دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځی اوسنې حالت
د ژورناليزم پوهنځي اوسنی حالت
ژورنالېزم پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (۱۳۹۰) هجري لمریز کال کې تاسیس او تر دې دمه یې په نهو دورو کې د (۱۹) ښځینه وو په ګډون (۹۲۰) تنه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. دغه پوهنځی دمګړۍ درې څانګې( راډیوټلویزیون، مطبوعات او عامه اړیکې) لري چې په هره څانګه یې محصلین پر زدکړو بوخت دي. په ټوله کې ژورنالېزم پوهنځی (۳۰۵) تنه برحال محصلین لري.