیوالو معیارونو سره سم علمي خدمتونه وړاندې کول.
- په ټوله کې، دا څانګه هڅه کوي چې کرنه له دودیز حالت څخه علمي او عصري بڼې ته واړوي، د تولیداتو کچه لوړه کړي، او د ټولنې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته عملي بڼه ورکړي.
ارزښتونه
د کرنيز اقتصاد او توسعې څانګه د زده کړيالانو د روزنې او د څانګې په اداري چارو کې لاندې ارزښتونو ته ژمن دی:
- ټولنې ته د لوړ کېفيت لرونکي په اسلامي، ملي او ديموکراتيکو اصولو باور کادرونو وړاندې کول.
- ملي او نړېوالو ارزښتونو ته ژمن، صادق، په وطن مئين او د مارکېټ د اړتيا پر بنسټ د مسلکي کادرونو وړاندې کول.
- په څانګه کې له تبعيضه پرته د کادرونو په استخدام کې روڼتيا او د عدالت تأمينول.
- د خدمت لپاره ژمنتيا او پر پوهې مهارت او مسلکيتوب باندې باور.
- د تدريس، څېړنې، استخدام او د علمي ترفيعاتو په بهير کې د لوړوزده کړو مؤسسو د قوانينو، مقررو او لواېحو بشپړ تطبيق کول.
- د څانګې او د پوهنځي له شته تکنالوژۍ او نورو سرچينو څخه په اغېزمند ډول ګټه اخيستنه.
د څانګې عمده فرصتونه