دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي ليد لورې،ماموريت او موخې
لیدلوری
د اسلام مبارک دین اصولو، د هېواد کلتوري شرایطواو عامه اړیکو د مسلکیتوب به پام نېولو سره د داسې مسلکي کادر روزل چې په دولتي او غیر دولتي سازمانونو کې اغیزناک فعالیتونه ترسره کړي.
ماموریت
د عامه اړیکو څانګه په خپله څلور کلنه دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستې مهارتونو په وړاندې کولو سره په فارغو محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي موسسو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونیز او تخصصي مهارتونه پلي کړي.
ارزښتونه
- غوره والی ، درناوی، اړیکې او لیوالتیا
- احتیاج او خدمتونه
- ستراتېژیکه سلا او ګډ کار
- له ټکنالوجۍ ګټه اخستنه
- تنوع او د فرصتونو رامنځته کول
- دوامداره پراختیا
- رښتینوالي، درېدا ،امانت ساتنه او جوت تیا
- ښه والی، احترام، مناسبات او جذابیت
- ټولنیزوالی
- تحلیلي ارزونه
د عامه اړیکو څانګې موخې او فعالیتونه
د عامه اړیکو څانګې د پورته لیدلوري په رڼا کې لاندې اهداف تعقیبوي:
اصلي موخې
د دولتي او نا دولتي سازمانونو د مسلکیتوب او ټولګټو پروژو د تګلارو جوړونې ، طرحې او ترسر کولو په برخو کې د مشتورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د عامه اړیکو د متخصصو کادرونو روزنه او پېژندنه.
فرعي موخې
۱ – د عامه اړیکو فارغان به د سازمان د فعالیتونو او مدیریت په برخه کې د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د نظرونو او تحلیلونو د راټولونې او وړاندې کونې وړتیا ولري.
۲ – د عامه اړیکو فارغ د سازمان د مدیرانو او کارکوونکو ترمنځ د پوهاوي د روحیې پیاوړتیا په برخه کې به علمي وړتیا ولري.
۳ – د عامه اړیکو فارغ به د سازمان د کړو وړو به اړه د عامه افکارو د روښانتیا په موخه پر وخت د اطلاع رسونې وړتیا ولري.
۴ – د عامه اړیکو فارغ به د کړکیچ د مخنیوي او د کړکیچ پر مهال د اړیکو مدیریت وړتیا ولري.
۵ – د عامه اړیکو څانګه د محصلینو له روزنې سره به اقتصادي ،ټولنیز او سیاسي برخو کې د مسلکي ارتباطاتو بهیر غښتلی کوي.
د عامه اړیکو څانګې خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کوي:
- د یوه معیاري کریکولم په چوکاټ کې د ټاکل شویو مضامینو تدریس
- د مضامینو په تدریس کې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د زدکړې معاصر شېوه تعقیبول.
- د علمی او مسلکي اثارو لیکل
- د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د سمستر په اوږدو کې فردی او ګروپي صنفي فعالیتونه ورسپارل.
- د عملي کار په موخه له رسنیزو مرکزونو سره اړیکې ټینګول.
- ټولنې ته د لسانس په کچه د مسلکي ژورنالستانو وړاندې کول.
- د علمي کنفرانسونو دائرول او پکې د محصلینو فعاله وڼډه.
- د اتو سمسترونو د تحصیل په پای کې د محصلینو د مونوګرافونو ارزونه او تائید.
همدارنګه عامه اړیکو څانګې ماموریت ، شعار او رسالت په لاندې توګه دي:
شعار
د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یوازینی علمي او تخصصي مرکز
رسالت
د اسلام مبارک دین اصولو، لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو،ملي پروګرامونو، اخلاقي او حقوقي تګلارو، مسلکي او تخصصي پوهې په پام کې نېولو سره د لیسانس تر کچې مسلکي کادر ټولنې ته وړاندې کول.
ماموريت
د عامه اړیکو څانګه په خپله څلور کلنه دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستې مهارتونو په وړاندې کولو سره په فارغو محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي موسسو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونیز او تخصصي مهارتونه پلي کړي.