دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي ليد لورې،ماموريت او موخې

لید لوری

ژورناليزم پوهنځي غواړي، چې د هېواد او سيمې پر کچه د معياري زدهکړو، رسنيزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي اداره شي.

ماموریت

ژورناليزم پوهنځی د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، په ملي او نړۍواله کچه محصلانو ته د معياري زدهکړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمينه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو، د رسنيز چوپړ په موخه ټولنې ته مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کړي.

موخې(Program Objectives)

د هرې بريا لوی لامل، د دقيقو او ځانګړو موخو ټاکل دي. په ورځني ژوندکې موخې فردي او اداري تګلاره روښانه کوي. د موخو ټاکنه، په راتلونکي پورې اړه لري، چې هر بنسټ/اداره هغوی ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

۱- د ژورناليزم او ارتباطاتو په مسلکي زده‌کړو کې ديني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته پاملرنه

۲- د اسلام او نافذه قوانينو په رڼا کې د بيان آزادۍ پولې معلومول او د لوېديځوالو له آزاديو توپيرول

۳- د ژورنالیزم او ارتباطاتو په علمي او تخصصي زده‌کړو کې پر ځان بسياينه

۴- نړيوالو معيارونو ته په کتو له نظري او عملي اړخه د زدکړو کيفيت لوړونه او پراختيا

۵- په اسلامي، ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو سمبال، ژمن او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کول

۶- د ټولنې د اړتياوو له مخې ګټورو علمي او رسنيزو څېړنو ته زمینه برابرول

۷- له داخلي او نړيوالو اکاډمیکو بنسټونو سره، د دوامداره علمي همکارۍ/توأميتونه لرل

۸- له کاري ونډه‌والو سره د نصاب ښه والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو په پار مناسبې اړيکې او همغږي

۹- په کاري مارکيټ کې د ځای موندنې په پار، د فارغانو وړتياوې او مهارتونه لوړول

۱۰- د ژورناليزم او ارتباطاتو د پرمختګ لپاره د داخلي او نړيوالو بنسټونو ملاتړ ترلاسه کول

۱۱- د نړۍ پر کچه د علمي بدلون او کاري مارکيټ اړتياوو ته په کتو درسي نصاب معياري کول

۱۲- د ژورناليزم او ارتباطاتو په څانګه کې د ماسټرۍ زده‌کړو برنامې پيلول

۱۳- د کادري غړو د تخصصي پوهې او علمي درجو لوړونې په پار د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو زمينه برابرول

User account menu